د زكات فضيلتونه (ښېګڼې)

زکات ورکول څه ښېګڼې لري؟

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷ ).

يقيناْ هغه کسان چي ايمان يې راوړي دي او کوي دوی ښه عملونه او قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوي زکات شته دوي لره اجر په نزد د رب د دوي او نشته هيڅ ډول ويره پر دوي  باندي او نه به دوي ( هيڅکله ) غمجن کيږي .

هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (سوره النمل ۲-۳ ).

لاښوونه او زيري ورکوونکي دي مؤمنانو ته ( په نعيم سره ) هغه ( مؤمنان ) چي قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي  زکات  او دوي په ورځي د قيامت هم يقين لري  ( چي رابه شي په حقه سره دغه ورځ ) .

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (المؤمينون ۴-۱ ) .

پتحقيق سره بريالي شوي دي  مؤمنان،  (هغه مؤمنان ) چي په لمنځونو کي عاجزي ښکاره کوي ،( هغه مؤمنان )   دوي  له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکي دي، (هغه مؤمنان ) چي دوي د زکوة ادا کوونکي دي .

عَن اَبِي هُرَيرَةَ  قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ   قَالَ اللهُ تَعَلي اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .

دحضرت ابوهريره (رض ) نه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي چي هربنده ته د الله تعالي دا پيغام دي چي اي د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلي خزاني نه تالره  درکړم  ( رواه بخاري او مسلم ) .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب