پرته له اور نه احتراق یا سوزیدنه| قرآن علمي اعجاز

پرته له اور نه احتراق یا سوزیدنه

نه ختیزواله ده نه لویدیز واله، هغه بلیدونکې غوړدی چې نور بښی په داسې حال کې چې له اور سره تماس نه لری (النور ۳۵). 
دغه آیت هغه څه ته اشاره لری چې نور خپروی ، په داسې حال کې چې نه په ختیز کې ده اونه په لویدیز کې . یعنې فزیکی ابعاد نه لری اونه د اور له لاری روښانه شوی دی. که داسې فرض شی چې ددې سرچینه یواځې انرژی ده ، نو په ډیر اټکل سره به منظور له برېښنا نه وی . دتیلی اوګازی څراغونو په خلاف په برېښنایی څراغ کې نه څه شی سوزول کیږی اونه هم داور له لارې روښانه کیږی. که فرض شی چې سرچینه انرژی ده نو هغه به برېښنا وی. دتنګستن  فلز دنری تار دتودوخې درجه کله چې دبرېښنا دتېریدو له کبله دوه زرو سانتی ګیریدو ته ورسېږی. دغه رڼا رامینځته کیږی ،  په دغه درجه دحرارت کې ډیر شمېر فلزات ویلې کیږې  خو د تنگستن فلز نه ویلې کیږی. خو سره له دغې ډیرې تودوخې هیڅ شی نه سوزیږی ځکه چې دګروپ په مینځ کې اکسیجن نه شته اودتنګستن تار هم نه کمیږی. څه ډول چې په قرآن کې یادشوی دغه حالت دیوه روښانه ستوری سره ورته والی لری.
باید دا وویل شی چې برېښنا دبشریت دتاریخ یوه ډیره ستره موندنه ده اوټوله نړی یی په اصطلاح روښانه کړی ده. نو ډیر احتما ل شته چې دغه آیت بريښنایی رڼا ته اشاره وی.

موضوع داسې هم روښانولی شو:  نور په ستوری کې  دهستوی تعاملاتو له کبله جوړیږی. ستوری هغه روښانه اوسره څرخېدونکی کتلې دی چې دهستوی تعاملاتو له کبله په ډیره کچه روښنایی اوتودوخه خپروی . دیر غټ ستوری دخپل ځان دځواکمنې جاذبې قوی له کبله انقباض کوی یعنې چې مرکز یی تراکم کوی اوسورکیږی. کله چې دستوری دمینځ دتودوخې درجه ډیره شی اولسومیلیونو سانتی ګریدو ته ورسېږی ، هستوی تعاملات پیلیږی .  دهایدروجن دهستوی ‌ذرو دیوځای کیدو له کبله هغه په هیلیو م بدلیږی. له څلوراتومو هایدروجنونه یو اتم هیلیوم جوړیږی. ددې لپاره چې پروتونونه اونیوترونونه یوځای شی اودهیلیوم هسته جوړه کړی زیاته انرژی آزادیږی. دغه آزاده شوی انرژی دستوری له سطحې نه دنور اوحرارت په شان خپریږی. کله چې هایدروجن ختم شی ، ستوری دهیلیوم په سوزیدو سره مخکې ځی اوپه هم دې توګه درانه اودرانه اتومونه جوړیږی. دغه حالت ترڅو پوری چې دستوری کتله ټوله وسوزیږی دوام مومی.
په داسې حال کې چې په دغو تعاملاتو کې اکسیجن کومه برخه نه لری ، نو دغو تعاملاتو ته احتراق نه شوویلای ، نو هغه وړانګې چې دستورو په سطح کې لیدل کیږی له اوره نه وی. په دې توګه دستوری سوزیدل اودنور خپریدل داور له شتون پرته صورت نیسی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب