پلاوي او استازي رسول الله ص ته | نبوي سیرت ۷۵ برخه

پلاوي او استازي

هغه پلاوي چې د قومونو په نمايندګۍ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته راغلي، سيرت ليكونكو يې  شميره اويا (٧٠) ښودلې ده، خو دلته د ټولو په هكله خبرې نه شو كولى. او څرنګه چې په مفصله كيسه كې يې ډيره ګڼه نشته، نو په اختصار سره له هغو پلاويو نه يادونه كوو چې زيات تاريخي ارزښت لري، خو دا بايد په ياد ولرو چې كه څه هم د اكثرو قبيلو پلاوي د مكې له فتحې نه وروسته راغلي، خو د مكې له فتحې نه مخكې هم د ځينو قبايلو يو شمير پلاوي د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغلي دي.

1- عبدالقيس پلاوى:

د دې قبيلې دوه هيئتونه استولي وو، چې لومړې يې په پنځم هجري كال يا له هغه نه هم مخكې ؤ.

ددې قوم يو كس چې منقذ بن حيان نوميده هر وخت به د تجارت لپاره مدينې ته راته، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له هجرت نه وروسته هم مدينې ته راغى د اسلام په هكله يې معلومات تر لاسه كړل او مسلمان شو. بيايې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ليك او پيغام خپل قوم ته يووړ هغوى هم ټول په اسلام مشرف شول. ورپسې يې د حرام په مياشت  كې يو 13 يا 14 كسيز پلاوى مدينې ته وليږه، دوى د همدې سفر په دوران كې د ايمان او هغو لوښو په هكله پوښتنه وكړه كوم چې شراب به يې پكې ساتل. ددې پلاوي مشر اشج عصري ؤ چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې په هكله فرمايلي: ‏(‏إن فيك خصلتين يحبهما اللّه‏:‏ الحلم والأناة‏)‏‏.‏په تا كې دوه داسې صفتونه شته چې د الله او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خوښ دي دا صفتونه يو حلم دې او بل تاني (دقت).

ددې قبيلې دوهم هيئت له فتحې نه وروسته په هغه كال كې مدينې ته راغى چې د عام الوفود په نامه ياديږي. پدې پلاوي كې څلويښت تنه راغلي وو، له دوى سره جارود بن علاء عبدي هم ؤ، نوموړى لدينه مخكې مسيحي ؤ چې بيا په اسلام مشرف شو.(1)

2- د دَوس قبيلې پلاوى:

پداسې وخت كې چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په خيبر كې تشريف درلود، ددې قبيلې پلاوى راغى، مخكې پاڼو كې مو وويل چې طفيل بن عمرو الدوسي له هجرت نه مخكې مسلمان شو، مكې ته راغلى ؤ او هملته يې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په لاس ايمان راوړ، بيا خپلى قبيلې ته ستون شو، هغوى ته يې د اسلام بلنه وركړه، خو قوم يې مثبت ځواب نه وركاوه، طفيل ورنه ناهيلى شو بيرته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضورته راغى، عرض يې وكړ: يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! دوس قبيلې ته ښيرې وكړه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏اللهم اهد دوساً‏)‏‏.‏ اې ربه! ته دوس قبيلې ته هدايت وكړې. وروسته يې اسلام راوړ په اووم هجري كال كې چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په خيبر كې تشريف درلود طفيل د خپل قوم له 70 يا 80 كورنيو سره يو ځاى مدينې ته راغى او ټول په اسلام مشرف شوي وو.

3- د فروه بن عمرو جذامي استازى:

فروه د روميانو تر حكم لاندې يو عربي قوماندان ؤ له روم سره د نژدې پرتو عربي قبايلو قومانده يې په غاړه درلوده. مركز يې په معان نومې سيمه كې ؤ چې اوس د اردن په جنوب كې پرته ده. فروه  چې په اتم هجري كال كې د مؤته غزا په ترڅ كې د مسلمانانو شجاعت، مقاومت، صبر او تدبير وليد په اسلام مشرف شو او يو نماينده يې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته واستاوه، د خپل اسلام خبر يې وركړ او يوه سپينه كچره يا قاطره يې هم ورته د تحفې په شكل وليږله.
روميان چې د فروه په اسلام خبر شول بندې يې كړ او ورته ويې ويل يا به اسلام پريږدې او يا به دې سر پرې كوو، هغه په اسلام قايم پاتې شو، همغه وه چې روميانو په فلسطين كې له عفراء نومې چينې سره په دار وځړاوه او سر يې پرې كړ.(١)

4- د صُدَاء‏ پلاوى:

دا پلاوى هغه وخت راغى چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په اتم هجري كال كې له جعرانه څخه راستون شو. كيسه داسې وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يو څلور سوه كسيز جنګي ګروپ ته وظيفه وركړه چې لاړ شي او د يمن هغه سيمه تر پښو لاندې كړي چيرته چې د صداء قبيله ميشته وه. كله چې دغه ګروپ غازيان د قناه درې په پاسنۍ برخه كې ځاى په ځاى شول، زياد بن حارث صدايي خبر شو چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سپايان د دوى سيمې ته راغلي، هماغه وه چې سيخ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته ورغى عرض يې وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! ((زه د خپل قوم د نماينده په صفت درته راغلى يم. هيله ده خپل لښكر ته د بيرته ستنيدو امر وكړې، زه د خپل قوم ضامن يم، ضمانت يې كوم)). رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل سپايان له قناه درې نه راوغوښتل، زياد هم لاړ خپل قوم يې تشويق كړ چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته ورشي، په نتيجه كې 15 كسه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته راغلل په اسلام مشرف شول. بيا بيرته ستانه شول خپل قوم يې اسلام ته راوباله، او پدې توګه ددوى په منځ كې اسلام خور شو، د جحه الوداع په وخت كې له همدې قبيلې نه سل كسان د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته راغلل.

5- كعب بن زهير ابي سلمى د رسول الله (ص) په حضور كې:

كعب د شاعرانو  له كورنۍ او ډير مشهور او معروف شاعر ؤ. ده به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هجوه كوله، په آتم هجري كال كې چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له طائف نه  ستون شو د كعب ورور بجير بن زهير خپل ورور كعب ته ليك وليكه چې پكې ليكلي يې و: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د قريشو يو شمير هغه كسان ووژل كوم چې دده هجوه يې كړې وه او زيان يې ورسولى و او نور يې له مكې نه تښتيدلي دي، كه خپل ژوند درته ګران وي نو د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته ورشه، ځكه كه څوك توبه وباسي او خدمت ته يې حاضر شي هغه نه وژني، كه دا نه كوې نو د خپل ژوند څه چاره دې كوه.

كعب هم خپل ورور ته  ځواب وليكه، د دواړو تر منځ خطونه تبادله شول، په پاى كې په كعب باندې ځمكه تنګه شوه، ټيكان يې ورك شو، وويريد او مجبور شو مدينې ته لاړ شي. هلته د جهينه قبيلې د يوه تن كره ورغى د سهار لمونځ يې له هغه سره ادا كړ بيا هغه سړي اشاره ورته وكړه، نو د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته ورپاڅيد خپل لاسونه يې د هغه په مباركو لاسونو كې كيښودل. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لا نه و پيژندلى چې دا كعب دى، كعب وويل : يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! كعب پناه درته راوړي، اسلام يې راوړى، ستا حضور ته راتلل غواړي امان درنه غواړي، كه زه يې درته راولم، خپل حضور ته يې منې، توبه يې قبلوې؟! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: هو. كعب وويل: زه پخپله كعب يم. يو انصاري پورته شو اجازه يې وغوښته چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) امر ورته وكړي چې د كعب سر پرې كړي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏دعه عنك، فإنه قد جاء تائباً نازعاً عما كان عليه‏)‏‏.‏پريږده هغه توبه ايستلى اسلام يې راوړى او تيره لاره يې بدله كړيده.

كعب پدې وخت كې خپله مشهوره قصيده وويله چې پيل يې داسې و:

بانت سعاد فقلبي اليوم متبول                       متيم اثرها لم يفد مكبول

[سعاد را نه ليرې  شوې زړه مې ورپسې نا آرام دى، زړه مې ورپسې كشال دى، د هغې د عشق په زنجير تړل شوې دى خو هغې يې هيڅ بدل او عوض ندى وركړى.]

په همدې قصيده كې يې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مدح كړى او د خپلې پخوانۍ خطا بښنه يې  غوښتې، وايي:

نبئـت ان رسـول الله اوعـدني               و العفو عند رسول الله مامول
مهلا هداك الذي اعطاك نافلة ال                قران فيـها مواعيظ وتفصيـل
لا تاخـذني باقـوال الوشاة و لم               اذنب ولـو كثرت في الاقاويل
لقـد اقـوم مقاما لو يقـوم به          ارى و اسمع ما لو يسمع الفيـل
لظل يرعد الا ان يكـون له               من الـرسـول باذن الله تنويل
حتى وضعـت يميني ما انازعه             في كـف ذي نقمات قيله القيل
فلهو اخوف عندي اذا اكلمه              و قيل انـك منسوب و مسئول
من ضيغم بضراء الارض مخدره              في بطـن عثـر غيل دونه غيل
ان الرسـول لنور يستضاء به               مهـند من سيوف الله مسلول

[خبر شوم چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) راته ګواښ كړيدى، خو عفوه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مامول ده، احتياط، هغه خداى دې هدايت درته وكړي، چې قرآنكريم يې درته هديه كړيدى، چې پكې نصيحتونه او د مسايلو تفصيلات دي، ما د چغلګرو په خبرو مه  نيسه، زه بې ګناه يم كه څه هم په هكله مې خبرې ډيرې شوې، زه پداسې ځاې كې ولاړ يم داسې څه اورم او وينم كه هلته فيل ولاړ واى او دا يې اوريدلي واى نو لړزيدلى به واى، او تر هغې پورې به نه ؤ آرام شوى تر څو چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د الله په امر ورته عفوه او مهرباني وكړي تر دې پورې چې لاس مې بې له كوم مخالفته د هغه چا په مباركو لاسونو كيښودل، چې د انتقام پوره توان لري او خبرې يې پوره مردانه او په ځاى دي، په هغه شيبو كې چې زه ورسره خبرې كوم، هغه وخت چې راته ويل كيږي دغه او هغه خبره دې را رسيدلې او پدې هكله پوښتنه درنه كيږي، په همدې وخت كې هغه د عثر نومې سيمې له زمري نه ډير ويرونكى راته ښكاري، پدې سيمه كې يوې خوا بلې خوا ته ګڼې  ونې دي. او زيات ځننور لري بيشكه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) داسې نُور دى چې نور ورنه ګټه اخلي، نور ورنه رڼا اخلي، او هغه د الله په تورو كې د هغه هندي تورې په شان دى چې د دښمن د مقابلې لپاره له تيكي نه ايستل شوې وي.] ورپسې يې د قريشو مهاجرينو صفت او ستاينه وكړه، ځكه چې دده د راتګ په وخت كې له دوى نه يوه هم دده په هكله نا مناسبه خبره ونكړه، د انصارو مدحه يې ونكړه بلكه طنز يې پرې وكړ ځكه له دوى نه يوه تن دده د مرګ اجازه غوښتې وه، ويلي يې دي:

يمشون مشي الجمال الزهر يعصمهم          ضرب اذا عرد السود التنابيل

[قريش لكه د ښكليو سپينو اوښانو په شان روان وي تورې وهونكي يې ساتنه كوي كله چې هغوى را مخكې شي نو تور او كمزوري خلك لاره پريږدي او تښتي.] كعب له اسلام راوړلو نه وروسته، هغه وخت چې ايمان يې ښه په زړه كې ځاى ونيو د انصارو صفت هم وكړ او د دوى په هكله يې تيره غلطي جبران كړه، هغه په يوه قصيده كې وايي:

من سره كرم الحياة فلا يزل                   في مقنب من صالحي الانصار
ورثوا المكارم كابرا عن كابر                     ان الخيـار هم بنو الاخيار

[څوك چې شرافتمندانه او محترم ژوند غواړي هغه به د انصارو په يوه ځانګه كې اوسيږي  انصار پشت په پشت بزرګان او قدرمن دي، دوى غوره دي د غوره بندګانو زامن دي.]

6- د عذره قبيلې نمايندګان:

ددې قبيلې دوولس كسيز پلاوى د حمزه بن نعمان په ګډون د نهم هجري كال د صفر په مياشت كې حاضر شو. كله چې پوښتنه ترې وشوه تاسې د كومې قبيلې ياستئ؟ وياند يې وويل: مونږ له بنو عذره قبيلې څخه يو، مونږ د قصي مادري وروڼه يو، مونږ هغه څوك يوو چې د قصي ملاتړ مو كړى،  خزاعه او بنو بكر مو له مكې نه ايستلي، مونږ د صله رحمۍ او خپلوۍ خاوندان يوو. نو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تود هركلى ورته ووايه، او د شام د فتحې زيرى يې وركړ، او له كاهنو (كوډګرو) ښځو نه له سوال كولو او د جاهليت د زمانې په شان قربانۍ (ذبح) كولو نه يې منعې كړل.  د پلاوي غړي ټول په اسلام مشرف شول، څو ورځې يې په مدينه كې تيرې كړې، بيا خپلې مېنې ته ستانه شول.

7- د بلي پلاوى:

دغه هيات د نهم هجري كال په ربيع الاول مياشت كې مدينې ته راغى اسلام يې قبول كړ، درې شپې يې په مدينه كې تيرې كړې. د پلاوي مشر ابو الضبيب سوال وكړ چې آيا ميلمه پالنه ثواب لري كه نه؟ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏نعم، وكل معروف صنعته إلى غني أو فقير فهو صدقة‏)‏.  هره نيكي له غني سره وي كه له فقير سره صدقه ده. نوموړي د ميلمستيا د مودې په هكله پوښتنه وكړه؟ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏ثلاثة أيام‏)‏.  ميلمستيا درى ورځې وي. ابو الضبيب سوال وكړ: ورك شوى پسه د چا دى؟ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏هي لك أو لأخيك أو للذئب‏). هغه يا ستا دى، يا ستا د ورور او يا د ليوه. د ورك شوي اوښ په هكله يې هم پوښتنه وكړه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ځواب وركړ : ‏(‏مالك وله‏؟‏ دعه حتى يجده صاحبه‏)‏‏.‏ ته ورك شوې اوښ څه كوې، خوشى يې كړه تر څو مالك يې پيدا شي.

8- د ثقيف نمايندګان:

دا پلاوى د  نهم هجري كال په رمضان مياشت كې له تبوك غزا نه وروسته مدينې ته راغى. ددې پلاوي د اسلام كيسه داسې ده: د ثقيف سردار عروه بن مسعود ثقفي د آتم هجري كال په ذي القعده كې له طائف غزا نه وروسته او مدينې ته له رسيدو نه مخكې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغلى ؤ اسلام يې راوړ، بيرته خپل قوم ته ستون شو او هغوى يې هم اسلام ته راوبلل. دده تمه دا وه چې قوم به يې ايمان راوړي،  ځكه د خپل قوم په منځ كې يې  زيات محبوبيت درلود يو منل شوى سردار ؤ، خلكو ته له خپلو ښځو او اولادونو نه هم زيات ګران ؤ، نو ځكه يې دا ګمان و چې قوم به يې بلنه او خبره مني، خو هغوى دا ځل دده د اسلامي بلنې په ځواب كې نه يوازې منفي ځواب وركړ بلكه د غشو باران يې پرې جوړ كړ تر څو د اسلام په ګناه شهيد شو.
لدينه وروسته ثقيف قبيله څو مياشتې همداسې سر ګردانه وه، بالاخره يې مشورې سره وكړې او پوه شول چې د مسلمانانو مقابله نه شي كولى، تصميم يې ونيو يو كس د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته وليږي. لومړى يې عبدياليل بن عمرو غوره كړ تر څو د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته ورشي، خو هغه وويريد او ويې ويل هسې نه له ده سره هم لكه د عروه په شان معامله وشي همدا وه چې د خپل قوم دا غوښتنه يې و نه منله او ورته ويې ويل: زه دا كار هغه وخت كولى شم چې څو نور كسان هم راسره ملګري كړئ! قوم دوه كسان له ثقيف او درى تنه له بني مالك نه ورسره ملګري كړل، پدې ترتيب سره شپږ كسان چې عثمان بن ابي العاص ثقفي هم ورسره ؤ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته لاړل.
دوى چې  مدينې ته ورسيدل، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) امر وكړ چې په جومات كې د ننه ورته يو ځاى تيار شي تر څو هملته د قرآنكريم تلاوت واوري او مسلمانان د لمانځه په حالت كې وګوري.

د پلاوي غړي څه موده همدلته پاتې شول، وخت نا وخت به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) زيارت ته راتلل، هغه به اسلام ته رابلل. په پاى كې د هيئت  مشر له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه د امن او سولې د داسې تړون سوال او غوښتنه وكړه چې پكې دوې ته د زنا، شراب څـښلو، سود خوړلو، او لمونځ نه كولو اجازه وي، لوى بت ( لات) يې مات نشي او نور بتان به هم دوى پخپل لاس نه ماتوي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د دوى دا يوه غوښتنه هم قبوله نكړه. هغوى بيا مشورې سره وكړې، بالاخره دې نتيجې ته ورسيدل چې له اسلام او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له پيروۍ او اطاعت نه پرته بله لاره او چاره نلري. همدا وه چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغلل او مسلمانان شول، خو يوه غوښتنه يې وكړه چې لات بت دې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مات كړي ثقيف ته دې دا كار نه سپاري، دا غوښتنه يې ومنل شوه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ليك ورته وليكه، عثمان  بن ابي العاص يې امير ورته وټاكه ځكه هغه له نورو نه زيات د اسلام او قرآنكريم له زده كړې سره مينه لرله. د وفد غړي به هر سهار د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راتلل او عثمان به يې  له خپل سامان سره پريښوده، خو كله به چې دوى د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له حضور نه بيرته راتلل د غرمې له مخې به ويده كيدل، عثمان به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راته او ورته ويل به يې د قرآنكريم تلاوت راته واوروه! د دين د احكامو په هكله به يې هم سوالونه كول او كه به يې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ونه موند نو بيا به د همدې غرض لپاره د ابوبكر (رضي الله عنه) خدمت ته ورته. دا همغه بركتي او مؤمن شخص ؤ چې د ارتداد په زمانه كې د خپل قوم لپاره لوى رحمت ثابت شو، ځكه هغه وخت چې دې قوم اراده وكړه له اسلام نه واوړي ده ورته وويل: اې د ثقيف خلكو! تاسې وروستى قوم ياستئ چې اسلام مو راوړ، اوس په كفر كې له نورو نه مه مخكې كيږئ! قوم يې خبره ومنله او په اسلام ثابت پاتې شول.

پلاوى له مدينې نه ستون شو، كله چې خپل قوم ته ورسيدل حقيقت يې ورنه پټ كړ، څو ورځې  يې د خپل اسلام خبره ورته ونه كړه، خو دا مشوره يې وركړه چې جنګ ته زړه ښه نكړي ځانونه يې غمجن او خفه ښكارول او دا يې ورته وويل چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له دوى نه د اسلام راوړلو غوښتنه كړيده، او ورته ويلي يې دي چې زنا، شراب، سود او نور ناروا كارونه به پريږدي، كه نه نو جنګ به ورسره كوي.

ثقيفيان چې ډير كبرجن خلك وو مغرور شول، دوې درى ورځې يې د جنګ اراده درلوده،  خو وروسته يې په زړونو كې ويره پيدا شوه او د پلاوي غړو ته يې وويل: لاړ شئ او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د امر مطابق عمل وكړئ غوښتنې يې ومنئ. همدلته وه چې هغوى حقيقت ورته بيان كړ او هغه مطالب يې ورته وويل چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره يې منلي وو. پدې  ترتيب سره ثقيف قبيله هم په اسلام مشرفه شوه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خالد (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې د يوه ګروپ په مشرۍ لاړ شي او لات دړې وړې كړي. مغيره بن شعبه ګرز يا يو غټ تبر واخيست او خپلو ملګرو ته يې وويل: تاسې به د ثقيف په باره كې خندوم، هماغه وه چې يو ځل يې تبر پورته كړ پر لات يې وار وكړ بيا يې ځان وغورځاوه او منډه يې كړه، د طائف خلكو پداسې حال كې  چې لړزيدل وويل: خداى د مغيره ورك كړي، دا دى د لات منجورې وواژه.

مغيره راسم شو او ويې  ويل: خوار شئ، دا بت خو له خټو او تيږو نه جوړ شوى، بل څه ندى، ورپسې يې په دروازه ګوزار وكړ ماته يې كړه، بيا يې په لوړ ديوال ور پورته  شو، خلكو هم ورسره شروع وكړه ديوال يې ونړاوه، بت يې مات كړ، تهداب يې را لوڅ كړ هلته چې  څه كالي، زيورات وو ټول يې را وايستل د ثقيف قبيلې خلك حيران دريان ولاړ وو.

خالد (رضي الله عنه) دا كالي او زيورات ټول د رسول (صلى الله عليه وسلم) حضور ته راوړل، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په همغه ورځ وويشل. د الله تعالى د نعمت او نصرت شكر يې ووايه، حمد او ثنا يې وويله.(1)

9- د يمن د پاچايانو ليك:

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې له تبوك نه راستون شو د حِمير د پاچايانو ليك ورته راغى. دغه مشران چې ليك يې راستولى و عبارت وو له: الحارث بن عبدكُلال، نعيم بن عبدكلال، النعمان، قَيل ذي رعين، هَمدان، او مُعافر وو. دوى مالك بن مره الرهاوي خپل نماينده وټاكه او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته يې وليږه چې خبر وركړي دوى په اسلام مشرف شوي او شرك يې پرې ايښى دى.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دوى ته اسلامي لارښوونې وكړې، د مومنانو مسووليتونه او حقوق يې ورته په ګوته كړل. او په همدې ليک کې يې دا ورته څرګنده کړه که معاهده کوونکي ټاکلى جزيه ورکړي ، نو د دوى لپاره د الله تعالى او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) عهد او ژمنه ده.  يو ګروپ اصحاب يې د معاذ بن جبل (رضي الله عنهم) په مشرۍ د هغوى د رهنمايۍ او لارښوونې لپاره وليږل. معاذ (رضي الله عنه) يې د الکورۍ العليا چې د عدن له خوا د السکون او سکاسک تر منځ واقع ده، مسئول وټاکه چې د قاضي، د جنګ د قوماندان ، جزيې او صدقاتود راټولولو  او امامت دنده يې لرله. او ابو موسى الاشعري (رضي الله عنه) يې الکورۍالسفلى ته واستاوه چيرته چې زُبيد،مارب، زمع او الساحل قبيلې ميشته وې. او دواړو ته يې داسې امر وکړ:‏(‏يسرا ولا تعسرا، وبشرا ولا تنفرا، وتطاوعا ولا تختلفا‏)‏‏.‏ [آساني کوئ او له سختۍ نه ډډه کوئ، زيرى ورکوئ، تشويقوئ يې او زړونه يې مه بدوئ ،  يو له بل سره مرسته کوئ  او اختلاف مه کوئ.] معاذ (رضي الله عنه) تر هغې په يمن کې پاتې  و، تر څو  رسول (صلى الله عليه وسلم) رحلت وکړ. او ابو موسى الاشعري (رضي الله عنه) په حجۍ الوداع کې د رسول اکرم (صلى الله عليه وسلم) خدمت ته ورسيد.

10- د همدان پلاوى:

دا پلاوى په نهم هجري كال كې له تبوك غزا نه وروسته را ورسيد. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ليك ورته وليكه او څه شيان يې چې دوى غوښتي وو وركړل. مالك بن نمط يې د خپل قوم د مسلمانانو امير وټاكه، او د نورو لپاره يې خالد بن وليد (رضي الله عنه) وروليږه، چې اسلام ته يې را وبولي. هغه هلته شپږ مياشتې پاتې شو، هغوى يې اسلام ته رابلل، خو دوى اسلام ونه مانه، بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د خالد په ځاى علي (رضي الله عنه) مقرر كړ، خالد (رضي الله عنه) را ستون شو. علي (رضي الله عنه) د همدان خلكو ته ورغى د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ليك يې ورته ولوست، اسلام ته يې را دعوت كړل، په همدې سره هغوى ټول په اسلام مشرف شول.

على (رضي الله عنه) د خپلې كاميابۍ او همدان قبيلې د اسلام زيرى رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وليږه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته چي دا ليك ورسيد له خوشالۍ نه په سجده پريوت او كله يې چې مبارك سر له سجدې نه پورته كړ ويې فرمايل: ‏(‏السلام على همدان، السلام على همدان‏)‏‏.‏سلام پر همدان، همدان دې سلامت وي.

11- د بني فزاره نماينده ګان:

دغه پلاوى په نهم هجري كال كې له تبوك نه له راستنيدو وروسته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته حاضر شو، شميره يې څه د پاسه لس تنه وو چې راغلل په اسلام يې اعتراف وكړ او ورسره جوخت يې د خپلې بدې ورځې، قحطۍ او وچكالۍ نه شكايتونه وكړل. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) منبر ته پورته شو لاسونه يې پورته كړل، د باران دعا يې وكړه ويې فرمايل: ‏(‏اللهم اسق بلادك وبهائمك، وانشر رحمتك، وأحْي بلدك الميت، اللهم اسقنا غَيْثاً مُغِيثاً، مريئًا مَرِيعاً، طَبَقاً واسعاً، عاجلاً غير آجل، نافعاً غير ضار، اللّهم سقيا رحمة، لا سقيا عذاب، ولاهَدْم ولا غَرَق ولا مَحْق، اللّهم اسقنا الغيث، وانصرنا على الأعداء‏)‏‏.‏ يا لويه خدايه! خپل ښارونه او چارپايان سيراب كړه! رحمتونه دې نازل كړه، دا مړ (وچ) ملك بيرته ژوندى كړه، خدايه! داسې باران راباندې وكړه چې درد مو دوا كړي، آرامي راته راوړي، ګټه را ورسوي، ډير پراخ وي، زر وي وروسته نه، ګټور وي، تاوان ونلري! لويه خدايه! د رحمت باران غواړو، نه د عذاب باران او نه داسې باران چې نړوونكى، ډوبونكى او له مينځه وړونكى وي! لويه خدايه! پر مونږ باران وكړې، او پر دښمن برلاسي او نصرت را په برخه كړې! (١)

12- د نجران پلاوى:

نجران د مكې جنوب د يمن لور ته اوه منزله ليرې  پروت لوى ښار دى. نجران دري اويا   (٧٣) كلي درلودل، سپور په تيز رفتار سره په يوه ورځ كې ورسيدلى شواى.(٢)

دلته يو لك مسيحي جنګيالان هم وو. د نجران هيئت په نهم هجري كال كې مدينې ته راغى. پدې پلاوي كې 60 كسان وو، چې 24 يې سرداران وو، درى يې هغه وو چې د نجران مشرتابه يې په غاړه وه:

الف: عاقب چې نوم يې عبدالمسيح ؤ، نوموړي د حكومت مشري په غاړه درلوده.
ب : سيد چې نوم يې ايهم يا شرحبيل ؤ، ده د سياسي او فرهنګي چارو مسئووليت درلود.
ج:  اسقف چې نوم يې ابو حارثه بن علقمه ؤ او د ديني چارو رياست يا ديني مشرتابه ورسره وه.

دغه نمايندګان چې مدينې ته راغلل له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره يې وكتل، يو له بل نه يې څه پوښتنې وكړې. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) اسلام ته راوبلل، قرآنكريم يې ورته تلاوت كړ، دوى د اسلام له منلو نه معذرت وغوښت، د عيسى (عليه السلام) په هكله يې  دده نظر وغوښت.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پدې ورځ ځواب ورنكړ تر څو دا مبارك آياتونه نازل شول:      ((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (59) الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلا تَكُنْ مِنْ الْمُمْتَرِينَ (60) فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَؤا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَةَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ)). (آل عمران: 59- 61)

[بيشكه صفت  د عيسى په نزد د الله د آدم د صفت او مثال په شان دى. الله پيدا كړ آدم له خاورو څخه بيا يې وويل ده ته بشر شه پسې بشر شو. حق هغه دى چې راغلى دى له جانب د رب ستا، نو مه كيږئ له شك كوونكو نه، نو هر څوك چې جګړه او مناقشه كوي له تا سره په باره د عيسى (عليه السلام) كې وروسته له هغه چې حاصل شو تا ته صحيح علم د عيسى په بندګۍ او نبوت كې نو ووايه اې محمده (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) راځئ چې راوبولو زامن زمونږ او زامن ستاسې او ښځې زمونږ او ښځې ستاسې او ځانونه خپل او ځانونه ستاسې بيا به التجا وكړو په دعا كې نو و به ګرځوو مونږ (وبه وايو) لعنت د الله په دروغجنو باندې.]

چې سهار شو، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د همدې آيتونو په رڼا كې د عيسى (عليه السلام) په هكله خپل نظر وړاندې كړ بيا يې هغوى (نمايندګانو) ته يوه ورځ وخت وركړ چې فكر او غور وكړي. وروسته دې كسانو د عيسى (عليه السلام) په هكله د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رايه او نظريه ونه منله، اسلام يې هم را نه ووړ.

بل سهار رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پداسې حال كې چې حسن او حسين (رضي الله عنهما) يې پخپل چادر كې پټ كړى، فاطمه (رضي الله عنها) ورپسې شا ته روانه وه، راغى او له دې نصرانيانو نه يې وغوښتل چې راځئ اوس مباهله وكړو! (مباهله دې ته ويل كيږي چې ټول حاضر شي او بيا دعا او التجا وكړي چې الله دې دروغجن هلاك كړي).

هغوى چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) جديت وليد، سره ګوښه شول خبرې يې سره وكړې، عاقب او سيد ورته وويل چې مباهله نه كوو، ځكه كه دا كار مو وكړ او هغه ريښتونى رسول وي، نو بيا به نه مونږ خير وګورو او نه زمونږ راتلونكي نسلونه، ټول به هلاك شو، هيڅ به راته پاتې نه شي ټول به هلاك شو، بالاخره يې دا خبره سره غوټه كړه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به حكم ګرزوي. راغلل او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته يې عرض وكړ د فيصلې واك تا ته دركوو ته چې څه غواړې همغه به دركوو.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) جزيه ورباندې وټاكله. جزيه دوه زره جوړې (جامې او كالي) وې چې زر به يې په رجب او زر نورې به يې په صفر مياشت كې وركوي. دا شرط يې هم ورباندې كيښود چې له هرو دوو حلو (جامو) سره به يوه اوقيه   (152 ګرامه سپين زر) هم وركوي. ددې جزيې په مقابل كې يې دوى ته پوره ديني آزادي او د الله او رسول ذمه او ضمانت وركړ او ليك يې ورته  وليكه.

دې نمايندګانو سوال وكړ چې يو امين شخص دوى ته واستوي. هماغه وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ددې امت امين يعنې ابو عبيده بن جراح (رضي الله عنه) وروليږه تر څو جزيه ورنه راوړي.

وروسته بيا د اسلام نور په نجران كې هم خور شو. سيرت ليكونكي وايي چې :

عاقب او سيد هم نجران ته له رسيدو نه وروسته په اسلام مشرف شول.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دوهم ځل علي (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې له دوى نه صدقې او جزيه راوړي، څرګنده ده چې صدقه له مسلمان څخه اخستل كيږي(1).

13- د بني حنيفه قبيلې پلاوى:

دا اوولس كسيز پلاوى چې مسيلمه الكذاب بن ثمامه بن كبير بن حبيب بن الحارث هم ورسره ؤ په نهم هجري كال كې مدينې ته راغلى١.

د پلاوي غړي لومړى د يوه انصاري كره ورغلل، بيا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته حاضر شول او اسلام يې راوړ. د مسيلمه الكذاب د اسلام په هكله مختلف  روايتونه راغلي دي خو كه دقت وشي دا څرګنديږي چې نوموړي اسلام نه و منلى، د تكبر، غرور، سرغړونې او قدرت غوښتنې څرګندونه يې كړې وه او د هيئت له نورو غړو سره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته نه ؤ حاضر شوى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په لومړي سر كې هڅه وكړه په قولي او فعلي نيكۍ او شفقت سره هغه راجلب كړي، خو كله يې چې وليدل چې نيكي اثر نه پرې كوي نو پخپل فراست سره يې د شر اثرات او نښانې پكې وليدلې.

لدينه مخكې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خوب ليدلى ؤ چې د ځمكې ټولې خزانې دده حضور ته راوړل شي او دوې كرې (د لاس حلقې) ورنه دده په مبارك لاس كې ولويږي. پدې سره رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډير خفه شي او دا ډيرې ګرانې ورباندې تمامې شي، پدې وخت كې وحي ورته وشي چې پف يې كړه، كله يې چې پف كړي دواړه وركې او ايسته شي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ددې خوب تعبير داسې وكړ چې دا دواړه (كرې يا بنګړي) به دوه دروغجن وي چې له ده نه وروسته به ظهور كوي.

او كله چې مسيلمه الكذاب دا تكبر او انكار وكړ او ويې ويل: كه محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ده نه وروسته واك ما ته راسپاري نو پيروي به يې وكړم پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پداسې حال كې هلته تشريف يووړ چې د خرما ونې يوه څانګه يې په لاس كې وه، شاعر يا خطيب يې ثابت بن قيس بن شماس هم ورسره و، له مسيلمه الكذاب او ملګرو سره يې ودريد خبرې يې ورته وكړې. په ځواب كې مسيلمه ورته وويل: كه دې خوښه وي اوس به اختيار تا ته پريږدو، خو پدې شرط چې له تا نه وروسته واك زمونږ شي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏لو سألتني هذه القطعة ما أعطيتكها، ولن تعدو أمر اللّه فيك، ولئن أدبرتَ ليعقرنك اللّه، واللّه إني لأراك الذي أرِيتُ فيه ما رأيتُ، وهذا ثابت يجيبك عني‏)‏. كه دغه د خرما څانګه يا پوستكى را نه وغواړې هم در به يې نكړم، ته د خپل ځان په هكله د الله تعالى امر نه شې بدلولى، كه د شا واړوله، انكار دې وكړ الله تعالى به دې مات كړي، قسم په خداى چې زه تا هغه شخص ګڼم د كوم په هكله چې ما خوب ليدلى، نور به دا ثابت زما په عوض ستا پوښتنې ځوابوي. دا خبره يې وفرمايله او ورنه لاړ.(١)

په پاى كې همغه څه وشول چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې وړاند وينه كړې وه. مسيلمه چې بيرته يمامه ته ستون شو، سوچونه يې كول او بالاخره يې دعوه وكړه چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره په نبوت كې شريك كړى شويدى. په دروغو يې د نبوت دعوه وكړه، څه سجع ويل يې پيل كړل د خپل قوم لپاره يې د شرابو او زنا جواز وركړ، لدې شر سره به يې دا شاهدي هم ويله چې محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د الله رسول دى. د بني حنيفه ځينې خلك پرې وغوليدل ددې دروغجن اطاعت يې  وكړ، ورسره ملګري شول، خبره يې لويه شوه، تر دې حده چې د يمامه په رحمان مشهور شو.

مسيلمه لږ موده وروسته رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته ليك واستاوه چې پكې ليكلي يې وو: زه له تا سره په نبوت كې شريك كړاى شوى يم، نيم واك زمونږ لپاره دى، او پاته نيم د قريشو لپاره. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې په ځواب كې ليك ورته وليكه چې دا آيت يې هم پكې ليكلى و: ((إِنَّ الأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ)) (الاعراف: 128)         [ځمكه د الله تعالى ده، چا ته يې چې زړه وي همغه ته يې وركوي عاقبت د متقيانو دى.](٢)

له ابن مسعود نه روايت دى وايي چې: ابن نواحه او ابن اثال د مسيلمه الكذاب  د قاصدانو په توګه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغلل، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏أتشهدان أني رسول الله‏؟‏‏)‏  آيا پدې شاهدي وايئ او ايمان لرئ چې زه د الله رسول يم؟ دوى وويل: مونږ شاهدي وايو چې مسيلمه د الله رسول  دى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏آمنت باللّه ورسوله، لو كنت قاتلاً رسولاً لقتلتكما‏)‏‏. په الله او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مې ايمان راوړى، كه قاصد او نماينده مې وژلى، نو تاسې به مې حتماً وژلي واى.(١)

مسيلمه الكذاب د هجرت په لسم كال د نبوت دعوه وكړه او په 12 هجري كال د ربيع الاول په مياشت كې د ابوبكر (رضي الله عنه) د خلافت په وخت كې د يمامه په مشهوره جګړه كې د حمزه (رضي الله عنه) د قاتل وحشي په لاس ووژل شو.

دوهم دروغجن او د نبوت مدعي اسود عنسي ؤ، چې په يمن كې را پيدا  او بيا د فيروز له لاسه ووژل شو. فيروز د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له وفات نه يوه شپه او ورځ مخكې د اسود سر غوڅ كړ، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته د وحي په واسطه خبر راغى او بيا دغه خبر له يمن نه د ابوبكر (رضي الله عنه) دخلافت په دوران كې راورسيد٢.

14- د بني عامر بن صعصعه نمايندګان:

پدې ډله كې د خداى دښمن عامر بن طفيل او اربد بن قيس چې د لبيد ميرنى ورور كيده، خالد بن جعفر، جبار بن اسلم او نور شيطانان شامل وو. عامر هغه وحشي ظالم ؤ چې د بئر معونه له اصحابو (رضي الله عنهم) سره يې غدر او خيانت كړى و او 70 كسان يې په شهادت رسولي وو.

كله چې دې هيئت مدينې ته د تګ اراده وكړه لوى شيطان عامر بن طفيل او اربد توطئه جوړه كړه او پدې سره متفق شول چې په چل او فريب سره به رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په قتل رسوي مدينې ته چې ورسيدل، عامر له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره خبرې شروع كړې، اربد د شا له لوري را تاو شو او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) شا ته ودريد  توره يې له تيكي را ايستله، لږ يې چې را وايستله نور يې لاس وچ شو او توره يې ونه شواى را ايستلى، او پدې ترتيب سره الله تعالى خپل رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وساته. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دواړو ته ښيرې وكړې، كله چې ستانه شول الله تعالى په اربد او اوښ يې تندر را نازل كړ دواړه يې وسيځل، عامر د يوې سلولي ښځې كره ورغى هلته يې په ستوني كې يوه غده (دانه) را پيدا شوه، او ويل به يې: آيا د اوښ د غدې په شان غده؟! د سلولي ښځې په كور كې  مرګ!!
بخاري روايت كوي چې عامر د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغى ويې ويل: د دريو شيانو وړانديز كوم خوښه ستا كوم غوره كوې؟
لومړى دا چې د دښتې خلك به ستا او د كليو او ښارونو اوسيدونکي به زما وي، يا دا چې له تا نه وروسته به واك زما وي، او كه نه نو د غطفان لښكرې چې زر آسونه او زر آسپې به وي پكې درباندې راولم.

لدينه وروسته  هغه د يوې ښځې په كوركې په طاعون مرض اخته شو، او هلته به يې ويل: دا غده خو لكه د اوښ د غدې  په شان ده، اوس به د همدې ښځې په كور كې مرم، آس مې راولئ، آس يې راغى پرې سپور شو او د آس په شا يې  ساه وركړه.

15- د تُجيب پلاوى:

دا وفد چې 13 كسان وو پكې د خپل قوم له صدقو سره يو ځاى راغى. د قرآنكريم او احاديثو زده كړه به يې كوله، له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه يې ډير شيان وغوښتل او ډيرې پوښتنې يې ورنه وكړې.
رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه ټول ورته وليكل، ډير پاتې نه شول، كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د تګ اجازه وركړه، دوى لاړل او هغه ځوان يې ورته راوليږه چې له خپل سامان سره يې پرې ايښې ؤ.

ځوان راغى  عرض يې وكړ: يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! صرف ددې لپاره راغلى يم چې له الله نه راته مغفرت او رحمت وغواړې، دا دعا راته وكړې چې الله د زړه غنا را كړي.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) همدا دعا ورته وكړه. لدينه وروسته دا ځوان د بې حده زيات قناعت خاوند ؤ.
د ارتداد په وخت كې په اسلام ثابت او قايم پاتې شو، خپل قوم ته يې لارښوونه كوله هغوى هم په اسلام ثابت پاتې شول.
ددې پلاوي غړي په لسم هجري كال د حجه الوداع په وخت كې هم له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره مخامخ او په زيارت يې مشرف شويدي.

16- د طيئ وفد:

دا پلاوى چې زيد الخيل هم پكې ؤ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته راغلل اسلام يې ومانه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د زيد په هكله فرمايي: ‏(‏ما ذكر لي رجل من العرب بفضل، ثم جاءني إلا رأيته دون ما يقال فيه ، إلا زيد الخيل، فإنه لم يبلغ كل ما فيه‏)‏. ما ته چې تر اوسه د عربانو د كوم شخص ښيګڼې يادې شوې بيا چې هغه راته راغلى نو ليدلي مې دي  چې په هغه كې بيا دومره ښيګڼې نه وي لكه څومره چې ما اوريدلې وي، يوازې زيد الخيل داسې شخصيت دى چې ښيګڼې يې ډيرې زياتې دي او ټولې ماته نه وې بيان شوې. او له همدې امله يې د زيد الخير نوم ورباندې كيښود.

پدې ترتيب سره په نهم او لسم هجري كال زيات پلاوي او نمايندګان مدينې ته راغلل. تاريخ او سيرت ليكونكو پدې لړ كې د يمن، ازد، د قضاعه له بني سعد نه هذيم، بني عامر بن قيس، بني اسد، بهراء، خولان، محارب، بني حارث بن كعب، غامد، بني منتفق، سلامان، بني عبس، مزينه، مراد، زبيد، كنده، ذي مره، غسان، بني عيش او نخع چې تر ټولو وروستى هيئت ؤ ياد كړيدى. د نخع پلاوى چې دوه سوه كسان وو د 11 هجري كال د محرم په مياشت كې راغلى ؤ. نور زياتره هيئتونه په  9 او 10 كال كې راغلي وو، ددې هيئتونو مسلسل راتلل پدې دلالت كوي چې اسلامي دعوت په عربي جزيره باندې تسلط موندلى ؤ، د جزيرې ټولو اوسيدونكو مسلمانانو ته د قدر او احترام په سترګه كتل، هغوى پدې واقعيت باوري شوي وو چې د اسلام له اطاعت نه پرته بله لاره په مخكې نلري. مدينه منوره د عربي جزيرې په پايتخت او مركز بدله شوې وه، خو دا هم نه شو ويلى چې اسلام په حقيقي معنى سره ددې ټولو خلكو په زړونو كې ځاى نيولى و. ډير داسې كسان وو چې له خپلو مشرانو نه د پيروۍ په اساس يې اسلام منلى ؤ، زړونه يې د جاهليت، قتل او غارت له ميكروبونو نه بالكل نه وو صفا شوي، په بشپړه توګه د اسلام په قالب كې نه وو جوړ شوي، قرانكريم دې مطلب ته داسې اشاره فرمايي:

((الأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْراً وَنِفَاقاً وَأَجْدَرُ أَلاَّ يَعْلَمُوا حُدُودَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (97) وَمِنْ الأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغْرَماً وَيَتَرَبَّصُ بِكُمْ الدَّوَائِرَ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّؤءِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ))          (التوبة: 97- 98).

[ترجمه: دغه بانډه چيان عرب (كوچيان) په كفر او نفاق كې ډير كلك او د هغوى  په هكله ددې  خبرې امكانات زيات دي چې د هغه دين له حدودو نه بې خبره پاتې شي چې الله پخپل رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نازل كړيدى پدې  بانډچيانوكې داسې كسان شته چې د خداى په لار كې چې څه لګوي نو هغه پر خپل ځان باندې د زور قلنګ ګڼي او ستاسې په باب د زمانې د څرخ انتظار باسي، پداسې حال كې چې د بدۍ څرخ پخپله پر دوى مسلط دى، الله اوريدونكى او عالم دى.]

ورپسې بيا د نورو مدح او توصيف كوي فرمايي: ((وَمِنْ الأَعْرَابِ مَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَؤمِ الآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَاتٍ عِنْدَ اللَّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ أَلا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَهُمْ سَيُدْخِلُهُمْ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ))  (التوبة: 99) [ترجمه: او له همدې بانډه چيانو څخه ځنې داسې دي چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري. او څه چې لګوي هغه الله ته د نژدې كيدو او له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه د رحمت د دعا ګانو اخيستلو وسيله ګرځوي، هو هغه د هغو لپاره د نژديوالي وسيله ده، الله به هغوى په رحمت كې داخل كړي الله غفور او رحم كوونكى دى.]

خو هغه ښاريان چې په مدينه، مكه، ثقيف، همدا راز زيات شمير چې په يمن او بحرين كې وو د هغوى ايمان قوي و او د همدوى له ډلې نه د مسلمانانو سرداران، مشران او لوى صحابيان (رضي الله عنهم) دي١.

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب