يوازې واده کړو لپاره! دغه خواړه مو جنسي قوت زياتوي

ډېری واده کړي ځوانان او پاخه عمر خلک له جنسې کمزورۍ ځوريږي او د دې لپاره له ګڼو غير طبیعي درملو کار اخلي، چې د انساني فطرت، طبيعت او صحت په زيان دي.

که موږ پلټنه وکړو، نو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره الله تعالی داسې طبیعي خوراکونه پيدا کړي، چې له هر ډول جانبي عوارضو پرته د انسان جنسي کمزوري له منځه وړي.

زنک «zinc» په خپل طبيعت کې هغه خواړه بلل کيږي، چې د بدن خشکي او ذهني ستړياوې ختموي، د ذايقې او شامې حس قوي کوي.

جنسي قوت زياتوونکې غذا- انځر، کيله او سټابري «ځمکني توت» د سباناري پر مهال خوړل جنسي قوت زياتوي او د بدن لوند والی زياتوي.

د غرمنۍ پر مهال د جرګ د سينې غوښه، او پنير دواړه ډېر زيات زنک لري.

د دې تر څنګ رومي بانجان او الوکاټ ويټامن اي لري، چې د انسان پوستکی نرم ساتي.

د ماخستن ډوډۍ پر مهال د پسه يا خوسي غوښه په مناسبه اندازه تېلو او اکليل خوشبويه بوټي «Rosemary» په پلاوي وريځو کې او د پلاو سره لږه وريته غوښه ور زياته کړئ، نو د جنسي ځواک لپاره ډېر ګټور دي.

له خوړو وروسته خواږه خوړل جنسي ځواک پياوړی کوي.

که خواږه يا چاکليټ له سټابري سره يو ځای، يا د سټاربري په جوس کې يو يو وخوړل شي، نو د جنسي ځواک په پياوړتيا کې ډېر ګټور دي.

سټرابري ويټامن سي لري او معياري چاکليټ داسې يوه کيميايي ماده لري، چې دماغ تقويه کوي او ذهن ورسره د خوښۍ احساس کوي. د دې تر څنګ چاکليټ کې تيوبرومين او کيفين موجود دي او دا دواړه د خوراک پر مهال د لنډې مودې لپاره جنسي ځواک قوي کوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب