ولې د ځینو خلکو حافظه کار نه کوي؟

  حافظه د انسان د عقل، فکر او هوښیارۍ د تثبیت ملاتړې وسیله ده. یو شمېر خلک خورا ښې حافظې یا اوږدمهالې (LTMS) حافظې لري، خو د ډېرو نورو حافظې لنډمهالې حسي(SMT)حافظې وي، چې یوازې د لنډ وخت او څو ورځو په مخ کار کوي.   د انسانانو حافظې ټولې یو ډول عمل نه کوي، خو دغه څیز استثنايي نه دی، بلکې د افرادو د ځاني هڅو محصول دی.   کله کله، چې پر ټلویزیون یو شمېر کسان ګورﺉ، کینه مو پرې راځي.
حافظې یې کتابتونونه دي، خو ستاسې په حافظه کې د کتاب یوڅپرکی هم نه ځاییږي!.   زه خپله ډېر وخت په دې باور وم، چې فکر او عقل مې ښه کار کوي، خو حافظه مې کار نه کوي. دې مسئلې له مطالعې نه ډېر لرې وساتلم، خو دا څو ورځې پر یوې تاریخي مسئلې کار کوم، له مطالعې وروسته اوس داسې انګیرم، چې د افغانستان ټول تاریخ مې په حافظه کې دی.   زه اوس دې پایلې ته رسېدلی یم، چې حافظه زموږ په دقت او پاملرنې سره پیاړې کیږي.
د کمپیوټر حافظه وګورﺉ، خپله حافظه ورسره پرتله کړﺉ. ډېرځله مو ډېر څیزونه په یاد وي، خو توجه مو ورته کمه وي، یا مو په یادو نه وي، خو چې لټون یې کوﺉ، په سختۍ پیدا کیږي. برعکس که لږ فکر پرې وکړﺉ او ذهن ته مو یې بڼه او څرنګتیا در شي، داسې به یې مومئ لکه په کمپیوټري سرچ کې، چې خپله فایلونه ګورﺉ. ستاسې فایلونه باید تاریخ او نوم ولري، ځکه په سرچ کې هم له نوم او تاریخ پرته څه نه پیدا کیږي.
  لېوالتیا په هر کار کې د قانون حیثیت غوره کوي، ځکه له علاقې پرته سړی په هیڅ کار کې بري ته نه رسیږي. که تاسې شپه او ورځ استاد ته ناست وﺉ، لکچرې اورﺉ، خو علاقه مو نه وي او د یوڅیز او مفهوم د درک حس ونه کړﺉ، په ذهني توګه غیر حاضریږﺉ او په دغسې ذهني غیرحاضرۍ کې ستاسې حافظه هیڅ هم نه خوندي کوي.   ژورنالیزم زما مسلک دی او هرڅه په کې په خورا دقت او علاقې لولم. هېڅ شی مې یې نه هیریږي. پنج کتاب مې په وړکتوب کې پنځه ځله له ترجمې سره یوځای لوستی، خو له لومړنیو څو بیتونو پرته مې یې هیڅ هم په ذهن او حافظه کې نه دي پاتې.   که غواړﺉ یوڅه مو په حافظه کې خوندي کړﺉ، مشاهدې ته توجه ورکړﺉ. په مشاهده کې بشپړ پام Concentration ، تمرکز Focus او درک Perception مهم دي.
په پام او توجه کې تاسې د موضوع واړه اړخونه ګورﺉ، خو په دویم حالت کې تاسې د موضوع یو ستر تصویر ګورﺉ او په درېیم پړاو کې تاسې هغه درک کوﺉ او ذهن ته یې سپارﺉ. که تاسې یوڅه په سمه توګه درک نه کړل، په ذهن او حافظه کې مو ځای نه نیسي. که غواړﺉ یوڅیز مو په ذهن کې دوامدار پاتې شي او ژر مو له یاده ونه وځي، په ذهن کې یې انځور «تکرار» کړﺉ. د ټولنیزو علومو، ادبیاتو او دا ډول نورو مطالعاتي بهیر په ذهن کې ژر ځای نیسي، خو ځینې نور بیا تکرار او مرور ته اړتیا لري.   یو شمېر ښوونکي، چې په خپل تدریس کې برلاسي دي، علت یې د مفاهیمو درک، تکرار او مرور دی.
هغوی پر مطلب له تمرکز او درک وروسته هغه په عملي ډګر کې پلی کوي او یوځل مو، چې په حافظه کې ناست څیز په عملي توګه و ازمایه، په ذهن کې مو تر ډېره ژوندی پاتې کیږي.   نیکلاس راو وايي: (( حافظه یوه داسې خزانه ده، چې که غواړو ډېر کار ترې واخلو، باید پانګونه پرې وکړو)). په ډېره مطالعه ستاسې حافظه له منځه نه ځي، تقویه کیږي، خو ددې ترڅنګ د هغې روغتیايي اړخونه او اړتیاوې هرومرو په پام کې ونیسئ.

ډاکتر محمدامين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب