واټساپ، ټلیګرام که سیګنال – د خوندي اړیکو لپاره کوم آپلیکیشن ښه دي؟

 

له کومې ورځې چې واټساپ اعلان وکړ چې تردې وروسته به واټساپ کې ټول مسجونه پای تر پایه کوډ کیږي چې صرف دمسج لیږونکي او اخستونکي به مسج کتلای شي او بس، آن واټساپ کمپنې به هم دامسجونه نه شي کتلای، نو دډیرو خلکو ذهنونو کې دا سوال راپیدا کړ چې آیا رښتیا هم واټساپ استعمال خوندي دي، او که دې ته ورته نور اپلیکیشنونه به زیات خوندي وي لکه ټلیګرام یا سیګنال؟ په دې مقاله کې به ددغه سوال تفصیلی جواب او شرحه وکړو.

سره له دې چې دواټساپ، ټلیګرام، او سیګنال نه علاوه ډیر نور اپلیکیشنونه هم شته چې دخوندي اړيکو ادعاء کوي، خو په حقیقت کې ټول دهمدغو کمپنیو پروټوکولونه له معمولي تغییر سره استعمالوي، نو ځکه دهغو نورو ذکر دلته اړین نه بولم.

مخکې له دې چې ددو درې واړو اپلیکیشنونو مقایسې ته ننوځو، باید پوه شئ چې ویکیلیکس دموبایل له لارې دخوندي اړیکو په اړوند څه وايي:

ویکلیکس څو کاله مخکې دامریکا دسترې جاسوسې ادارې سي آی اې (CIA) دهیک کولو ستر پروګرام څخه پرده پورته کړه، دسې آی اې دغه پټ پروګرام کارکوونکي چې شمیر يې ۲۰۱۶ م کال کې پنځه زره (۵۰۰۰) کارکوونکي ښودل شوي وو؛ دوی وتوانیدل چې په زرګونه داسې وایرسونه او پټ سافټویرونه ډیزاین او جوړ کړي چې له لارې يې سې آی اې دخلکو موبایلونه په آسانه هیک کړي، او مخکې له دې چې مسج دواټساپ، ټلیګرام، سیګنال، کلاوک مین، وایبو، کانفائیډ یا نور دې ته ورته اپلیکیشنو له لارې کوډ شي دموبایل څخه ټوله ډیټا چې په هغه کې مسجونه، ویډیو، او صوتي پیغامونه شامل دي ترلاسه کړي.

خو که د سي آی اې دهیکرانو خطر په خپل ځای پریږدو، نو پورته درې واړو اپلیکیشنو مقایسه به په لاندې شکل واړندې کړو:

تر ټولو ښه اپلیکیشن – سیګنال Signal))

سیګنال دواټساپ په څیر دفوري اړیکو لپاره ترټولو ښه اپلیکشن ده. سیګنال د Open Whisper Systems کمپنۍ لخوا اداره کیږي. دغه اپلیکشن ستاسو او دبل سیګنال اپلیکشن کاروونکي ترمنځ ټولې اړیکې تر استولو دمخه کوډ کوي او صرف لیږونکي او اخیستونکي خپل مینځ کې مسجونه سره لوستلای شي، په مینځ کې دسیګنال دادارې په شمول هیڅ دریم ګړی ستاسو مسجونه نشي لوستلای، که په غیر قانوني توګه کوم دریم ګړی ستاسو مسجونه ترلاسه هم کړي دهغه دګټې وړ نه دي او لوستلای يې نشي. آن صوتي اړیکې او زنګونه هم سیګنال اپلیکشن کې کوډ کیږي، ترڅو په مینځ کې غوږ نیونکي پرې پوه نشي.

سیګنال اپلیکشن کې“Privacy” مینو له لارې دغه اپلیکیشن خلاصولو لپاره پاسورډ هم ورکولای شئ، ترڅو که چیرې موبایل مو خلاص پاتې شي بل څوک دا اپلیکشن خلاص نکړای شي. همدا راز دزیات خوندیتوب لپاره دهمدغې مینو له لارې تاسو کولای شئ په سیګنال کې دکیبورډ اتومات زده کړه بنده کړئ.

د سیټنګ له لارې سکرین شاټ هم بندولای شئ، او دواټساپ په څیر سیګنال له لارې میډیا او فایلونه استولای شئ.

ټایمر لګول یې بله ځانګړتیا ده، په دې معنی چې ته خپل مسج ته یو خاص وخت ورکوي چې له هغه وروسته مسج پخپله په مکمل شکل ستا او دهغه بل لوري له موبایله ډلیټ کیږي.

دغه اپلیکیشن مفت دی، او کمپنۍ دمختلفو مدني ټولنو په چندو فعالیت کوي. پر دې اپلیکشن ترټولو غټه داعتماد وړ خبره داده چې دغه اپلیکیشن پوره (open source) ده یعني خپل دډیزاین او فعالیت ټول کوډ عام منظر ته ایښئ، نو هر مسلکي سړی په پوره شکل ددغه اپلیکشن طریقه کار او فعالیت مطالعه او معاینه کولای شي او کوډ يې بل ځای دامنیتي تجربو او اطمئنان حاصلولو لپاره استعمالولای شي.

دموبایل او اړیکو مراقبه کوونکي ضرور پوهیږي چې دموبایل استعمالوونکی سیګنال اپلیکشن اړیکو نیولو لپاره استعمالوي خو په دې نه توانیږي چې دسیګنال مسجونه مو ولولي.

د سي آی ای پخوانی جاسوس ایډوارډ سنوډن هم دنورو اپلیکشنو په پرتله سیګنال ته ترجیح ورکوي ! نوموړی هغه کس دی چې د سي آی ای د ډیرو پټو پروګرامونو څخه یې پرده پورته کړه او بالاخیره روسیې ته وتښتېدی.

دنړۍ په کچه دانټرنټ دامنیت او ټکنالوجۍ ماهرینو منلې چې سیګنال تر ټولو ښه دمسجونو پټولو پروټوکول جوړ کړی او دخوندي اړیکو لپاره ښه اپلیکیشن دی، او داچې دسیګنال اپلیکیشن کوډ دټولو مخې ته وړیا ایښودل شوی ددې دلالت کوي چې سیګنال پټ او مرموز فعالیت نلري.

دسیګنال اپلیکیشن یواځینی مشکل دادی چې دخلکو په مینځ کې عام ندی، نو کیدای شي ډیر ملګري په کې پيدا نکړای شئ، همداراز ډیزاین يې دواټساپ په څیر ښه ندی او ساده شکل لري.

له دې ځایه یې خپل موبایل ته انسټال کړئ:

واټساپ – WhatsApp:

واټساپ دنړي ترټولو مشهور داړیکو اپلیکشن دی، واټساپ هم په دې وروستیو کې دسیګنال په څیر پای تر پایه مسجونه کوډ او خوندی کړل، چې په دې سره دواټساپ ادارې په شمول دریم ګړی ستاسو مسجونه نشي لوستلای.

واټساپ ملکیت دفیسبوک له ادارې سره ده، په بله معنی چې ستاسو ځیني معلومات لکه عمر، جنس، موقعیت، او داسې نور شیان دتجارتي اعلاناتو لپاره واټساپ له ځانه سره ساتي او استعمالوي، په همدې موبایل کې دګوګل او یا فیسبوک استعمال وخت کې ستاسو او ستاسو دسیمې اړوند تجارتي اعلانات مخې ته راتلل ددې ښکارندویه دلیل دی، آن تر دې چې که دفیسبوک دمسنجر له لارې دځینو کمپنیو شیانو په اړوند څو ځلې خبرې مو وکړې، فیسبوک دهماغه کمپنۍ او هغې ته ورته کمپنیو اعلانات ستاسو مخې ته راولي. سره له دې چې تراوسه دا نده ثابته شوې چې واټساپ دخلکو معلومات تجارتي اعلاناتو لپاره خرڅوي او یا هم فیسبوک کې استعمالوي، او واټساپ اداره تل دا ادعا لري چې دفیسبوک تر چتر لاندې مستقل فعالیت لري، خو احتیاط له مخې بهتره ده چې دې ټکي ته مو هم پام وي.

واټساپ کې غټ مشکل دا دی چې دسیګنال په څیر شاته استعمالیدونکی کوډ عام ندی او څوک يې نشي مطالعه کولای، فیسبوک اداره دواټساپ اپلیکیشن کوډ خپل ځان سره پټ ساتلی، په دې معنی چې دواټساپ استعمالونکی پوره معلومات نلري چې واټساپ اپلیکیشن به نور څه کار کوي موبایل کې، دامنیت او خوندیتوب له منظوره دا ټکی دپام وړ ده.

بله دا چې واټساپ پخپله اعتراف کوي چې ستاسو مسجونه مونږ نه لولو، البته میټا ډیټا MetaData ټولولای شو. میټا ډیټا نه دلته په اسانه الفاظو کې ستاسو دواټساپ داستعمال ریکارډ ده، څه وخت پر لیکه کیږئ، څه وخت پر لیکه نه ياست، څو ساعته واټساپ کاروئ، له کومو کومو شمیرو سره مو رابطې کیږي، په ورځني، اوونیز او میاشتنۍ بڼه دهرې شمیرې سره درابطو وخت او نوعیت او دې ته ورته ډیر نور تفاصیل واټساپ په پراخ شکل ټولوي.

واټساپ مسجونه په آی کلاوډ او ګوګل سټور کې بکپ یا ساتلای هم شئ، زیات خوندیتوب لپاره باید دا بکپ وانخیستل شي، او اتومات بکپ بند کړای شي، ترڅو دریم ګړي له دغه لارې ستاسو ډیټا او مسجونه ترلاسه نکړي.

که چیرې مو ملګري سیګنال کې نه وي، په دوهم قدم کې تر نورو واټساپ ښه اپلیکیشن دی.

ټلیګرام – Telegram:

ټلیګرام په اړوند په ظاهره خو دا مشهوره ده چې اړیکې په کې خوندي دی، خو په حقیقت کې دټلیګرام له لارې اړیکې صرف هغه وخت خوندي وي چې سیکریټ (پټ) موډ فعال کړئ، په عام شکل دټلیګرام له لارې مسجونه خوندي ندي او دریم ګړی کولای شي مسجونه مو ولولي.

ټلیګرام خوندي اړیکو لپاره خپل پروټوکول د MTProto په نوم جوړ کړی، خو په ۲۰۱۵ کال کې یو دامنیتي چارو کارپوه یو مفصل تحقیق نشر کړ، په دې تحقیق کې دټلیګرام ډیرې نیمګړتیاوې په ګوته شوي، همدا راز په عام شکل هر مسج نه کوډ کیدل ددې باعث ګرځیدلی چې خلک دټلیګرام په ځای واټساپ وکاروي.

ټلیګرام ځيني ښه خدمات وړاندي کوي چې هغه بیا په دې نورو کې نشته دمثال په توګه په سیکریټ موډ کې ټایمر لګول، په دې معنی چې ته خپل مسج ته یو خاص وخت ورکوي چې له هغه وروسته مسج پخپله په مکمل شکل ستا او دهغه بل لوري له موبایله ډلیټ کیږي.

ټلیګرام له لارې کولای شئ چې هر وخت وغواړئ خپل استول شوي مسجونه دهغه بل لورې له موبایله څخه ډلیټ کړئ، همدا راز ټلیګرام له لارې غټ فایلونه هم په اسانۍ استولای شئ.

ټلیګرام دخوندیتوب له لحاظه په آخر قدم کې راوستلای شو.

 

مصادر: په انټرنټ کې مختلف تحقیقاتي بلاګونه او سایټونه.

ترتیب کوونکی: انجنیر م ناصري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب