ویروس څه شی دی؟

ویروس (Virus)  له لاتیني کلمې (Venome) څخه اخيستل شوی دی، چې د (زهرو) په معنا دی. ویروسونه د ناروغیو عامل کوچني موجودات دي، حجره نلري او د ژوندي موجود (کوربه) په حجره کې فعالیت او تکثر کوي.

ویروس له ژوندۍ حجرې څخه بېرون غیر فعاله وي او د ژوند ټولې نښې نه لري او کله چې یوې ژوندۍ حجرې ته داخل شي؛ نو فعالېږي. دا ځکه چې ویروس یا DNA لري او یا RNA او د یو ژوندي موجود لپاره دا دواړه اړین دي او باید په خپله حجره کې دواړه ولري. نو په همدې خاطر ساینس پوهانو ویروس د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو ترمنځ طبقه بندي کړی دی.

ویروسونه تر میکروسکوپي (Microscopic) ژوندي موجوداتو هم ډېر کوچني دي چې (SubMicroscopic) موجودات بلل کیږي، د نوري میکروسکوپ لاندې نه لېدل کیږي، یواځې د الکترون میکروسکوپ پواسطه لېدلو وړ دي.

ویروس ژوندی موجود ندی، بلکه یوه قطعه د هستوي تیزابونو (Nucleic acid) دي چې د پروتیني پوښ (کپسيد) پواسطه پوښول شوی. د ژوندیو موجوداتو د تعریف په اساس چې ژوندی موجود باید کم تر کمه یوه ژونکه یا حجره لرونکي وي، په دې اساس ویروس ژوندی موجود ندی.

د ویروسونو مطالعې ته ویروس پوهنه (Virology) وايي چې په بیولوژي کې د میکروبیولوژي (MicroBiology) یوه څانګه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب