
ویټامین کا څه شی دی؟ Vitamin K
دا ویټامين د وينې د جریان مخنیوی کوي، د لومړي ځل لپاره دام ورته دغه نوم کیښود، همدا رنګه د کواګولیشن ویټامین په نوم هم یادیږي. ویټامین کا په شحمو کې منحل دی حرارت په مقابل کې مقاوم دی خو د نور په مقابل کې حساس دی. شعاعګانې، قلویات، تیزاب او اکسیدایز کوونکې عوامل یې فعالیت له منځه وړي.
د ویټامین کا ډولونه
1:vitK1: په کرم ،رومي ،بانجان او پالکو… کې پیدا کیږي
2:vitK2: په کولمو کې د نارمل پلورا لخوا تولیدیږي
د ویټامین کا جذب:
د نورمال جذب لپاره یې شحمیات ضروري دي، د لمفاوي سیستم له لارې د وینې دورا ته جذب کیږي په ينه کې ذخیره کیږي، د پلاسنټا له لارې مور نه ماشوم ته انتقالیږي.
د ویټامین کا اطراح:
د مواد غایطه سره اطراح کیږي
د ویټامین کا دندې :
د وینې تحثر فکتورونو په نورمال ساتلو کې او فعالولو کې برخه اخلي.
د ویټامین کا فقدان:
فقدان یې د غذا له لارې منځته راځي، ددې فقدان له وجې وینه بهیدنه منځته راځي.
په لاندې حالتونو کې یې کموالی منځ تخ راځي:
1: اسهالات یې د جذب مخه نیسي
2: د انټي بیو ټیکو زیات استعمال، چې فلورا له متځه ودي
3: د ویټامین کا ضد درمل لکه اسپرین، هیپارین
لیکنه: درویش ودان