په ازموینه کې ۱۰۰ نمرې ګټل!

شاګردان باید خپل مسٔولیتونه په ښه توګه اجراء کړي، او د خپل ژوند سره لوبې ونکړي. شاګردان باید یو منظم درسي پلان ولري، او د هغه پلان له مخې خپل درسونه ووایي.
پدغه لیکنه کې د لکچر، Tutorial، او لابراتوار د اهمیت په هکله، ګرانو او قدرمنو شاګردانو ته معلومات وړاندې کیږي.

الف – لکچر زده کول:

د لکچر د موادو ښه زده کړه، او په هغې سم ځان پوهول، ډېره ګټه لري. نو لازمه ده چې شاګردان، د لکچرو په هکله بې غوري ونکړي. شاګردان باید د هر لکچر موضوع مخکې له مخکې ولولي، او هغه ټکي چه دوی پرې نه پوهیږي، هغه نوټ کړي، او بیا هغه ټکي د لکچر په وخت کې له استاده پوښتنه وکړي.

شاګردان باید په سوال کولو ونه شرمیږي، او هر وخت د ځان د پوهولو د پاره له استاده پوښتنې وکړي.
همدارنګه، شاګردان باید د یوه مضمون د موضوع په هکله، له نورو تعلیمی سرچینو څخه هم ګټه واخلي. د مثال په توګه: د یوتیوب ځینې لکچرونه ډېر ګټور واقع کېدلای شي، او هم یادونه وشي، چې د یوتیوب په لکچرو څوک د زړه له کومي اعتبار نشي کولای.

همداشانته، شاګردان باید هغه کتابونه، چې یوه موضوع په ښه او ساده ډول تشریح کوي، پیداکړي. د مثال په توګه: د ”Schaum’s Series“ کتابونه د هر شاګرد د پاره ډېر ضروری دي، او د دغه کتابو مجاني کاپۍ د انترنېټ له لارې لاسته راوړل کېدای شي.

شاګردان باید د هر مضمون دپاره خپل نوټ هم ترتیب کړي، او په هغه کې ټولې مهمې موضوعګانې ښې واضح تشریح کړي، او د امتحان په وخت کې له همدغه نوټ څخه استفاده وکړي. شاګردان باید هغه مهمې نقطې په یوه خاص رنګ سره په واضح توګه نښان کړي.

ب –  Tutorial زده کول:

د Tutorial زده کړه هم د شاګردانو دپاره ډېر د اهمیت وړ ده. استادان، معمولاً د Tutorial سوالونه د لکچر مطابق ترتیب کوي، یعنې که شاګردان د Tutorial سوالونه ښه په غور سره حل کړي، نو ان شاءالله، دغه به د شاګردانو لپاره ډېر ګټور واقع شي. د Tutorial د سوالونو حل د مضمون په پوهېدو کې ډېره ګټه کوي. ځینې استادان، د ازموینې پخواني سوالونه د Tutorial په حیث کاروي. شاګردان باید د Tutorial له موادو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، او دا ځکه، چې پدغه وخت کې د شاګردانو شمېر کم وي، او استاد کولای شي، چې د هر شاګرد سره زیات وخت تېر کړي.

ج – لابراتوار په برخه کې:

د لابراتوار په حصه کې زیاته پاملرنه وشي. د لابراتوار عملي تجربې د یوه شاګرد، زده کړه، ډېره تقویه کوي. په لابراتوارو کې تیوري، په عملي بڼه تطبیق کیږي. کله چې یوه نظریه په عملي توګه تطبیق شي، نو هغه شاګردانو ته ډېر قناعت او خوښحالي، ور په برخه کوي.

لابراتوار

د پام وړ ټکي:
هېره د نوي، چې د دغې لیکنې په لومړۍ برخه کې د پخوانیو ازموینو د سوالونو اهمیت په واضح توګه وړاندې شوی دی. په دغه لیکنه کې د لکچر، توتوریل، او لابراتوار اهمیت ذکر شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې دغه لیکنه، د لیکوال د زړه خبرې دي، چې د اوږدې تجربې په آساس، ګرانو او قدرمنو شاګردانو ته وړاندې کیږي.

عبدالله وردک 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب