ولې پر ځينو نجونو شپږ کلنۍ کې میاشتنۍ عادت راځي او د پېغلو غوندې ښکاري؟
ولې پر ځينو نجونو شپږ کلنۍ کې میاشتنی عادت راځي او د پېغلو غوندې ښکاري؟
- Author, ديپالي جګتاپ او سوشيله سېنګ
- دنده, بيبيسي مراټي او هندي څانګه
د ارچنا په نوم یوې مور د خپلې شپږ کلنې لور په بدن کې داسې جنسي بدلونونه ولیدل چې عام یا نورمال نه وو او دا یې ډېره اندېښمنه کړه.
ارچنا وايي، “په دومره واړه عمر کې د داسې بدلون ليدو ووېرولم. لور مې په وړو وړو خبرو غصه کېده. زه یې وضعیت اندېښمنه کړم.”
ارچنا (مستعار نوم) د هند د لویدیځې سيمې ‘ستارا’ په یوه کلي کې پر کرنيزه ځمکه جوړ شوي کوچني کور کې له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره اوسېږي چې یو یې زوی او یوه یې لور ده. لور یې تر زوی مشره ده.
کله چې د ارچنا لور تر خپله عمره لویه په ښکارېدو شوه نو مور یې پرېکړه وکړه چې هغه ډاکټر ته معاینې ته بوځي.
“موږ ته د دې منل سخت وو”
هلته د پلازمېنې ډيلي اوسېدونکي رشي هم په خپله لور کې ورته نښې کتلې وې خو دا خبره یې بابېزه او عادي ګڼلې وه.
د رشي د شپږ کلنې لور وزن ۴۰ کيلو و او ده پرې د یوې “تندرستې ماشومې” ګمان کړی و.
خو یوه ورځ یې لور ناڅاپه شکایت وکړ چې وینه ترې بهېږي.
ډاکټر ته تر تلو وروسته ورته معلومه شوه چې د لور یې حیض یا میاشتنی عادت پيل شوی دی.
رشي وايي، “موږ ته دا هېڅ د منلو نه وه چې په دومره کم عمرۍ کې دې پر هغې حیض راشي. لور مې هم نه پوهېدله چې څه پرې شوي دي.”
یوه ځايي ډاکټر ارچنا ته دا سپارښتنه وکړه چې د نسايي ولادي یوه متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.
د هند د پونې سيمې د ‘مادر هوډ’ روغتون ډاکټر سوشیل ګارود وايي، “کله چې ارچنا خپله لور زموږ روغتون ته راوستله نو له معایناتو وروسته راته جوته شوه چې هغه د بلوغت ټولې نښې لري. د هغې د بدن جوړښت د یوې ۱۴-۱۵ کلنې نجلۍ غوندې و چې په دې عمر کې هره شېبه حیض پيلېدلی شي.”
ډاکټر ګارود وايي چې په دې نجلۍ کې د هغې د عمر نورمالو نجونو پرتله د هورمونونو کچه ډېره لوړه وه او د دې لاملونه بېلابېل کېدلی شي.
دی زیاتوي، “ارچنا راته وويل چې په کور کې يې د حشراتو وژونکې دوا دوه پنځه کیلويي بوشکې ايښې وې او لور به یې د هغوی شاوخوا لوبې کولې. نو دا د نجلۍ په هورمونونو کې د بدلون یو اصلي لامل کېدلی شي.”
ډاکټر ګارود وايي چې په ماشومانو کې له وخته مخکې جنسي بدلونونو ته “تر وخت مخکې یا ژر/وختي بلوغت” او یا (precocious puberty) وايي.
بلوغت هغه پروسه ده چې په ترڅ کې یې د هلک یا نجلۍ په بدن کې یو لړ بدلون راځي؛ د دوی جنسي غړي وده کوي او د زېږون/زېږولو وړتیا پيدا کوي.
د بالغېدو پر مهال تر ډېره د هلکانو پر مخ او د بدن پر ځينو نورو ځانګړو ځایونو ویښتان راخېږي او غږ یې غټ یا ژور کېږي.
د نجونو بیا په داسې وخت کې سيني یا تي غټېږي، مخصصو ځایونو باندې یې ویښتان راوځي او میاشتنی عادت یا حیض یې پيلېږي.
په هلکانو کې په نورمال ډول د بلغوت مهال له ۹ کلنۍ تر ۱۴ کلنۍ او په نجونو کې له ۸ کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ پيلېږي.
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د دروني ودې او د هورمونونو اړوند ناروغیو متخصصه ډاکټره ویشاکي روستيګي وايي چې په تېرو څو کلونو کې يې د نجونو په بدن کې بدلون لیدلی دی.
هغې له بيبيسي سره خبرو کې وویل، “پخوا به مو لیدل چې په نجونو کې د فزيکي بدلون نښو نښانو له رابرسېره کېدو ۱۸ میاشتې یا درې کاله وروسته به یې میاشتنی عادت پيل شو. خو اوس دا موده له درو تر څلورو میاشتو راکمه شوې ده.”
ډاکټره ویشاکي وايي چې اوس په هلکانو کې د بلوغت لومړیو نښو نښانو له رابرسېره کېدو یو یا یونیم کال وروسته د ږیرې او برېتونو ویښتان راخېږي خو پخوا به يې تر څلورو کلونو وخت نیوه.
د هند د طبي څېړنو شورا (ICMR) د ماشومانو د روغتیا څېړنې څانګې ډاکټرې سوچيترا سارو په خپله څېړنه کې وموندله چې په ماشومانو کې ژر یا تر وخت مخکې بلوغت ډېر شوی دی.
د (ICMR-NIRRCH) له لوري پر ۲۰۰۰ نجونو یوې شوې څېړنې موندلې چې تر ډېره میندې په دې کې پاتې راغلې دي چې په خپلو اولادونو کې د وختي بلوغت نښې نښانې وپېژني.
دغه سازمان تر نهه کلنۍ کم عمره نجونو کې د ژر بلوغت اړوند لاملونو او خطرونو په اړه څېړنې کوي.
په ۲۰۲۰ کې په ممبۍ کې دغه سازمان له (بای جيربای واډيا روغتون) سره په ګډه تر وخت مخکې بالغېدو په اړه د هغو نجونو لپاره یو لنډمهاله کمپ جوړ کړ چې عمرونه یې د ۶ او ۹ کلنۍ تر منځ وو.
د یاد روغتون د ماشومانو په څانګه کې کار کوونکې ډاکټره سودا راو وايي، “د شپږو او نهو کلونو تر منځ ۶۰ نجونو وار له مخه ژر بلوغت تجربه کړی و او د ځينو میاشتنی عادت بس نږدې وخت کې په پلېدو و.”
د ژر یا وختي بلوغت لاملونه څه دي؟
ډاکټران وايي چې د ژر یا تر وخت مخکې بلوغت ګڼ لاملونه کېدلی شي او یوازې یو څه یې دلیل ګڼل ځکه سم نه دي چې په اړه یې تر اوسه لا څېړنې روانې دي.
دوی پر دې باور دي چې د حشراتو وژونکي درمل، په خوراکي توکو کې د خوړو د خوندي کولو لپاره کارول شوي مواد، ککړتیا او چاغښت په ماشومانو کې د ژر بلوغت مهم لاملونه کېدلی شي.
ډاکټر پرشانت پټېل چې په ممبۍ کې په نجونو کې دا مسئله څېړي، وايي چې چاغښت په ښځينه ماشومانو کې ژر بلوغت ته د ودې ورکولو تر ټولو خطرناک فکتور دی.
د ده په وینا، په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه د کووېډ-۱۹ له وبا وروسته ډېره شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۲ کې تر ۳۹۰ میلیون ډېر ماشومان او تنکي ځوانان چې عمرونه یې د پنځو او ۱۹ کلونو تر منځ وو، تر نورمالې کچې ډېر چاغ وو او د دوی له ډلې ۱۶۰ میلیونه یې وار له مخې له چاغۍ ځورېدل.
چاغي یوه اوږدمهاله پېچلې ناروغي ده چې په بدن کې د ډېرو غوړو د زېرمه کېدو له کبله رامنځته کېږي او روغتیا زیانمنوي. په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې چاغښت د هغوی جنسيت، عمر، وزن او قد ته په کتو ناپېدلی یا اندازه کېدلی شي.
د موبایل ډېر کارول، تلویزون او یا سکرين ته ډېر کتل او د ورزش نه کول هم د تر وخت مخکې بلوغت له نورو مهمو عواملو بلل کېږی.
ډاکټره ويساکي وايي، له تېرو دوو يا درو کلونو راهيسې هره ورځ له پنځو تر شپږو داسې نجونې وروستل کېږي چې له ژر بلوغت سره مخامخ شوې وي.
هغه وايي: “ما داسې پېښې هم لېدلې دي چې میندو ویلي چې په اپرېل مایشت کې یې د خپلو لوڼو په بدن کې ځيني بدلونونه احساس کړي او په ورپسې جون یا جولايي میاشت کې یې حیض پيل شوی دی. اوس په هلکانو کې هم د تر وخت مخکې بلوغت پېښې ډېرې شوې دي.”
هغه وايي چې سکرين (د موبایل/تلويزون پردې) ته ډېر کتل هم په نامستقیم ډول د ماشومانو پر ژر بالغېدو اغېز کوي.
د ارچنا او راشي دواړو لوڼې تر یوې داسې درملنې لاندې دي چې لږ تر لږه تر ۱۰ یا ۱۱ کلنۍ یې میاشتنی عادت وځنډول شي.
ډاکټران وايي چې په دې عمر کې دا نجونې دومره نه دي چې د حيض پر مهال د خپل ځان او د پاکۍ خیال وساتلی شي.
دواړه ډاکټران وايي، هغه نجونې چې تر وخت مخکې بلوغت تجربه کوي له رواني ستونزو سره مخامخ کېږي.
څېړنو موندلې چې ښايي دا نجونې ټول عمر د خپل بدن د څرنګوالي او تر وخت مخکې يې په وجود کې د راغلو بدلونونو له کبله د خپلو همځولو له لوري وځورول شي.