پر ملي اقتصاد د زکات اغېزې
مخکې مو دا واضح کړه چې زکات د کومو سرچينوڅخه لاسته راځي . اوس غواړو چې دهغه دلګښت او مصرف جهتونه هم په ګوته کړو.
په قرآن مجيدکې الله (جل جلاله ) دزکات حقداران په تفصيل سره بيان کړيدي اوفرمايې :
انما الصدقات للفقراء والمساکين والعاملين عليها والمؤلفة قلوبهم وفي الرقاب والغارمين وفى سبيل الله وابن السبيل فريضۀ من الله والله عليم حکيم ١
داصداقات په اصل کې دفقيرانو اومسکينانو لپاره دي اودهغوخلکولپاره دي چې دزکات دلاسته راوړلوپه چاروکې مؤظف وي اودهغوى لپاره دي چې دچازړه مايلول يې هدف وي ،همدارنګه دغلامانو په ازادولو اودپوروړيو په مرسته کولوکې اودالله ( جل جلاله ) په لاره کې دمسافرو دپالنې لپاره دي . يوه فريضه ده دالله (جل جلاله ) له لورې اوالله (جل جلاله ) په هرڅه پوهيدونکى اودحکمت څيـښتن دى .
پورتنى آيت په اصل کې داسلامي حکومت داقتصادي اصلاح پرسياست رڼا اچوي چې دلګښت ځايونه يې پکې په ګوته شويدي چې لنډه تشريح يې په لاندې ډول ده :
١- فقير:
هغه څوک دى چې دخپل ژوند تيرولو لپاره دنورومرستې ته اړوي . دايوعام لفظ دى که څوک په جسماني توګه يادبوډاتوب اوزوړوالي له امله اويادکومې مهاليزې پېښې له امله دنورو مرستې ته اړوي ، که هغه ته مرسته ورکړاى شي نوپه آينده کې په خپلوپښو دريدلاى شي ، لکه يتيمان ،کونډې ښځې ،بې کاره خلک چې دمهاليزو پيښو ښکارشويدي
٢– مسکينان:
هغه ټول وګړي چې دمسکين والي صفت پکې وميندل شي ، دمسکينۍ په کليمه کې عاجزي ، بې وسي ، بې چاره ګې اودزلت مفهومونه شامل دي ،نبي کريکم (صلى الله عليه وسلم ) ددې کلېمې دتشريح په لړکې داسې فرمايې :
المسکين الذى لايجدغنى يغنيه ولا يطن له فيصدق عليه والا يقوم فيسئال الناس .
ژباړه : مسکين هغه دى چې دخپل احتياج په اندازه مال نه مومي اونه پيژندل کيږي چې څه مرسته ورسره وکړاى شي اونه له چانه څه غواړي .
ګواکې چې هغه يوشريف سړى دى چې غريب دى ، دادټولنې دنيکو وګړو کاردى چې دخپل چاپيريال دداسې وګړو خبرواخلي .
٣- عاملين:
يعنې هغه کسان چې دخپل ملت صدقات راټولوي او دترلاسه شوي مال ساتنه کوي اودهغې دحساب کتاب او ويشلو لپاره دحکومت له لورې په دنده ګمارل شوي وي ، داسې کسان که څه هم مسکينان نه وي دهغوى معاشونه به په هرحال کې دزکات له پيسوڅخه ورکول کيږي .
الله ( جل جلاله ) دسورۀ توبې په ١٠٣ آيت کې فرمايي : خذ اموالهم صدقه .
ژباړه : ددوى دمالونوڅخه صدقه واخلئ
داپردې دلالت کوي چې دزکات راټولول او ويشل داسلامي حکومت له مسؤليتونو څخه دي .
پدې لړکې داخبره ديادولو وړده چې نبې ( صلى الله عليه وسلم ) په خپل ځان اوکورنۍ دزکات مال حرام ګرځولى ؤ .
٤- مؤلفۀ لقلوب:
هغه کسان دي چې دچازړه مايل کول يي هدف وي دزړه دتاليف مانا دزړه نرموالى دى ،له دې حکم څخه مطلب دادى کوم کسان چې داسلام په مخالفت کې جذباتي وي ، هغوى ته په مال ورکولو دهغوى ددښمنۍ جذبه سړول کيداى شي ، يا کوم کسان چې داسلام په مخالفت دکفاروپه ډله کې داسې وي چې هغوى ته يوڅه مال ورکړاى شي ، هغوى دمسلمانانومرستندوى کيداى شي ياکوم کسان چې نوي مسلمانان شوي وي او دهغوى له پخوانۍ دښمنۍ او کمزورۍ نه داپته لګيږي چې که هغوى ته مال ورنکړاى شي نوبيرته کفرته ګرځي ، داسې کسانو ته ټاکلي معاشونه او په مهالنيزه توګه ديوڅه پيسو ورکول چې داسلام ملاتړ اومرستنديان وي او ياتابع اوفرمان وړونکي شي اويالږترلږه بې ضرره دښمنان وګرځول شي ، پدې لړکې غنيمتونه اونورې ګټې وټې استعماليداى شي ،دداسې کسانولپاره داشرط نده چې هغه مسکين ، فقير او مسافر وي ، بلکې که شتمن او رئيس هم وي بياهم دزکات اخيستلو مستحق دي .
پردې خبره دټولواتفاق دى چې دنبي (صلى الله عليه وسلم ) په زمانه کې دمال ورکولو په وسيله دخلکودزړونو دنرمولولپاره معاشونه اوبخششونه ورکول کيدل،خوپدې خبره کې اختلاف دى چې ايا له پيغمبر( صلى الله عليه وسلم ) څخه وروسته هم دا کارکيده اوکه نه.؟
دامام ابوحيفه (رح) اودهغه دملګرورايه داده چې دحضرت ابوبکر( رضى الله عنه ) له زمانې راپدېخوادالړۍ بنده شويده اواوس مؤلفة ا لقلوب ته څه نه ورکول کيږي .
دامام شافعي (رح) رايه داده چې دفاسقومسلمانانودزړه نرمولولپاره دزکات څه مال ياپيسې ورکول روادي ، خوکفاروته دې نه ورکول کيږي ،دځينونوروفقهاؤپه نظرکه ضروت ورته پيښ شي نودمؤلفة القلوب برخه اوس هم شته
دحنفيانواستدالا ل پدې کې دى چې دنبي( صلى الله عليه وسلم) تر رحلت وروسته عيينه بن حصن اواقرع بن حابس ابوبکرصديق ( رض) ته راغلل اوهغوى يوه ځمکه له هغه وغوښته ،هغه ورته دبخشش فرمان وليکه ،هغوى غوښتل چې داثبات لپاره دنورومشهورو صحابه ؤ ګواهي هم پردې فرمان ثبت کړي ،لکه چې نوروصحابه ؤپرې ګواهۍ وليکلې ،خوکله چې داکسان حضرت عمر(رض) عنه ته ورغلل هغه چې فرمان ولوست دهغوى پروړاندې يې څيري کړاوهغوى ته يې وويل چې بې شکه نبي (صلى الله عليه وسلم ) ستاسې دزړونو دنرمولو لپاره بخششونه درکول خوهغه داسلام دکمزورۍ زمانه وه ، اوس الله (جل جلاله ) اسلام دا ستاسې په څيرخلکونه مستغني ګرځولى دى ، هغوى بيرته ابوبکرصديق (رض) ته ورغلل او ورته يې وويل چې خليفه تاسې ياست اوکه عمر ( رضى الله عنه) ؟ خونه حضرت ابوبکرصديق (رض) پدې خبره له سره اجرئات وکړل اونه نورو صحابه کرامو دعمر (رض) دنظرمخالفت وکړو، پردې حنفيان دادليل راوړي چې کله دمسلمانانو شمېرزيات شي اوهغوى ځواکمن شي چې په خپلوپښوودريږي نوهغه علت نه پاتې کيږي دڅه لپاره چې دمؤلفة القلوب برخه ټاکل شوې وه ،نوځکه دټولوصحابه کرامو په اتفاق دابرخه له منځه تللې ده
دامام شافعي (رح) دليل دادى چې دمؤلفهةالقلوب لپاره کافرانو ته د زکات له ماله مال نه ورکړه دنبي ” صلى الله عليه وسلم ” څخه ثابته نه ده څومره پيښې چې په احاديثو کې مونږګورو ،دهغوټولونه دامعلوميږي چې نبي ” صلى الله عليه وسلم ” کفاروته داسلام په باپ دزړه دنرمولولپاره څه ورکړي ، هغه يي دغنيمت له مال نه ورکړي دي ،د زکات له مال نه يي نه دي ورکړي زمونږپه نظرحق دادى چې دمؤلقةالقلوب برخه دقيامت تر ورځې بايد وي اودله منځه تللو لپاره يې هيڅ دليل نشته ، بې شکه حضرت عمر “رضى الله عنه “چې څه وويل هغه بيخي صحيح ؤکه اسلامي حکومت دکافرودزړه دنرمښت لپاره مال لګول مناسب نه ګڼي نو چاپرې فرض کړې نه ده چې خامخادې په دې لارکې يو څه ناڅه مال ولګوي ، خوکه کوم وخت يې اړتياپيداشي نوالله “جل جلاله”چې ددې کارلپاره کوم ځاى ټاکلى هغه بايدموجودوي ،دحضرت عمر”رضى الله عنه”اوصحابه کراموچې په کوم کار سلاوه ،هغه يواځې همدومره وه چې دهغوى په زمانه کې چې کوم حالات ووپه هغې کې چاته دزړه دمايلولولپاره څه اړتيانه وه له دې نه ددې نتيجې دراايستلو کوم معقول دليل نشته چې داصحابوکرامواجماع داکارترقيامته بند کړى دى ،چې په قرآن کې دځينومهمومصلحتونولپاره منل شويدي .
دامام شافعي (رح) نظر تردې حده صحيح ښکاري چې کله له حکومت سره نوراقتصادي مدرکونه وي نودزړه مايلولوپرمدرک دزکات مال بايدونه لګول شي.
خوچې دزکات دمال نه پدې اړوند دکار اخيستنې اړتيا پيښه شي نوبياددې تفريق لپاره هيڅ اړتيانشته چې پرفاسقانو دې دزکات مال ولګول شي اوپرکافرانودې نه لګول کيږي . نوځکه چې په قرآنکريم کې دزړه مايلولو لپاره کومه برخه ټاکل شويده هغه دهغوى دايمان ددعوت پربنياد نده ايښودل شوې ،بلکې پدې اساس ده چې اسلام دخپلومصلحتونو په خاطردهغوى زړونه مايلول هدف دي اوهغوى داسې وګړي دي چې زړونه يې يواځې دمال په واسطه نرميدلاى شي دغه اړتيااوصفت چې هرچيرته وليدل شي هلته دمسلمانانو امام داړتيا په اندازه دزکات دمال لګولو دقرآن له مخې اختيارلري ، نبي (صلى الله عليه وسلم ) که کفاروته لدې درکه څه ندي ورکړي چې هغه (صلى الله عليه وسلم ) سره دنورومدرکونو مال موجودؤ اوکه نه نوکه دهغه په وړاندې په کفارو دزکات دمال مصرفول ناروا واى نوهغه (صلى الله عليه وسلم ) به يې تشريح کړې وه
٥-فى الرقاب:
يانې په غاړه خلاصولو اودغلامانو اودجګړې دبنديانو په ازادولو کې دزکات دمال لګښت اومصرف :
ددې دوه شکلونه دي ،يوداچې کوم غلام له بادارسره تړون کړى و ي چې زه تاته دومره پيسې درکوم ته به ما ازادوې ،دغه غلام ته دازادۍ په قيمت کې دزکات مال ورکړاى شي .
دوهم داچې په خپله دزکات په پيسو غلام واخيستل شي اوازادکړاى شي البته په دوهم ډول کې دځينوصحابه وو اختلاف هم شته .
٦- پوروړى:
يانې داسې پوروړى که په خپل ټول مال پورونه ورکړي نوله هغه سره دنصاب نه لږمال پاتې کيږي که څه هم هغه ګټونکى وي اويابي کاره اودکلي او ولس خلک يې فقير ګڼي اوياغني ، په دواړوصورتونوکې هغه سره مرسته دزکات دپيسونه کيداى شي . خودزيات شمېر فقهاؤ رايه داده چې که کوم څوک په بدعمليو اوبدخرچيو خپل مال مصرف کړي اوځان پوروړى کړي دهغه سره څه مرسته پکارنده ترڅوچې توبه ونه کاږي .
٧- فى سبيل الله يانې دالله (جل جلاله ) په لارکې دزکات ورکول:
دخداى (جل جلاله ) دلارې کليمه عامه ده ، ټول هغه دنيکۍ کارونه چې دالله (جل جلاله ) رضاء پکې وي ددې لفظ په مفهوم کې شامل دي لدې امله ځينوخلکو دانظر ورکړيدى چې ددې حکم له مخې دزکات مال دنيکۍ په هره چاره کې لګول کيداى شي ،خوحق دادى اودسلفو امامان پدې قائل دي چې دلته فى سبيل الله نه مراد فى سبيل الله جهاد دى ،يانې هغه هڅې اوکوښښونه چې هدف ترې دکفرله منځه وړل اودهغې پرځاى داسلامي نظام قائمول وي .پدې جد اوجهد کې چې څوک کاروکړي دهغوى لپاره دلارې کرايه ،دهغوى لپاره سپرلۍ ، دوسلو او وسايلو داخيستلو لپاره هغوى ته دزکات دمال نه مرسته کيداى شي که څه هم هغوى شتمن اوماړه خلک وي ،اودخپلواړتياؤ لپاره زکات ته اړنه وي
همدارنګه کوم کسان چې په مهاليزه اويادائمي توګه خپل ځان دجهادلپاره وقف کړي دهغوى داړتياوو دپوره کولو لپاره په مهاليزه اويادائمي توګه دزکات له مال نه مرسته کيداى شي
دلته پردې يوه بله خبره پوهيدل پکاردي چې دسلفو امامانو په ويناکې په داسې حالاتوکې ( عزو) کليمه استعمال شوې ده چې دقتال سره هم معنى ده ،له دې امله خلک ګومان کوي چې دزکات په مال کې چې دفى سبيل الله لپاره کوم مدرک ټاکل شويدى هغه يواځې دقتال لپاره خاص دى ، خوپه حقيقت کې جهادفى سبيل الله له قتال نه پراخه مفهوم ارايه کوي اوپرهغوټولو کوښښونو تطبيقيږي چې دکفردکليمې ځوړتيا اودالهې کليمې دلوړتيا اود الله ( جل جلاله ) دين دژوندي نظام په توګه رامنځته کړي ، که څه هم هغه دتبليغ او بلنې په لومړۍ مرحله کې وي اوياد قتال په وروستۍ مرحله کې .
٨- مسافر:
که څه هم په خپل کورکې غني وي خودسفرپه حالت کې مرستې ته اړشي نودده سره مرسته دې هم دزکات له مال څخه وشي ، دلته ځينې فقهاؤ داشرط ايښى دى چې دده سفر دګناه لپاره نه وي يواځې همداسړى ددې ايت دامداد حق لري
خوپه قرآن اوحديث کې داسې کوم شرط نشته اوددين له اصولي لارښونو مونږ ته ښکاره کيږي چې څوک مرستې ته اړشي ، دهغه ګناه دهغه سره دمرستې کولو مخه نه ډپ کوي ،بلکې په واقيعيت کې دګناه ګارو اوپه اخلاقي زوړتيا کې داخته کسانو داصلاح ترټولو ستره وسيله داه چې دمشکلاتو په وخت کې ورسره مرسته وکړاى شي اودښه سلوک په وسيله دهغه دنفس دپاکولو کوښښ وکړاى شي
اوس پوښتنه داپيدا کيږي چې له پورته ډولونوڅخه چاته اوپه کوم حالت کې زکات ورکول پکاردي اوپه کوم حالت کې بايدورنکړاى شي ؟
لومړی:
هيڅوک خپل پلارياځوى ته ، مېړه خپلې ښځې ته اوښځه خپل خاوند ته زکات نشي ورکولاى . ځينې فقهاء داهم فرمايي چې داسې خپلوانوته زکات ورکول پکارندي چې نفقه يې پرتاواجب وي ياستا شرعي وارثان وي البته لرې خپلوان دزکات حقداردي نه يواځې داچې حقدار دي بلکې دير حقدار دي .
دويم:
زکات يواځې دمسلمان حق دى نامسلمان ته به زکات نه ورکوي ، په حديث شريف کې يې داسې تعريف راغلى دى .
تؤخذ من اغنياء کم وترد فى فقداء کم ( ستاسې له مالدارانو اخيستل کيږي اوستاسې غريبانو ترمنځ ويشل کيږي ) البته نامسلمانوته له عاموخيراتونونه برخه ورکول کيږي اوپه هغې کې دمسلمان اونامسلمان فرق نشته .
دريم:
امام ابوحنيفه ، امام بويوسف اوامام محمد (رح) فرمايي چې دهرکلي زکات دهمغه کلي فقيرانو تر منځ ويشل پکار دي له يوکلي ته ليږل ښه ندي . مګرداچې هلته دزکات ورکولو حقدار نه وي يابل ځاى داسې مصيبت راغلى وي چې هلته دلرې اونږدې سيمونه امداد ضروري وي ، همدانظرد امام مالک (رح) اوابوسفيان ثوري (رح) هم دى ، خوله دې نه هدف داندى چې له يوځاى نه بل ځاى ته دزکات ليږل ناروادي .
څلورم:
امام ابوحنيفه ( رح) اودټولو حنفيانو نظر دادى چې له چاسره ترپنځوسو روپيو کمې وي هغه زکات اخيستلاى شي ، پدې کې دکور سامان ، آس اوخدمتګارشامل ندي . نورعلماء بيادميعيار دولسنيمې روپۍ ښايي ، په دې معامله کې يوقانون اوبل غوره والى دى په دې دواړو کې فرق دى .نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) فرمايي چې دچاسره دسهار اوماښام دخوړو وسايل وي اونورو ته لاس اوږدوي دځان لپاره اور جمع کو ي اوپاتې شو قانون ، پدې کې وروستې حد بيانول پکاردي چې ترکومه ځايه سړى زکات اخيستلاى شي .
لکه چې په نورو احاديثو کې يې ليدلاى شو نبي کريم ( صل الله عليه وسلم ) فرماني :
للسائل حق وان جاء على الفرس ( دسوالګرحق دى که څه هم په اس سپور راغلى وي )
له ټولو احاديثو معلوميږي چې څوک دنصاب له اندازې لږ مال ولري هغه زکات اخيستلا ى شي ، دابله خبره ده چې دزکات اخيستلوحق يوازې دحاجتمندودى ، يوه ضروري خبره داده چې په اسلام کې ټول کارونه دټولنې دنظم سره سرته رسيږي ، يواځې والى اسلام نه خوښوي ، له جماعت پرته ځان ته لمونځ هم کيږي خوشريعت داغواړي چې له جماعت سره دې اداکړاى شي .
خذ من اموالهم صدقة تطهرهم وتزکيهم بها .
دلته نبي اکرم (صلى الله عليه وسلم ) ته الله (جل جلاله ) فرمايي چې ته له دوى نه زکات واخله ، مسلمانانوته يې ندي فرمايلي چې تاسو ځان له ځان له زکات وباسئ .همدارنګه دزکات راټولونکو دحق نه هم ښکارکيږي چې دزکات اصلي لاره داده چې دمسلمانانو امام يې په اصولي توګه راټول او په اصولي توګه يې وويشي .
په نبوي دوره کې د زکات دټولولومسئولين:
ابن حشام ، ابن جرير، ابن يثر((رح)) ټولوليکلي دي چې درسول الله (صلى الله عليه وسلم ) په وخت کې په هر کلي کې دزکات دراټلولولپاره اميران ټاکل شوي وه ، همدا راز دځينې سيموحاکمان هم دخپلودندودسرته رسولوپرته دزکات اوصداقاتوپه راټولولومؤظف وه داحاديثوپه کتابونوکې زکات راټولوونکوته مصدقين هم ويل شوي دي (دصدقاتوراټولوونکي )، دڅومشهوروزکات ټولونکواميرانونومونه په لاندې ډول دي :
مهاجر بن ابي امير(رضى الله عنه ) ديمن په صفاکې ، زيادبن لبيد انصاري (رضى الله
عنه ) په حضرموت کې ، عرب بن حاتم(رضى الله عنه ) په بنوطۍ اوبنواسد کې ، زيرقان بن بدر (رضى الله عنه ) دبنوسعد په يوه بله علاقه کې ، مالک بن يوبره (رضى الله عنه ) په بنوحنظله کې ، علاء بن الحفرمي (رضى الله عنه ) په بحرين کې ، ابي طالب (رضى الله عنه ) په نجران کې
دزکات په اقامه اوټنګښت کې داسلامي دولت مسؤليت:
مخکې مووويل چې زکات يوثابت اومعلومدارحق دى ، زکات هغه اصل دى چې قرآن کريم دهغه عاملين په ګوته کړي دي چې زکات راټول کړي اواسلامي دولت ته يي بايد وسپاري ، مګر کله چې مسلمانان دزکات په اداکولوکې وروسته والى اوممانعت کوي نودولت بايد دايماني اواسلامي غوښتنوپه اساس دهغو ى څخه په زورزکات واخلي اوپدې برخه کې له اجرايه قوې څخه کارواخلي لکه څرنګه چې ماليات له موديانوڅخه اخيستل کيږي ، داسلامي دولت له مهموروجايبوڅخه يوهم دزکات اخيستل اودهغه ورکول اوتوزيع کو ل دي مستحقوکسانوته ، زکات داسلام دارکانوڅخه يورکن دى له همدې امله اميرالمؤمنين ابوبکر صديق (رضى الله عنه ) له هغوکسانوسره چې زکات يې نه ورکووجنګ اعلان کړ ، زکات دشتمنواومالداروخلکوپه مالونوکې دغريبانانواوفقيرانوحق دى اوددې حق اداکول واجب د ي ، دولت به له مالداروخلکو څخه زکات راټولوي اومستحقو کسانو ته به يې ورکوي ، زکا يوه فردي ښيګڼه اواحسان ندى چې چاته ورکول کيږي مګر هغه څوک چې دالله ” جل جلاله ” اودآخرت په ورځ دهغه (زکات ) دبدلې اوثواب اميد اوارزولري زکات ورکوي ، اوهغه څوک چې دهغه يقين اوباور ضعيفه وي هغه زکات نه ورکوي څرنګه چې زکات ديواجتماعي تنظيم څخه عبارت دى نوداددولت فريضه ده چې دهغه دجمع وارۍ لپاره منظمې ادارې جوړې کړ ي تو څوله شتمنوخلکوڅخه زکات راټول کړي اومستحقينوته يې وويشي
دزکات غونډول داسلامي ددولت وظيفه ده
ددې لپاره چې دزکات راټولول دافرادووظيفه نه بلکې ددولت وظيفه ده نوالله ” جل جلاله ” هغه کسان چې دزکات دراټولولواوتوزيع دنده پرغاړه لري د( عاملين عليها) په نوم ياد کړي دي اودهغوى لپاره يې ونډه دزکات په مالونوکې په ګوته کړېده تر څوخپل ضروريات ددې لارې څخه رفع کړ ي اودبل لورې هغوى هڅول کيږي تر څوپه ښه توګه يې ترسره کړ ي ، نواساسي مسئله دزکات دجمع اورۍ اودهغې ويش په ټاکل شووموضوع ګانوکې دادى چې بايد والي يااميريا هغه کس چې دزکات راغونډولونمانيده ګي کوي يادشوي کارونه سرته رسول په غاړه واخلي ، که چيرته داسلام لومړني عصرته متوجه شو ، نووبه ګوروچې حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) زکات ټولنيزنظم بللونه فردي احسان هغه خپله زکات راټولولو اوپه خپلو مستحقينو يې ويشلو ، دغه مسؤليت يې دسيمو وليانو ته ورسپارلى وو .
په تيرووختونوکې دزکات لپاره يومسؤل وو چې والي الصدقات په نامه به ياديده ، چې هغه دهغواشخاصو پواسطه چې دزکات دراغونډولو دنده په غاړه لري زکات ترلاسه کاوه .
يومشهورحديث کې دابن عباس (رضى الله عنه ) نه روايت د ى چې ددولت حق يې دزکات راغونډول او ويشل يې مستحقينوته په اثبات رسولې دي ، حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) چې کله معازيمن ته واستاوه ورته يې وويل هغوى پوه کړۀ چې الله ” جل جلاله ” زکات پرتاسوفرض کړى دى چې دشتمنوخلکوڅخه بايد واخيستل شي اوفقيراؤ اومسکينانو ته ورکړل شي که چيرته يې په دې مورد کې له تاڅخه اطاعت وکړنوپوه شۀ چې غوره اوښه مالونه اوارزښتناکه شيان يې وساتې ، دمظلوم دفريادڅخه وويريږۀ ځکه دهغوى دفرياد اودالله ” جل جلاله ” ترمنځ کومه دمانع پرده وجود نه لري . ددې خبرې دليل دادى چې حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چې زکات دمالداروخلکوڅخه بايدواخيستل شي اوغريبانوته ورکړل شي . حديث شريف داخبره واضح کوي چې زکات به دهغې راټولوونکي راغونډوي اومستحقينو خلکوته به يې ورکوي ، زکات بايد نماينده يادامروالي راغونډکړي اوپه هغه چاچې زکات واجب شوى په اداکولو اونه اداکولو بايدازاداو مختار نکړاى شي ، امام ابن حجرداحديث په دليل کې وړاندې کوي وايي چې : امام دزکات د راټولولو اوتوزيع کولو دنده په غاړه لري داکاربه په خپله اويا دهغه وکيل سرته رسوي اوڅوک چې سرغړونه کوي بايد جبرآ ترې واخيستل شي .داټول روښانه دليلونه دي چې دزکات راغونډول داسلامي ددولت يوه ځانګړې دنده ده ، ددې په بناحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) به هرې قبيلې ته ، چې اسلام به يې راوړه يوڅوک ټاکلو چې زکات ددغه قوم له شتمنوڅخه واخلي اومستحقينو ته يې ووشي .
دحضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) نماينده ګانووروسته دغه کړنلاره غوره کړيده . مالدارانوسره لازمه ده چې دزکات راټولوونکو سره مرسته وکړي ترڅو هغو ى وکولاى شي چې خپله وظيفه په ښه توګه ترسره کړي ،په هغه څه کې چې زکات واجب کيږي له دوى څخه پټ نکړي .پدې کار پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) اويارانويې امرکړيدى ، دجريربن عبدالله څخه روايت دى ،يوشمېر بانډه چيان دحضرت محمد (صلى الله عليه وسلم ) خواته راغلل او ويې ويل دزکات راټولولو ځينې مسؤلين مونږته راځي اوپه مونږ ظلم کوي هغه (صلى الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چې له هغوى سره مرسته وکړئ . دحضرت جابر( رض) څخه روايت دى چې پيغمبر (صلى الله عليه وسلم ) فرمايلي دي يوه ډله خلک به تاسوته راشي خشمګي (قهرجن) به وي هغوى ته هرکلى وکړئ هرڅه چې غواړي هغه ترې مه سپموئ که ظلم اوياانصاف وکړي له ځان سره به يې کوي ، که دخپل مال زکات هغوى ته ورکړئ دهغوى دخوښۍ سبب کرځي اوتاسوته به دعاء وکړي . دهغوى دغوصې راوستلو سبب دادى چې هغوى مال غواړي اومال انسان ته ډير ګران وي اوبخل اختياروي .
دانس (رض) عنه څخه روايت دى چې يوکس حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم ) ته وويل که دخپل مال زکات ستانماينده ته ورکړم دالله (جل جلاله ) په وړاندې زما مسؤليت رفع کيږي ؟ هغه (صلى الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل ولې نه ؟ که ته زکات ورکړې ستامسؤليت اداشو ګناهګارهغه څوک دى چې تغيرورکوي
حضرت محمد(صلى الله عليه وسلم ) به چې څوک دزکات راغونډولولپاره ټاکلوهغه ته به يې ډېر نصېحتونه کول چې له هغوى سره په ښه توګه رويه وکړي اودنرمۍ اونيک چلند ځخه کارواخلي پرته له دې چې دالله (جل جلاله ) په حق کې اسانتياوې راولي ، خپلونماينده ګانوته به يې هميشه داخبره کوله چې له عامه مالونوځخه له خپل حق څخه پرته اندک شى هم وانخلي ، اوځينې به يې څارل اومحاسبه به يې ورسره کوله . دبېلګې په توګه ابن بستيه چې بيرته راوګرځيده نومحاسـبه يې ورسره وکړه .
دصحابه ؤ دفتاوو څخه پدې موردکې روايت دى دسهيل بن ابې طالب دپلارڅخه داسې واويې : مال راسره جمعه شوى ؤ چې په هغې زکات لازم شو پدې اړه مې دسعد ابن ابې وقاص څخه پوښتنه وکړه چې ايا دخپل مال زکات په خپله ورکړم اوکه هغه حاکم يازمامدار ته ورکړم ؟ هغوى وويل چې بايد حاکم ته يې ورکړئ.
دامام سعيدبن منصورپه سندکې دعمر (رض) نه روايت دى چې فرمايې : خپل مال امورو اولياؤ ته ورکړئ څوک چې نيک کار کوي دځان لپاره يې کوي اوکه بد کوي هم دځان لپاره يې کوي .
صريح احاديث اودصحابه کرامو قاطع فتوى مونږته داراښايي چې زکات به اسلامي حکومت راغونډوي ، له شتمنوڅخه به يې اخلي اوغريبانو ته به يې وېشي ،مسلمانانو ته لا زم دي چې پدې اړه ددې کارله نماينده ګانو سره همکاري وکړي ترڅودانظام ثابت پاتې شي اوداسلام داصولو څخه يويې استقام پيداکړي اود مسلمانانو بيت المال قوي شي .
ماءخذونه:
١- اســـــــــــلامي ســـــــــياست مولاناګوهر الرحمن
٢- اسلامـــــــــي اقتــــــــــــــصاد سيدابو الاعلى مودودي
٣- اسلامي اقتـــــصاد اوغربت زاهدي احمدزى
٤- درمان فقر ازنګاه قرآنکريم دوکتورسيداجان بيان
٥-فقــــــــــــــــــــــــــــه الزکــــــات دوکتور يوسف قرضاوي
محمد ګلاب توحيديار