وزیر محمد ګل خان مومند؛ ستر پښتون او نومیالی
وزیر صاحب د محمد خورشید خان زوی،د مومن خان لمسی او د عبدالکریم خان کړوسی دی،په خټه د وېزو مومند او په وېزو کي حسن خېل و،دی په ۱۳۰۳ هجري قمري کال د کابل د اندرایبو په کوڅه کي زېږېدلی دی،لومړۍ زده کړه یې په خصوصي ډول وکړه او بیا په ۱۳۲۷ کي د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي کي شامل سو په پنځه کاله کي یې خپل عسکري تعلیم سرته ورساوه او پس له هغه د اردلیانو په غونډ کي د قومندان په صفت وټاکل سو،دغه وخت یې هم شاهي ټولګي ته درس ورکاوه او هم یې د حربي ښوونځي د ښوونکي دنده چلوله.د دغه خدمت په نتیجه کي د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په صفت وټاکل سو او بیا د شاهي ګارډ قومندان سو، یو څه وخت یې په ترکیه کي د افغاني سفارت د نظام آتشه په حیث دنده اجرا کړې ده.مومند بابا په ۱۳۰۰ هجري شمسي کي د((مجموعه عسکري))د مجلې مدیریت هم کړی دی چي د حرب د وزارت له خوا خپرېدل .
د هیواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابینه کي د داخله وزیر په توګه وټاکل سو خو وروسته یې اول د ننګرهار په ولایت کي او بیا د پروان په ولایت کي د تنظیمه رئیس په توګه وظیفه هم په ښه شان چلوله.په دغو ولایتونو کي یې چي پوره کراري راوستله نو بیا په ۱۳۱۱ شمسي کال کي د کندهار او فراه د ولایتونو د تنظیم لپاره ولېږل سو.
په ۱۳۱۳ شمسي کال کي د کتغن،بدخشان،مزارشریف او میمنې ولایتونو د تنظیمه رییس په توګه وټاکل سو.په هر ځای کي یې خپله اسلامي او پښتني دنده په پوره ایماندارۍ سرته ورسول او د خپلو ښو خدمتونو په خاطر یې د(لمراعلی)لوړ نښان واخیست.دی په ۱۳۱۹ شمسي کال کي د دولت د وزیر په توګه مقرر سو او پس له دغه وخت نه یې نور عمر په خپل کاله کي د پښتو ژبي په علمي او ادبي خدمت کي تېر کړ او په ۱۳۳۴ شمسي کال کي د لویي جرګې د رئیس د نایب په توګه غوره کړای سو.دغه ننګیالی،توریالی،خبرلوڅ او جګړه مار پښتون د ۱۳۴۳ شمسي کال د زمري د میاشتي پر ۲۷مه نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجو د اتیا کالو په عمر د بریکوټ په یو کرایي کور کي وفات سو.
اناالله واناالیه راجعون
د ارواښاد مومند بابا فاتحه د پوهني د وزارت له خوا د اسد پر ۲۸مه نېټه دشېرپور په لوی جومات کي واخیستله سوه.د ده د فاتحې مراسمو ته ډېر لوړ پوړي چارواکي د ظاهرشاه په ګډون راغلي وو.محمد ګل خان مومند بابا نارینه اولاد نه درلود یوازي یوه لور یې درلوده چي په خپل ژوندون یې د لال پوري صالح محمد خان زوی ته ورکړې وه.ارواښاد مومند بابا پر سیاسي او عسکري خدمتونو سربېره په علمي او ادبي برخو کي هم پاخه ګامونه اخیستي دي او د پښتو ژبي د ژوندانه لپاره یې غټ کارونه کړي دي. کوم وخت چي په کندهار کي تنظیمه رئیس وو نو هلته یې اعلیحضرت محمد نادرشاه په اجازه په ۱۳۱۱شمسي کال کي د پښتو انجمن لومړۍ تیږه کېښوده چي بیا همدغه انجمن کابل ته راوغوښتل سو او د کابل د ادبي انجمن سره یو ځای سو او وروسته ورنه په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د پښتو ټولنه جوړه سوه.ده په کندهار کي رسمي دفترونه په پښتو اړولي وو چي بیا وروسته دغه لاره چا ټینګه نه کړای سوه.ده په کندهار کي ډېر ځلمیان وروزل او د پښتو د خدمت میدان ته یې وایستل. د کندهار طلوع افغان هم د ده په امر په پښتو اوښتی دی. د ده لومړنی اثر د پښتو سیند څخه شروع کېږي د دې قاموس د لیکلو لپاره یې له ډېر پخوا څخه د لغاتو په را غونډولو لاس پوري کړی وو خو د کتاب په شکل په ۱۳۱۶ شمسي کال کي د کابل په عمومي چاپخانه کي چاپ سو او ناچاپه کتابونه یې هم سته چي عبارت دي له ۱- پښتني روزنه ۲-پښتونواله ۳ ـ د پښتو لویه نحو(معاني او بیان) ۴- د پخلي کتاب چي ۴۰۰ مخونه لري…
په اخیر کي دا وایم د خوشحال بابا خبره باید هر څوک واوري
ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مکړه
زه په همدې افتادګي کي لوی ګړنګ یم