د ناروغ حیوان معاینه

ناروغ حيوان معاينه د کلينکې معاينې وروستۍ برخه ده چې په دې کې د يوې فاصلې څخه د حيوان کتنه او د پوزې څخه تر لکۍ پورې د حيوان د بدن دبيلابيلو برخو معاينه شامله ده چې بايد په لاندې ډول ترسره شي:

يوې فاصلي څخه د ناروغ حيوان معاينه

‌عادات:

۱- حيوان څه ډول عادت لري؟

۲- حيوان هيجاني، په قهر او که ارام دی؟

۳- ايا حيوان دردمن او د فشار لاندې ښکاري؟

your ads

۴- ايا ځان په لغتو وهي؟ ايا سر غورځوي؟

وضع او حرکت:

۱- حيوان څنګه ولاړ دی؟

۲- ايا ملا يي کږه نيولې؟

۳- ايا اوږه يي راوتلې؟

۴- ايا پښه يي پورته نيولې؟

۵- څنګه حرکت کوي او که حرکت نشي کولی؟

د بدن حالت:

۱- ايا حيوان چاغ، خوار او که ډير کمزوری دی؟

۲- پوستکی او د بدن باندنی پوښ يي څنګه دی؟ ايا پوستکی وچ او چرمي دی؟

۳- ايا ځان چېچې او يا په نورو شيانو پورې مښي؟

تنفس:

۱- ايا حيوان نورمال تنفس کوي او که تنفس يي ستونزمن دی.

۲- ايا حيوان ورو او عميق تنفس کوي او که لنډ سطحي تنفس کوي؟

۳- ايا د تنفس په وخت کې ګيډه د سيني خواته کش کوي؟

۴- ايا تنفس په وخت خراری (خرخر) کوي کنه؟

فضله مواد او متيازې کول:

ايا تشي متيازې او فضله موادو په نورمال ډول خارجيږي.

د روغ او ناروغ حيوان نخښې:

عمومي حالت نورمال حالت غير نورمال حالت
حرکت منظم قدمونه اخلي ، د رمې يا سره يو ځای روان وي او قوي پښې لري غير منظم حرکت کوي پښي يي ښويږي او د رمې څخه شاته پاتې کېږي
عادات بيدار او سر يي جګ نيولي وي نارامه، يوازی او مړاوی وي.
پوزه او پوز يي د پوزې څخه ترشحات راځي په غوايانو کې پوز يي مرطوب وي په پسونو کې پوزه پاکه او وچې وي. د پوزې څخه مايعات راځي او په غوايانو کې پوز وچ وي
سترګې بيدارې، روښانه او ترشحات نه لري اوښکې بهيږي او ترشحات لري او سرې، ګلابې، قهوه يي او سپين رنګه وي.
خوله خوله پاکه او شخوند وهي په شونډو ګريدلي زخمونه ليدل کېږي ورو شخوند وهي او که په غاښو کې ستونزه وي نا مکمل شخوند وهي.

غوږونه غوږونه وچ، ولاړ او د اواز سره سم هغه طرف ته حرکت کوي او د مچانو په مقابل کې چټک غبرګون ښېي. غوږونه ځوړند او د اواز په مقابل کې غبرګون نه ښيي
مخاطي غشاګانې مخاطي غشاوي ګلابي يا سرې وي او د وينې واړه رګونه پکې روښانه معلوميږې. مخاطي غشاوي سپينې رنګ الوتې، زيړې او يا تياره رنګه سرې وي.
ويښتان ښويه، ځليدونکې او د څټلو نخښي پکې ليدل کېږي زيږه او نيغ ولاړ وي.
تنفس د استراحت په وخت کې منظم او د حرکت او ګرمي موسم کې د تنفس سرعت زيات وي چټک او غير منظم تنفس لري

شخوندوهل او اشتها نورمال خوراک او څښاک کوي او شخوند وهي. نورمال خوراک، څښاک نه کوي او شخوند نه وهي.
غولانځه، تيونه او شېدې روغ تيونه، ښويه او پاکه غلانځه لري پاکې او ډېرې شېدې توليدوي. تيونه بند او يا زخمونه پکې ليدل کېږي په شېدو کې وينه او يا نور شيان وي، غولانځه پړسيدلې وي چې نخښي د غولانځې د لمس په وخت کې درد او ګرموالی وي.
د فضله موادو ډول ډير نرم او ملايم اسهال او قبضيت
تشې متيازې شفاف رنګ لري او د متيازو کولو په وخت کې درد او ستونزه نلري. خيره او سور رنګ لري او د متيازو کولو په وخت کې درد احساسوي.

د نبض جستول:

د حيوان د معاينې په وخت کې د نبض جستول ډېر مهم دی، په انسانانو کې د نبض اخستنه ډېره اسانه ده او په حيواناتو کې ستونزمنه او ډېرې تجربي ته اړتيا لري.

۱- په پسونو او وزو کې نبض د وروستي ورانه داخلي پورتنۍ برخه کې لمس کېدای شي او د نبض چټکتيا په بالغو حيواناتوکې۱۳۰-۷۰ ځله په دقيقه کې وي.

يادونه: په ځوانو او کوچنيو حيواناتو کې د نبض اندازه ډېره لوړه وي. د نبض اخستلو لپاره بايد د لاس د لومړيو دوه ګوتو څخه کار واخستل شي.

د ناروغيو مهم عوامل:

ناروغي کېدای شي په حاد او مزمن ډولونو طبقه بندي شي.

په حاد ډول سره ناروغي په چټکۍ سره شروع کېږي او په لنډه موده کې حيوان له منځه وړي او يا روغيږي. مزمنې ناروغۍ د اوږدې مودې لپاره دوام کوي او حيوان ډير ضعيفه کوي. عموماُ ناروغي په عفوني ( چې د يو حيوان څخه بل ته انتقاليږي) او غيرعفوني( چې د يو حيوان څخه بل ته نه انتقاليږي) ډولونو موجود وي. غير عفوني ناروغي د بدن د اړتيا وړ غذا لکه ويټامينونه معدني مواد او نورو په نه ورکولو سره رامنځ ته کېږي همدارنګه د کېمياوي يا نباتي مسموميتونو، غوڅيدو، هډوکې ماتيدو او سوزيدو پواسطه هم منځ ته راځي.

ځيني غير عفوني ناروغي د موراو پلار څخه اولاد ته د وراثت له لارې هم انتقاليږي.زياتره غير عفوني ناروغي مزمنې وي ولي په حاد شکل هم پيدا کېږي غير عفوني ناروغي د غوښې، شېدو او وړيو د زيات ضايع کېدو سبب ګرځي.

باروړونکې حيوانات په ښه ډول کار نشي کولی ، تناسل سيستم يي ضعيفه وي بچېان يي مړه پيدا کېږي او يا د مور څخه د بيليدو مخکې مړه کېږي ، د مزمنې ناروغۍ په صورت کې حيوان روغ ښکاري ولي که دناروغي عامل وپيژندل شي او له منځه يوړل شي د حيوان په توليد کې زياتوالی راځي عفوني ناروغي هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې بدن د ډيرو کوچنيو ژونديو مکروبونو تر حملې لاندې راشي.

د ناروغيو خپرېدنه:

عفوني ناروغي د لاندې لارو څخه خپرېږي:

۱- د حيواناتو يو د بل سره مستقيم تماس .

۲- د خوړو او اوبوله لارې

۳- د ناروغو حيواناتو د فضله موادو او ادرار له لارې

۴- د مچانو، کنو، سپږو او ورګو پواسطه

۵- د چټلې غوجلې يا اوسيدو ځای پواسطه

۶- ډير واړه او ډير زاړه حيوانات زر په ناروغۍ اخته کېږي

د عفوني ناروغيو مخنيوی:

۱- ددې لپاره چې حيوانات سالم وي نو بايد د انسانانو په څير پاک وساتل شي، حيواناتو ته بايد پاک خواړه، اوبه او د اوسيدو پاک ځای برابر شي.

۲- ناروغ حيوانات بايد د روغو څخه جلا وساتل شي.

۳- ځينې ناروغۍ د درملو پواسطه تداوي کېږي.

۴-د واکسينو پواسطه حيوانات د ځانګړو ناروغيو څخه ژغورل کېږي.

۵- اضافي مواد او مړه حيوانات بايد ضايع او له منځه يوړل شي.

د غير عفوني ناروغيو مخنيوی:

غير عفوني مزمنې ناروغۍ زياتره د ناروغۍ په توګه نه تشخيصيږي. ناروغه حيوانات ممکن مړه نه شي بلکه شېدې، غوښه او وړۍ نه توليدوي او کار هم نه شي کولای.که چېرې په دوامداره توګه حيواناتو ته ښه غذا، اوبه ،معدني مواد او ويټامينونه ورکړل شي نو غير عفوني ناروغي به کنترول شي پدې توګه به توليدات لکه شېدې، وړۍ او غوښه لوړ شي ډير بچېان به توليد کړي او د کار حيوانات به قوي شي او ډير کار به وکړي .

د ناروغ حيوان د بدن د برخو د نږدې څخه معاينه کول:

د ناروغ حيوان د بدن غړو د نږدې څخه معاينه بايد په ترتيب سره د سر څخه شروع بيا غاړه، سينه، ګېډه، پښې او لکۍ معاينه شي. لومړی بايد د حيوان د حرارت درجه واخيستل شي چې په لاندې ډول تر سره کېږي:

کله چې حيوان ناروغ وي نو د بدن د حرارت درجه يي د نورمالې اندازې څخه لوړه او يا هم ټيټه وي کچېرې حرارت د نورمال حالت څخه لوړ وي نو حيوان تبه لري چې معمولاً د ميکروبي کېدو يا عفونت نخښه ده چې حيوان د بدن ډير مايعات دلاسه ورکوي او مړينې ته ډير نږدې وي

د ناروغيو بيلابيل عوامل:

د کنو څخه رامنځ ته کېدونکې ناروغۍ دخوړو د لږوالي له کبله پيښيدونکې ناروغۍ
هرټ واټر(Heart water) د پروټين او انرژۍ کموالی
ريډ واټر (Red water) تيزابيت (Acidosis)
د صفرا ناروغي يا اناپلازموسيز د رومن يا لري دريدنه
د خولې کېدو ناروغي د ګېډې پړسوب
ويروسي ناروغي مسموميتونه
په پوستکې کې د غوټو منځ ته راتلل
(Lumpy skin disease)

د نباتاتو پواطه
درې ورځنۍ تبه کمياوي سري پواسطه
IBR سيانيد
د موکوزا ناروغي (BVD) Tulp
باکتريايي ناروغي
بلک کوارتر
بوتليزم
انترکس
محرقه يا پاراټايفيډ
ليپتو سپروسيز
پاستورلوسيز
E-coli

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب