يهودانو سره د رسول الله ص تړون | نبوي سيرت

رسول الله  صلی الله عليه وسلم   په مدينه کې د يوې نوې اسلامي ټولنې بنسټونه کښېښودل او د مسلمانانو  تر منځ يې د عقيدې، سياست او نظام چلونې هر اړخيزه جوړښت ټينگ کړ، مدينې ته ترټولو نږدې نامسلمانان اوسېدونکي يهودان و که څه هم هغوی په زړونو کې مسلمانانو سره سخته دښمني درلوده او دا يې نه غوښتل چې مسلمانان دې په مدينه کې ځواکمن او حاکمان وي خو د مسلمانانو پر خلاف يې په ډاگه په کوم جنگ لاس هم پورې نه کړ خو له شر څخه يې د خونديتوب په موخه  محمد  صلی الله عليه وسلم   ورسره يو دوولس مادييزه  تړون وکړ او په دې تړون کې يې هغوی ته هر اړخيزه ازادي ورکړه چې په ديني او دنيوي چاروکې به په هغوی هيڅ ډول کار نه لري او په لاندې  ټکو يې  تړون ور سره لا س ليک کړ:

۱. د بنوعوف د قبيلې  يهودان د مسلمانانو سره په  مدينه کې  د يو ډول اوسېدو حقوق لري ، مسلمانان به په خپل دين او يهودان  به په خپل دين عمل کوي او دا حقوق د دواړو لوريو پيروانو او نورو يهودانو ته هم حاصل دي .

[irp][irp][irp]

۲. د مسلمانانو او يهودانو هرې ډلې د ورځني ژوند لگښتونه به په خپله غاړه وي .

۳. که چېرې يو څوک د دغه تړون په يو لوري يرغل وکړي نو د تړون ټول لوري به د هغه بيروني دوښمن مخه په گډه نيسي او په تړون کې د شريکو ملگرو ملا تړ به کوي ..

۴.د دې تړون کوونکو اړيکې به د خير غوښتنې او نصيحت پر بنسټ ولاړې وي نه د گناه پر بنسټ ..

۵. يو تن به د بل حليف او تړون کوونکي په گناه سره نه نيول کيږي .

۶ د بې وزله او مظلوم سره به مرسته کيږي .

۷ . ترڅو چې جگړه روانه وي يهودان به د مسلمانانو سره سم په لگښت کې ونډه اخلي .

۸. د تړون په ټولو اړخونو باندې په مدينه کې فتنه را پورته کول نا روا دي .

۹. که چېرې د دغه تړون  داړخونو تر منځ کومه داسې شخړه او اختلاف پيدا شي چې د فتنې وېره يې وه نو پرېکړه به د الله  جل جلاله  او رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د لارښوونو په رڼا کې کيږي .

۱۰ . قريشو او د هغوی مرسته کوونکوته به پناه نه ورکول کيږي .

۱۱. که څوک په مدينه يرغل وکړي نو د تړون ټول اړخونه به په گډه د هغه مخه نيسي او هر څوک به د خپل لوري ساتنه کوي .

۱۲. دا تړون د ظالم او گناه کاره لپاره د پناه او نجات سبب او لامل نه شي جوړېدلی .

دمسلمانانو اويهودانو تر منځ په دې تړون سره په مدينه اوخاوشا کې  يو وفاقي حکومت منځته راغی چې مرکز يې مدينه او رئيس يې محمد  صلی الله عليه وسلم  و او خبر د مسلمانانو چلېده دامن اوسلامتي د پراخوالي لپاره رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د نورو قبيلو سره هم دا ډول تړونونه وکړل .

[irp][irp][irp]

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب