هوښیار سپی ؛ لنډه کیسه

د کاغذ په منځ کې ۱۰ ډالر هم ایښي وو. قصاب چې سپي ته حیرانۍ اخیستی و، غوښه یې په پلاستیک کې واچوله، پلاستیک یې خوله کې ورکړ. سپي د غوښې کڅوړه خوله کې ونیوله، روان شو.
قصاب ته چې له یوې خوا د سپي په اړه پوښتنې ورپیدا شوې وې او له بلې خوا یې د دوکان د بندولو وخت و، دوکان یې وتړه او په سپي پسې شو.
سپی روان و، څلور لارې ته چې ورسېد ترافیکي سره څراغ ته غلی ودرېد، څراغ چې شین شو بیا یې حرکت وکړ. قصاب هم ورپسې و.
سپی بالاخره د ملي بسونو تم ځای ته ورسېد، دلته یې لومړی د بسونو د تم ځای لوحې ته وکتل، بیا یوې غاړې ته غلی ودرېد.
قصاب د سپي حرکتونو ته حیران دریان ولاړ و چې ملی بس راغی، سپی ور روان شو د ملي بس شاتنۍ شمېرې ته يې وکتل، بېرته راغی پر خپل ځای ودرېد.
تر لږ ځنډ وروسته بل ملي بس راغی، سپی بیا لاړ د ملي بس شمېرې ته یې وکتل، دا ځل ور پورته شو. قصاب، چې له حیرانۍ یې خوله وازه پاتې وه، هم ملي بس ته وخوت.
ملي بس له ښاره په وتو و، سپي له ښیښې دباندې منظرو ته کتل.
له یو څه مزله وروسته سپی را پاڅېد په دوو پښو جګ ودرېد، د زنګ تڼۍ یې کېکاږله، ملي بس ودرېد، سپی ترې ښکته شو. قصاب هم سمدستي پسې کوز شو او د سپي شا یې ونیوله.
سپی روان و، روان و، روان و بلاخره یوه کور ته ورسېد. د غوښې کڅوړه یې د دروازې په زینه کې کېښوده، لږ شا ته لاړ ځان یې په دروازه ووهه، دروازه خلاصه نه شوه، دا کار یې بیا وکړ مګر دروازه چا خلاصه نه کړه. سپی د کور د څنګ بڼ ته په ټیټ دېوال ور وخوت،کړکۍ ته ودرېد څو ځله یې خپل سر د کړکۍ له ښیښې سره ووهه، بېرته راغی د کور دروازې ته ودرېد.
یو سړي دروازه خلاصه کړه او سپي ته یې په کنځلو شروع وکړه، ښه یې وکنځه. قصاب ور منډه کړه د کور خاوند ته یې په غوسه وویل: ته لېونی شوی یې؟ دا سپي نابغه دی نابغه، ما په خپل ټول ژوند کې داسې هوښیار سپی نه دی لیدلی. آخر ولې یې رټې؟
سړي قصاب ته مخ کړ، هماغسې په غوسه انداز لګیا شو: څه، څه؛ ته ده ته هوښیار وایې!؟ په دې اونۍ کې دا دویم ځل دی چې له دې احمقه د دروازې کیلي په کور کې پاتې کېږي.

پاولو کوییلو رښتیا ویلي دي:
خلک به هیڅکله له هغه څه راضي نه شي چې لري یې.
هغه څه چې تاسې ته بې ارزښته ښکاري، پرته له شکه چې د نورو لپاره ارزښتمن دي او غنیمت یې ګڼي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب