د طنز ژبه

طنز له ادبياتو او ادبیات له الفاظو سره اړه لري. په ادبياتو کې ژبه د وسيلې تر څنګ هدف هم وي، ځکه چې ادبي ښکلا د الفاظو په بڼه راڅرګندېږي او لوستونکی تر اغېز لاندې راولي. انسان د وخت په تېرېدو سره له الفاظو سره عادت کېږي او دا الفاظ يې په ذهن کې يو تناسب جوړوي چې ولسي ژبه هم ورته ويلای شو. کله چې ولسونه په ژبه کې نوي لغتونه واوري نو نه ورباندې پوهېږي او که پوه هم شي، نو خپل يې نه ګڼي، هغه دی چې په نتيجه کې ژبه له تناسب څخه وتلې ورته ښکاري او نوي لغتونه يې د موسيقيت او آهنګ له پلوه پر غوږونو ښه نه لګېږي. کېدای شي ولسونه د وخت په تېرېدو سره له نويو لغتونو سره عادت او وروسته يې خپل وګڼي، خو که په ليکنه کې له داسې کلماتو سره مخ کېږي، نو ستړی کېږي، له ليکنې يې خوا  تورېږي او لوستل پرېږي.

عبدالنافع همت

عبدالنافع همت

که څه هم ساده، روانه او ولسي  ژبه د هرې ښې ليکنې  ځانګړتيا ده، خو په طنز کې اړتيا بلل کېږي. څرنګه چې د طنز لوستونکي عام خلک دي او اکثره لوستونکي طنز د تفريح لپاره لولي، نو بايد د طنز ژبه ساده او ولسي وي.  طنز ليکوال بايد داسې الفاظ غوره کړي چې د آهنګ تر څنګ  عامه او څرګنده مانا هم ولري. په طنز کې  ولسي کنايې، محاورې، اصطلاحات، ولسي شعرونه او متلونه کارول او ځينو کرکټرونو ته جالب تکيه کلامونه ورکول نه يوازې دا چې ليکنه په زړه پورې کوي، بلکې د هرې سويې د خلکو لپاره يې لوستل اسانه کېږي.

د لفظي صنعتونو استعمال هم د طنزي ژبې يوه مهمه برخه ده.  په لفظي صنعتونو  کې همدا الفاظ په هنري ډول سره اوډل کېږي او په طنز کې د خندا تومنه پيدا کوي. په ځينو بانډارونو کې به مو ليدلي وي چې يو څوک په خبرو کې اشتباه وکړي،يوه کلمه ناسمه تلفظ کړي او خلک يې پر خبرو خاندي. موږ کولای شو چې په شعوري ډول ځينې کلمې يا جملې داسې سره واړوو چې د خندا وړ وګرځي. مثلا يو نظامي قوماندان وايي: موږ د کومانډو لپاره داسې ځوانان غوره کوو چې له جسمي پلوه پياوړي وي. اوس که په دې جمله کې د (جسمي) پر ځای (جنسي) کلمه راوړو د جملې مفهوم بدلون مومي او د خندا وړ ګرځي. استاد نوميالی د (بازسازي) کلمه په (بادسازي) اړوي او د ثور د اوومې کودتا د طنز په ژبه داسې مسخره کوي:

د ټمبه غوايي له بېخه سا وتله په تېزي

دوی ويل دا ده بازسازي، ما ويل دا ده بادسازي.

 طنز ليکوال ګڼ شمېر تخنيکونه په واک کې لري چې په  مرسته يې په طنز کې خندوونکی رامنځ ته کولای شي او  کولای شي چې په دې ډول  لوستونکو ته د ټولنې ګڼ شمېر  ظريف اړخونه  وروښيي او  هغوی وخندوي، خو که و نه توانېږي چې د خپل طنز لپاره داسې سوژه پيدا کړي چې په خپل ځان کې د خندا مالګه لري او يا د  خندا لپاره له  معنوي صنعت څخه کار واخلي، نو لفظي صنعت اسانه کار دی او په طنزي  ليکنه کې د خندا برخه پوره کولای شي.

په طنزي  ژبه کې بله مهمه خبره په یوه موضوع پورې تړلي ځانګړي اصطلاحات او ټرمينالوژي ده. موږ مجبور يو چې د طنز ليکلو پر مهال دا اصطلاحات مشخص او پر ځای  وکاروو. مثلاً  که غواړو د معاينې يا عملياتو پر مهال له ناروغ سره د ډاکټر  غير مسلکي اخلاق وښيو، نو بايد د معاينه کولو يا عملياتو په بهير کې ټول پړاوونه، افزار او پرسونل په خپلو طبي نومونو معرفي کړو، که داسې و نه کړو، نو لوستونکی باور نه کوي چې دا د يوه روغتون انځور دی. کله چې د روغتون انځور نه وي، نو لوستونکو ته په روغتون کې نيمګړتياوي هم نه شو ورښوولای. که  پر يوه نظامي موضوع طنز ليکو، نو بايد ټول مروج عسکري اصطلاحات په پام  کې ولرو.  که په طنز کې يو عسکر خپل قوماندان ته په  (لالو ماما) ورغږ کړي، لوستونکی باور نه کوي چې ګواکي دا دي يوه نظامي قطعه وي.

په طنز کې د اجتماعي ناخوالو په اړه د لوستونکي قضاوت کول د هدف يوه مهمه برخه ده او لوستونکی هغه مهال ښه قضاوت کولای شي چې د ليکنې تر اغېز لاندې راشي او د ليکنې تر اغېز لاندې هغه وخت راتلای شي چې انځور واقعي غوندې ورته  څرګند شي. که ليکوال په يوه موضوع پورې له ځانګړو  اصطلاحاتو سره بلد نه وي، نو ښه به دا وي چې له يوه مسلکي شخص سره مشوره وکړي.

د موضوع تر څنګ د طنز  لپاره د قالب انتخاب هم د طنز پر ژبه اغېز کوي. په ادبي ليکنه کې له ګڼ شمېر ادبي تخنيکونو او تخيل  څخه کار اخيستلا شو، خو په ژورنالستيک اثر کې هر ادبي صنعت نه شو کارولای. که د احمد په نوم د يوه ځوان د وژل کېدو پېښه په لنډه کيسه کې را اخلو، نو ويلای شو چې  ( د احمد په مرګ اسمان هم ډېر غمجن و، زړه يې تک شين و، سپوږمۍ هم په  وير  لړلې وه، نن يې بيخي مخ  انسانانو ته ور ښکاره نه کړ او  د تورو تم شاته پټه وه) خو که پر همدې پېښه راپور جوړوو، نو داسې ژبه نه شو کارولای. په ادب کې ژبه هدف او ژورناليزم کې وسيله ده، په ادبي اثر کې الفاظ د ښکلا او موسيقيت  او ژورنالستيک اثر  کې د موضوع د وضاحت لپاره غوره کېږي، نو د طنز لپاره چې هر ډول قالب غوره کوو، مجبور يو چې په هماغه قالب پورې تړلې ژبه وکاروو.

ځينې طنزي تخنيکونه هم ځانګړې ژبه لري چې بايد پام ورته وشي. د بېلګې په ډول پاروډي په طنز کې يو تخنيک دی. که يو کلاسيک سبک پاروډي کوو بايد ژبه يې د زړې نسخې غوندې وي. د بېلګې په ډول محمديار يار د امير کروړ وياړنه پاروډي کړې ده. يار صاحب  تر ډېره بريده هڅه کړې چې د امير کروړ په وياړنه کې راغلي لغتونه استعمال کړي. که څه هم د امير  کروړ په وياړنه کې ځينې لغتونه اوس له استعماله لوېدلي او يار صاحب هم په خپلو نورو شعرونو کې داسې لغتونه نه کاروي، خو د پارډي تخنيک دې ته اړ کړی چې د امير کروړ د دورې ژبه استعمال کړي. په لنډ ډول ويلای شو چې د طنز ژبه بايد روانه، ولسي، له موضوع، قالب او طنزي تخنيک سره سمه انتخاب شي. که طنز ليکوال خندوونکې سوژه نه شي پيدا کولای يا معنوي صنعت سم نه شي کارولای، نو کولای شي له لفظي صنعت څخه کار واخلي او په دې ډول په طنز کې خندوونکی قوت پيدا کړي.

عبدالنافع همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب