وزن زیاتوونکي خواړه

په دې لیکنه کې درسره د هغو خوړو لیست شریکوو، چې د وزن زیاتیدو لامل ګرځي. هغه کسان چې غواړي وزن یې زیات شي نو له دې خوړو څخه دې ګټه واخلي. برعکس هغه کسان چې غواړي وزن یې کم شي نو دغه خواړه دې په احتیاط او کمه اندازې سره وخوري.

۱. مستې: که چیرې غواړئ وزن مو زیات شي، نو په خپل ورځني غذایي رژیم کې مو مستې ور اضافه کړئ.

۲. کیله: هره ورځ د کیلو خوړل په اسانۍ سره د وزن د زیاتیدو لامل کیږي.

۳. لوبیا: که غواړئ تندرست واوسئ او وزن مو زیات شي، نو په خپل غذایي رژیم کې لوبیا ور شامله کړئ.

۴. د چرګ سینه: د چرګ سینه د ۷۸ کالوري په اندازه انرژي لري، او کولای شي د بدن وزن زیات کړي.

۵. کچالو: کباب شوي، سره کړي او جوش کچالو هم د وزن له زیاتیدو سره مرسته کوي.

۶. د ممپلو حلوا: د ممپلو حلوا په زیاته اندازه پروټین او انرژي لري، چې د وزن زیاتیدو سره مرسته کوي.

۷. کبان: که چیرې هره ورځ د کبانو غوښه وخورئ، نو وزن به مو زیات شي. ځکه کبان د پروټینونو غوره سرچینه بلل کیږي.

۸. هګۍ: په هګۍ کې شته ویټامینونه او مواد له چاغوالي سره مرسته کوي.

۹. تور کاکاو: تور کاکاو په زیاته اندازه انرژي لري، چې د وزن د زیاتیدو لامل ګرځي.

۱۰. د جوارو ډوډۍ: د جوارو ډوډۍ له کاربو هایدریتونو ډکه ده چې یوه ټوټه کې یې ۳۲۰ کالوري انرژي لري.

۱۱. پنیر: پنیر په خپل ترکیب کې پروټین، کلسیم، غوړ او سالم کلسټرول لري، چې له چاغوالي سره مرسته کوي.

۱۲. ام: که غواړئ په سالم ډول چاغ شئ او وزن وکړئ، نو د ام او یا هم د ام له طبیعي اوبو څخه ګټه واخلئ.

۱۳. مکروني: مکروني د انرژۍ او کاربو هایدریتونو ښه سرچینه بلل کیږي، چې د چاغوالي لپاره تر ټولو ښه خواړه بلل کیږي.

یادونه: هغه کسان چې غواړي وزن یې کم شي، نو پورته ذکر شوي خواړه دې په احتیاط او کمه اندازې سره وخوري.

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ