پر ښځه د خاوند حقونه

الله عزوجل سړي پر ښځو باندی حاکمان ګرځولي او ډیره لویه مرتبه یې ورکړې ده، ځکه نو په هرې ښځې فرض ده چی د خپل خاوند حکم ومني او په خوښۍ سره یې د هر امر تابعداري وکړي او دا د دې لپاره چې د خاوند پر ښځه ډیر حقونه دي.
خپل خاوند خوشاله ساتل او د هغه رضایت لاس ته راوړل د ښځې لپاره ډیر لوی عبادت دی او خاوند ناراضه او خواشینی کول ډیره لویه ګناه. کله چې ښځه واده شوي نه وي د مور او پلار د لور په نامه یادیږی، خو له واده وروسته هغه د خپل خاوند میرمن جوړیږی او پدې توګه د نوموړې مسئولیت او ذمه داري له پخوا څخه ډیریږي.

ژباړه: ام سمیه نائـب

د هغو ټولو مسئولیتونو تر څنګ چې بلوغ ته له رسیدو وروسته ښځه پرې مکلفیږي، اوس (له واده وروسته) د میړه حقونه هم په ښځه لازمیږي چې ادا کول یې پر هرې ښځې د فرضو د ترسره کولو منزلت لري.
که الله مه کړه کومه ښځه د خاوند حقونه ادا نه کړي نو دنیوي ژوند به یې تباه وي، په قبر کی به ورباندې ماران مقرر شي چې هغه چیچي او په اخرت کی به ددوزخ په ګرم اور سوځول کیږی. یعنی په دنیا او اخرت به به خواره، ذلیله او په ډول ډول عذابونو اخته شی. د دې لپاره نو پر ښځې لازمه ده چی له شریعت سره سم د خپل خاوند  تابعداري او  خدمت وکړي تر څو یې کور په دې دنیا جنت شي.
ښځه هم پر میړه ډیر حقوق لري چې هغه بې شمیره دي ، لکه هغه خوشحاله ساتل ، هغې ته نفقه برابرول ، د هغې دمور او پلار او نورو خپلوانو احترام کول او داسې بې شمیره حقونه چې په راتلونکو لیکنو کې به ذکر شي ، ولې دلته هغه حقوق پر ګوته کوو چې د میړه پر ښځې باندې دي .
د خاوند تابعداري
پر هرې ښځی لازمه ده چی د خپل خاوند اطاعت او فرمانبرداری وکړی ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ښځو ته ددی حکم کړی چی د خپل د خاوند فرمانبرداری وکړی. او د یوی نیکی ښځی لپاره دا مناسبه خبره ده چی د خاوند د حکم منلو کی سستی ونه کړی، پدی شرط چی د الله عزوجل نافرمانی په کی نه وی، چی پدی وخت کی د خاوند له اطاعت څخه زیات مهم او مقدم د خپل خالق او رازق اطاعت دی.
که چیری د کومی ښځی خاوند د ګناه کولو حکم ورته وکړی لکه د سندرو اوریدل، د ټنګ ټکور مجلسو ته تلل، نا محرمو سړو سره کتل او خبری کول، د فرایضو (لمونځ ،روژه او داسی نور) پریښودل نو ددی اطاعت او تعمیل نه انکار کول د مسلمانی ښځی فرض دی او د ثواب وړ خبره ده که څه هم میړه ورته ډیر ګران وي، او که پدی صورت کښی ښځه د خاوند خبره ومنی نو په ګناه کی به اخته شی.

د دې پر ضد که چیرې خاوند خپلې ښځی ته د نفلی مونځ یا دروژې پریښودلو حکم وکړی نو لازمه ده چی د هغه اطاعت وکړی او د نه منلو په صورت کښی به د هغې څخه نفلی عبادت قبول نشی.
عایشه صدیقه رضی الله تعالی عنها نه راویت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرینو او انصارو په یو جماعت کښی ناست وه نو یو اوښ دده په خدمت کی حاضر شو، اوښ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې په سجده شو نو صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم عرض وکړو چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاسو لپاره څاروی او ونی هم سجده کوی زمونږ خو لا حق زیات دی چی ستا لپاره سجده وکړو رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل :
د الله عزوجل عبادت وکړی کوم چی ستاسی پروردګار دی او د خپل ورور عزت وکړی که چیری ما چا ته حکم کولای چی بل چا ته سجده وکړی نو ښځی ته به می حکم ورکوه چی خپل خاوند ته سجده وکړی که چیری خاوند خپلی ښځی ته دا حکم وکړی چی دی اسمانی رنګ غره نه د تور غره په طرف او د تور غره نه د سپین غره په طرف دوره ووهه نو ښځې لپلره همدا مناسبه ده چی د هغه د حکم تعمیل وکړی. (احمد ـ ابن ماجه)

همدارنګه په یو بل حدیث کښی راغلی چی یو ځل معاذ بن جبل رضی الله عنه شام ته تشریف وړی وه، کله چی د هغه ځای نه بیرته راغی نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کښی سجده وکړه رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیرانتیا سره پوښتنه وکړه.
معاذه ! دا څه کوی؟
هغه ورته عرض وکړ چی زه شام ته تللی وم، د هغه ځای خلک مې ولیدل چې خپلو دینی پیشوایانو او د قوم سردرانو ته یې سجده کوله نو زما په زړه کښی دا خیال راغی چی داسی به مونږ هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سجده وکړو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل که چیری ما چا ته د الله عزوجل نه سوا دکوم بل چا لپاره د سجدی کولو حکم ورکولو، نو ښځې ته به می حکم کړی وای چې هغه خپل خاوند ته سجده وکړي. سنن ابو داود

your ads

ژباړه: ام سمیه نائـب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب