د غاښونو درد ولې په نیمه شپه کې پیدا کیږي؟

کله داسې هم پیښیږي چې نیمه شپه وي، غاښ په درد شي نه ډاکتر وي او نه درمل. د غاښونو هغه برخه چې په سترګو لیدل کیږي د غاښ تاج بلل کیږي. تاج له درې طبقه انساجو څخه جوړ شوی دی، چې لومړی طبقه یی مینا، دوهمه طبقه دنتین او درېیمه یې پولپ نومیږي.

د غاښونو تور والی یا caries لومړی په مینا کې څرګندیږی بدون له اعراضو څخه وي یعنی غاښ درد نه لري.

کله چې توروالی د غاښ دوهمې طبقې یا دنتین ته ورسیږي ناروغ ته د هغو خواړو د خوراک پر وخت چې خواږه او سریښناکه وي لکه چاکلیت،کاکو، توت، خرما او نور دردونه ترې پیدا کیږي.

که د caries یا تور والي مخه ونه نیول شي تور والی د غاښ دوهم طبقه ټوله نیسي او د غاښ په پولپ تاثیر اچوي.

پولپ د غاښ هغه برخه ده چې په هغه کې د اعصابو رشته او د وینې کوچني رګونه موجود دي.

your ads

د غاښ د پولپ له متاثره کیدو سره ناروغ ته شدید دردونه وروسته له سړو او ګرمو خواړو څخه پیدا کیږي. د درد وصف همدا ده چه د ورځې له خوا غاښ د څو شیبو لپاره درد کوي وروسته بیا د څو ساعتو لپاره آرامه وي. خو د شپې لخوا چې کله ناروغ استراحت کوي د وینې جریان د سر خواته زیاتیږي د غاښ د وینې په رګونو فشار راځي د غاښ عصبي رشته تحریکوي او شدید درد پیدا کیږی چې د غوږ او نیم سر خواته هم سرایت کوي.

په داسې حالاتو کی غاښ درد ناروغ خوب ته نه پریږدي او دې ته یې اړ باسي چې پاڅیږی او قدم ووهي.

په قدم وهلو سره به د ناروغ غاښ درد یو څه اندازه تسکین شی. تر څو سبا شي او ځان ډاکتر ته ورسوي.

که غواړئ چې داسې حالت سره مخ نه شئ د غاښونو تور والي یا caries په لومړیو مراحلو کې تداوی وکړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب