ولې ځینې خاورې تیزابي او ځینې القلي وي؟

د خاورې خواص د هغې د لومړنیو اجزاو او محیطي عواملو پورې تر ډیره اړه لري. کله چې د خاورې لومړني مواد تیزابي خواص ولري نو خاوره هم تیزابي خواص غوره کوي او که چیرې القلي خواص ولري نو خاوره هم القلي خواص غوره کوي، خو ځینې وختونه بیا خاوره د ژوندي (biotic) او غیر ژوندي (abiotic) شرایطو تر اغیزې لاندې راځي او خپل خواص بدلوي.

په عمومي ډول تیزابي خاورې د لاندینیو دلایلو په اساس رامنځته کیږي.
1. ډیر اورښت د خاورې القلي عناصر مینځي او د تیزابي عناصر په خاوره کې په ډیر مقدار سره پاتې کیږي چې د خاورې د تیزابي کیدو لامل ګرځي.
2. کله چې د خاورې لومړني مواد تیزابي خواص ولري.
3. په خاوره کې د ژوندیو موجوداتو د تنفس او د عضوي موادو د تجزيې څخه کاربن په لاس راځي چې د اوبو سره د تعامل په نتیجه کې کاربونیک اسید (H2CO3) جوړوي. همدارنګه یوه اندازه نور تیزاب لکه سلفوریک اسید، نایتریک اسید، لکتیک اسید، ستریک اسید او نور ښايې د عضوي موادو د تجزی څخه په لاس راشی، چې د خاورې د تیزابي کیدو سبب کیږې.
4. د امونیم او نورو تیزابي خواص لرونکو کېمياوې سرو د استعمال په نتیجه کې د خاورې خواص تیزابي ګرځي.
5. د سلفر لرونکو فنګس وژونکو یا سرو په استعمال سره سلفوریک اسید جوړیږي چې د خاورې د تیزابي کیدو لامل ګرځي.

همدارنګه ځینې خاورې د لاندینیو دلایلو په اساس القلي خواص غوره کوي.
1. کله چې د لومړنیو منرالونو او تیږو ټوټې د مختلفو فزیکي، کېمياوي او بیولوژیکي تجزیو له لارې یوه اندازه مالګه په خاوره کې زیرمه کړي. همدارنګه د ابیاري د اوبو لاره په معدنونو وي.
2. کله چې د ځنکلونو او څړځایونو نباتات اوږدې ریښې ولري نو د خاورې له لاندي برخې څخه د خاورې سطحې ته یوه اندازه مالګې انتقالوي او بیا د ځمکې پرمخ پاتې کیږي.
3. د سمندرونو او سیندونو په اړخونو کې د مالګو د زیرمه کېدو یوعامل هم د باد اغیزې دی. د باد په ذريعه د سیند څپې یوه اندازه مالګې په خاورو کې زیرمه کوي.
4. په ښارونو کې د سوند موادو د سوځیدلو له لارې لکه لرګي، د ډبروسکاره، نفت او نور یو اندازه مالګې په خاورو کې زیرمه کیږې. د مثال په ډول داسې شواهد هم شته چې د ښارونو د صنعتي سیمو په خاورو کې هم هر کال ( (80-10کېلو ګرامه پورې سلفیت رسوب کوي.
5. کله چې د ځمکې اوبه د ځمکې سطحې په لور حرکت وکړي د ځانه سره منحلې مالګې د ځمکې سطحی ته انتقالوي او د تبخیر وروسته د خاورې په مخ پاتې کیږي.
6. د اورښت لږوالی هم د القلي خاورو د رامنځته کیدو یو مهم لامل دی.
پدرنښت
کفایت الله کاکړ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب