هلک که نجلۍ؟

که څوک غواړي لور ولري ، غوره ده د کلسيم او مګنېزيم اندازه د پو تاشيم او سوډيم تر اندازې زياته وي . هغه خواړه چې سوډيم لري ، لکه : غوښه ، هګۍ ، ځيګر ، ګازرې ، پالک ، شيدې او مالګه دي ، خو هغه خواړه چې پوتاشيم لري په هغو کې غوښه ، مېوه ، لبلبو ، چهار مغز ، دغنمو ځوانکې او دغسې نور شيان پر دې سربېره ککو شيدې مستې ، آيس کريم ، شلغم ، بادام ډېر کلسيم لري .

دغه ډول خواړه نور هم پيدا کولای شي . په دې ډول ويلای شو چې خرما ، ګازرې ، ځيګر ، غوښه ، کېله ، هګۍ  او کچالو هغه خواړه دي ، چې ممکنه ده مرسته وکړي چې يو څوک هلک پيدا کړي ، دغه راز بادام ، ککو ، شيدې ، مستې ،کرم ، کدو ، شنه مرچ او نور دنجلۍ په پيداکېدو کې مرسته کو لای شي .

هغه خواړه چې لږ کالوري توليدوي او مغذي او کاني مواد يې کم وي ، ممکن مرسته وکړي چې راتلونکی ماشوم نجلۍ وي او ايکس ايکس کرموزومونه له يو بل سره يو ځای شي ، لکه چې مخکې مو وويل ، نارينه دوه ډوله کرموزوم لري ، چې ځينې سپرمونه ايکس او ځينې نور وايې کرموزوم لري ، خو د ميرمنې هګۍ يو پنډه هګۍ ده چې حرکت يې ډېر ورو او ټکنی دی ، خو د نارينه وو ايکس کرموزوم بيضوي بڼه لري او د وايې تر کرموزوم دروند او پنډ دی او ورو حرکت لري ، خو عمر يې بيا تر وايې زيات وي .

وايې لرونکي کرموزوم ګردی ، خو وړوکی سر لري او لکۍ يې اوږده وي ، دغه راز ګړندی هم دی ، خو عمر يې تر ايکس لږ وي او کمزوری دی ، اصلي خبره داده چې که څه هم وايې  سپرمونه کمزوري دي او لنډ عمر لري ، خو شمېره يې له ايکس ډوله زياته وي ، چې دغه چاره يې کمزورتيا بېرته جبرانوي ، په دې ډول ويلای شو چې د هلک او نجلۍ د درلودلو چانس يو شان کېږي ، وايې سپرمونه په اسيدي چاپېريال کې حساس وي او په دې چاپېريال کې له منځه ځي .

ايکس سپرمونه په اسيدي چاپېريال کې ډېر مقاومت لري ، ځکه خو په ځينو هېوادونو کې د جنسيت د ټاکلو لپاره له اسيدي يا قلي وينځلو استفاده کېږي ، په دې ډول ويلای شو ، که د مهبل د چاپېريال پي ايچ اسيدي يا تېزابي وي ، له دې چې د هلک دپيداکېدو سپرم وايې په دې چاپېريال کې له منځه ځي ، نو ژر ځان هګۍ ته نه شي رسولای ، نو په دې ډول داامکان زيات دی چې نجلۍ پيدا شي ، ځکه چې د نجلۍ پيدا کوونکی سپرم په اسيدي چاپېريال کې مقاومت کوي او ځان دمېرمنې هګۍ ته رسولای شي ، کله چې په مېرمنو کې هګۍ جوړېږي ، په دې ورځ او حتی له هغه دوې ورځې وروسته د مهبل پې ايچ قلي وي ، له دې کبله سپارښتنه کېږي چې که غواړئ زوی ولرئ ، په دغه وخت کې مقاربت ښه دی ، خو له دې مودې وروسته دمهبل چاپېريال تېزابي کېږي او بيا دنجلۍ دپيدا کېدو چانس ډېر وي ، که غواړئ لور مو پيدا شي ، په دې وخت کې مقاربت ګټه لري ، نوکه غواړئ نجلۍ مو پيدا شي ، رحم ته دهګۍ له رسېدو اته څلويښت ساعته وروسته مقاربت وکړئ .

د مياشتنۍ ناروغۍ له پيله کابو څوارلس ورځې وروسته هګۍ رحم کې ځای پر ځای کېږي ، په دې هکله د اميدوارۍ په برخه کې پوره توضيحات ورکړي دي ،خو ددې لپاره چې يوه مېرمن پوه شي ،کله هګۍ رحم ته کوزېږي او داکومه ورځ ده ، غوره ده يوې زنانه ډاکټرې ته ورشئ چې درحم دتودوخې ددرجې د اندازه کېدو چل دروښيي ، له هغه وروسته د مياشتنۍ مريضي يا خونريزۍ له لومړۍ ورځې د رحم تودوخه اندازه کوئ اوهغه له ځان سره يادداشت کړئ ، دغه کار هر ه ورځ ترسره کړئ ، تر هغې ورځې پورې چې  دغه تودوخه يوه يا يوه نيمه درجه لوړه شي ، دغه ورځ د هګۍ دځای پر ځای کېدو ورځ ده ، په دې ورځ د بدن او درحم تودوخه زياتېږي ، ځينې ډاکټران باوري دي کله چې مېرمن د جنسي ارګاسم يا خوند اوج ته ورسېږي ، نو په دې وخت کې د رحم او مهبل چاپېريال له اسيدي بڼې قلي بڼې ته بدلېږي او ورسره دمهبل عضلات رحم پورته لور ته راکاږي ،نو که غواړئ هلک ، له مېرمنې سره ډېره مينه وکړئ او هغه دجنسي خوند څوکې يا ارګاسم ته ورسوئ ، هغه کسان چې ډېرې نجونې لري او غواړي هلک ولري ، غوره ده يوځل خپل سپرم اندازه کړي ، ځکه که د سپرم اندازه له شل ميليون په يو سي سي کې کمه وي ، اتيا په سلو کې دااحتمال شته چې نجلۍ پيدا کړي او که له پنځو ميليونو کم وي ، دغه احتمال  نور هم زياتېږي ، نو څومره چې سپرم ډېر وي ، هومره د هلک د پيدا کېدو چانس هم ډېر وي ، د ليزو په وسيله دسپرم په نښه کول په دې روده  کې هغه سپرمونه چې ايکس کرموزوم لري ، په ليزر سره په نښه کېږي ، په يوې وسيلې سره وای له ايکس څخه بېلېږي ، نو که مور او پلار هر جنس ماشوم وغواړي ، هغه له هګۍ سره القاح کېږي ، البته په دې روده  کې سپرم په نورو رودو دمور رحم ته پېچکاري کېږي ، داښايي له ډېرې مودې راهيې دبشريت يوه غوښتنه وي ، خو ډېري ډاکټران وايي چې دغه کار ناشونی دی او هغه نظريې چې يادونه يې وشوه ، بيکاره بولي ، خو داسې شواهد شته چې دغه رودو نتيجه ورکړې ده ، نو د رحم پې ايچ ، د مقاربت وخت ، او هغه عوامل چې مخکې يې يادونه وشوه ، ممکنه ده ګټور کارونه وي ، خو غوره ده له يو ډاکټر سره هم پرې مشوره وکړئ .

د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ