پر مغز د مېوې او سبزۍ اغېزې

 

که غواړی چې سالم مغز ولری نو مېوې او سبزۍ وخورئ. یا په بل عبارت، څومره چې په زیاته کچه مېوې او سبزۍ خورئ، په هماغه کچه به مو مغز هم سالم او تازه وي. په څېړنو کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورّځ مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري. څېړونکو په لندن کې پر ۱۴۰۰۰ کسانو چې ۴۴ سلنه یې نارینه او ۵۶ سلنه یې ښځې وې د ۱۶ کلونو په موده کې څېړنه کړې ده، چې پایلې یې د  BMJ Open مجلې خپرې کړې دي. دې څېړنې ثابته کړې چې په لندن کې ۸۴ سلنه خلک سبزي او مېوه کاروي. څېړنې دغه راز په ګوته کړې چې د المان ۶۶ سلنه خلک له ښې روغتیا برخمن دي او عمده لامل یې هم د مېوې او سبزۍ ډېر خوراک دی. د څېړنو پایلو ښودلې، هغه کسان چې له مېوې او سبزۍ څخه په کافي اندازه ګټه نه اخلي د مغز فعاليتونه يې هم ډېر ښه نه دي او پر الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب