هغه خبرې چې انسان په کافر کیږي!

لطفاً لیکنه ولولئ د لیکني په لوستلو کي به د هغه څه څخه خبر سئ چي ممکن تر اوسه نه واست خبر او د اصلاح لپاره یې نشر/شېر کړئ

د عقیدې مسئله : د انسانانو په خبرو کي داسي خبري سته چي د هغو خبرو کول یا بیانول د انسان د کافر کېدلو سبب ګرځي یا د هغو خبرو کول لویه ګناه بلل کیږي، دغه لاندنۍ خبري یا کارونه هغه څه دي چي انسان په کافر کیږي یا ډېر زیات ګنهګاره کیږي، نو انسان باید له دغو کارونو او له دغي عقیدې ډېر سخت پرهېز وکړي :

اول : د کُفر خوښول یا د هغو خبرو خوښول چي کُفر پکښي وي؛ کفر دی.!

دوهم : بل څوک د کُفري خبرو پر ویلو مشغوله کول هم کفر دی.!

دریم : پر خپل ایمان پښېمانه کېدل، مثلاً یو سړی وایي: که زه مسلمان نه وای دغه فلانی کار نه کېدی.!

څلورم : بېله الله جل جلاله بل چاته دا عقیده در لودل چي هغه هر وخت زما په حال خبر دی او زما حالات ور معلوم دي؛ دا هم کفر دی.!

پنځم : بېله الله جل جلاله بل چاته د لیري یا د هغه په غیاب کي په دې نیت ور ناري کول یا ږغ ور کول چي هغه یې اوري؛ کفر دی.!

شپږم : بېله الله جل جلاله بل څوک د نفعي (ګټه) او ضرر (تاوان) خاوند بلل؛ کفر دی.!

اووم : بېله الله جل جلاله د بل چا څخه مراد او مقصد غوښتل یا رزق طلبول.!

اتم : بېله الله جل جلاله د بل چا لپاره روژه نیول یا سجده کول یا بېله الله جل جلاله د بل چا پر نامه حیوان حلالول یا نذر ایښوول.!

نهم : د مخلوق امر د الله جل جلاله تر امر دمخه بلل.!

لسم : د یو چا په وړاندي هغه ته سجده کول یا لکه مجسمه بېله حرکته درېدل.!

یوولسم : د ښو خلګو او بزرګانو د زیارتونو دومره احترام کول لکه د کعبې شریفي، یا د هغوی پر قبرونو طواف کول.!

دوولسم : د دنیا کاروبار، ګټه او تاوان د ستورو له تاثیره بلل، د ښې او بدي ورځي پوښتنه کول، یوه میاشت یا یوه ورځ نحس یا بدمرغه بلل.!

دیارلسم : د یوه بزرګ سړي نوم وِرْد یا وضیفه ګرځول.!

څوارلسم : داسي ویل: که الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم وغواړي داسي کیږي، دا نه دي صحي بلکي هر څه چي الله جل جلاله وغواړي هغه کیږي.!

پنځلسم : د یو چا په سر یا د هغه په ځان سره قسم یادول.!

شپاړلسم : د پلار، ورور، یا نورو دوستانو عکس، تصویر او انځور د برکت په نیت په کور یا جېب کي ایښوول او بیا د هغه تصویر تعزیم او احترام کول.!
ږغيزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب

یادونه : که چیري ستاسو څخه مخکي دا ډول خبري سوي وي او یا دا ډول عقیده مو لرل؛ نو هیڅ د تشویش خبره نه ده بلکي الله تعالی ته محکمه توبه وباسئ او استغفار زیات ووایاست، رب عزوجل مو بخښي، هغه عزوجل مو زماسره وبخښه. امین
لیکنه : احمدجنید مبارز

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

One Comment

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب