هغه كارونه او خبرې چې  د حج له سفر د مخه یې كول او ورته پام پكار ده

 ۱- نيت:

(۱) ترهرڅه دمخه بايد خپل نيت يي يوازې دالله(درضا او ثواب تر لاسه كولو له پاره وي دنياوي عزت ، نوم ، او دولت گټل مو بايد په نيت كې نه وي هو كه وروسته دالله(په فضل سره څه مال دولت او دنياوي گټه هم لاس ته درشي پروانه كوي صرف نيت به مودنيائي گټې دپاره نه وي .

۲- اخلاص توبه:

له ټول وړو اولويو گناه وو څخه بايد دزړه له كومې توبه وباس

۳- حقوق العباد :

كچيرته حقوق العباد پرې پاتې وي لكه ديو چا قرض روپې ورباندې وي بايد ادائې كړي او همدارنگه يو چاته ئي په لاس ضرر رسولى وي يا په ژبه سره يائې غيبت كړى وي بايد له هغوئ څخه معافي وغواړي .

۴- دمال صفائي:

دحج دفرضې ادا كولو دپاره بايد حلال مال جمع كړي ځكه په حرام مال سره حج نه قبليږي هو فرض يي ادا كيږي.

۵- ترسفر وړاندې بايد دسفر شيان تيار كړي:

څومو بيا نورو ملگروته تكليف نه وي هو دومره زيات سامان هم مه وړئ چې بيا يي نشي وړلى دځان سره دخرڅ دپاره روپې واخله چې بيا سوال ته محتاج نشې يا ملگروته تكليف ورنه كړې .

۶- بښنه غوښتل:

له خداى پامانې مخكې بايد له خپلوانو بښنه او دخير دعاوې وغواړي له كوره دوتلو په وخت بايد دوه ركعته لمونځ نفل ادا كړي كله چې دكور د روازې ته لنډشي بايد سورة  القدر (اِنَّآ اَنْزَلْنٰھُ فِیْ لَیْلَةِ الْقَدْرِﭐﺊ) ولولي او ايات الكرسي هم ووائي اويوڅه صدقه هم وكړي او دا دعا به ووائي : اللهم انَّا نسئلُكَ فِىْ سَفَرِنَا هذا البِرَّ وَالتَّقْوٰى ومن العَمَلُ ماترضٰى  : اللهم هَوِن عَلَيْنَا سَفَرِ نَا هٰذا واطْوِلَنَا بُعْدَه : اللهم انْتَ الصّاحِبُ فِى السَّفَرِ وَاَلخَلِيْفَةُ فى الاهْلِ  كله چې خپلوانو سره خداى پاماني كوي دا دعا دوكړي : (اَسْتَوْ دَعَكُمْ اللهَ الَّذِى لَا تَضِيْع وَدَاعِيْهِ) .

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ