پر دماغو د دویمې ژبې د زده کړې اغیزې

د برطانيې په ایډنبرا پوهنتون کې په ترسره شوې څیړنه کې دا جوته شوې، چې د دویمې ژبې زده کړه په دماغو ښه اغیز لرلای شي، که څه هم دغه زده کړه په زاړه عمر کې وشي.

دغه څیړنه په ۱۱ کلنو او له دې څخه دلوړ عمر لرونکو په ۲۶۲ وګړو باندې ازمایل شوې، چې د څیړنې په جریان کې دا جوته شوه؛ چې د دویمې ژبې د زده کړې څخه وروسته د دغو وګړو د زده کړې د ژبې فصاحت او د ذهني پیاوړتیا ظرفیت لوړ شوی وو.

له دي وړاندې په څیړنو کې دا خبره شوي وه، چې په دوه ژبو خبرې کوونکي وګړي په دماغي ناروغیو د نورو وګړو پر تله یو څو کاله وروسته اخته کیږې.

د ایډانبرا پوهنتون له لورې دغه څیړنه د اینلز اف نیورالوجې نومې جریدې له لورې خپره شوې ده.

په دې څیړنه کې د ایډنبرا له لورې د ۲۶۲ تنو څخه په ۱۱ کلنې کې د هغوی د ذهنې پیاوړتیا معلومات واخیستل شول او د وخت په تیریدو، چې کله دغه وګړې ۷۰ کلنې ته ورسیدل، نو د دویم ځل لپاره د دوی د ذهني پیاوړتیا معائینه شوه، چې له مقایسې او ارزیابۍ څخه وروسته مالومه شوه، چې د یادو وګړو په ذهنې واک کې څومره تغیر راغلی .

ډاکټر ټامس بیک وایي: “په دنیا کې په لکونو خلک په زاړه عمر کې دویمه ژبه زده کوي، زمونږ په څیړنه کې دا خبره مخ ته راغلې، چې په زوړعمر کې هم د دویمې ژبې زده کړه دماغو ته ګټه رسوي”

د ایډنبرا پوهنتون د مرکز فار کاګنیټیو او کاګنیټیو ایپیډیمیالوجۍ ډاکټر ټامس بیک وايي؛ په دنیا کې په لکونو خلک په زاړه عمر کې دویمه ژبه زده کوي. مونږ په خپله څیړنه کې له دې خبرې سره مخ شوي یو، چې په زوړ عمر کې هم د دویمې ژبې زده کړه د دماغو لپاره ګټه رسوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه څیړنه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو تر منځ شوي وه. په څیړنه کې دخیل ټولو افرادو دا وویل؛ دوی د انګریزي ژبې نه پرته لږ تر لږه په یوه بله ژبه خبرې کولی شي.

تر ازموینې لاندې د یادو وګړو له ډلې ۱۹۵ تنه چې د ۱۸ کلنۍ عمر ته رسیدو څخه مخکې یې دویمه ژبه زده کړې وه او پاتې ۶۷ وګړو د ۱۸ کلنۍ عمر ته له رسیدو وروسته دویمه ژبه زده کړه.

د بوسټن په بارورډ طبې مکتب کې د دوا جوړونې پروفیسر ډاکټر الوارو پاسکوال لیون وویل چې د دوهمې ژبې د زده کړی په اغیز د پوهیدو لپاره دا څیړنه لومړنې ګام وه ،

هغه وویل دا څیړنه ددوه ژبو ویلو توان او ذهنې توان د کمیدو د مخنیوي لپاره ترسره شوه.

[ صفت الله تلاش ]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب