هغه خبره، چې د ډېرو زړه دې پرې مات کړی دی!
د يو تن زوی پیدا شو نو له خپلې خور يې وپوښتل: د خوشحالۍ د دې مناسبت په وړاندی چې ستاسې په کور کې یو نوی مولود وزیږیده خاوند دې تا ته څه شۍ ډالۍ کړل ؟
هغې ورته وویل: هيڅ نه. بیا ئې ترې وپوښتل: نو آیا دا کار يې معقول دی؟ آیا ته د هغه په وړاندې دومره ارزښت هم نه لري؟ ښه به وي د هغه پر ځای یو بل تن چې ستا لیاقت ولري ستا په نصیب شي!
ددغه تن دا یوه ویجاړوونکې خبره دومره زیانمنه وه لکه په یوه سیمه کې چې د میزائل توغندې څومره وېجاړتیا او تباهي رامنځ ته کوي، دا خبره يې وکړه او په دې سره د خپلې خور له کوره ووت.
غرمه مهال کله چې خاوند کور ته راستون شو، وی لیدل چې د تېر په څیر مېرمنې يې ښه چلند ورسره ونکړ… د دواړو تر منځ لفظي تاوتریخوالی را منځ ته او مېرمنې یې ناندرۍ ورسره پیل کړې ـ د څو تندو خبرو او زیږ چلن وروسته پایله دا شوه چې خاوند يې خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ، او په دې توګه سره د دوي دواړو د امیدونو نیمګړي لمر پریوت، د دوي د محبت ځاله ویجاړه او د دواړو تر منځ ګډ ژوند همدلته پای ته ورسید.
درنو لوستونکو!
راځۍ وپوښتو : ستونزه له کوم ځای څخه پیل شوه؟
په حقیقت کې دا ستونزه هغه مهال را منځ ته شوله چې کله يې ورور خپلې خور ته د خاوند پر ضد لمسون وکړ. مونږ او تاسې په ټولنیز ژوند کې وینو چې یو تن له نورو څخه بیځایه پوښتنې کوي او وايي: په دې ډول کور کې تاسې څه ډول ګوزاره کوئ؟
زمونږ د ټولنې ځیني شریر خلک تل کوښښ کوي چې د یوې کورنۍ د میني او صمیمیت، او یو بل ته د مقابل احترام او محبت دیوالونه د نفرت په کولنګ ونړوي.
په اصل کې دا شیطان صفته انسان دی، او دا هغه خلک دي چې د اخلاقي لوړ صفت څخه عاري او د شیطان په لمسون کار کوي، په ټولنه کې فساد همدېته وايي چې د ګوندي توب اور ته لمن او تخریبي چارو ته نور راوبلل شي.
پخپل ټولنیز ژوند کې به تاسې هم دغه ډول پر اخلاقي فقر اخته کسان لیدلي وي چې له یو تن سره د مخامخ کیدو پر مهال به ترینه د هستوګنځي، د ندې او معاش… په اړه پوښتنې پیلوي،که ورته وویل شي چې:
په فلاني ځای کې کار کوم، 10 یا 15 زره افغانۍ معاش لرم، نو په ډېره حیرانتیا سره به در څخه وپوښتي چې: یواځې او یواځې همدومره معاش؟ ته څه ډول پر دې ګوزاره کوې؟
بیا به زیاتوي او در ته به وايي: زما په فکر ستا رئیس ستاسې په قدر او ارزښت نه پوهیږي، هغه اصلاً پخپله د دومره لوړ معاش اهلیت نه لري کوم چې هره میاشت يې تر لاسه کوي.
په دې خبرو سره به تاسې له خپلې دندې او وظیفی څخه زړه توری کړي، لکه څرنګه چې له یو تن سره همداسې وشول، د خپل ملګري په لمسون يې د معاش د زیاتېدو په موخه خپل مشر ته وړاندیز وکړ، خو د نوموړي وړاندیز و نه منل شو، او پایله دا شوه چې اوس هغه تن بیکاره ګرځي.
په یو حدیث شریف کې راغلي دي:عن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : (إِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ رِضْوَانِ اللَّهِ لَا يُلْقِي لَهَا بَالًا يَرْفَعُهُ اللَّهُ بِهَا دَرَجَاتٍ ، وَإِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللَّهِ لَا يُلْقِي لَهَا بَالًا يَهْوِي بِهَا فِي جَهَنَّمَ) رواه البخاري (6487).
د پورتني حدیث شریف مفهوم دا دی چې: کله کله یو بنده د لوی څښتن تعالی د رضا په موخه یوه عادي خبره کوي، خو خپلې دغې خبرې ته په ارزښت قایل نه وي، په داسې حال کې چې په هغې سره ورته الله متعال لوړې درجې په برخه کوي، او کله کله یوه عادي خبره کوی، او له ځان سره داسې انګیري چې یوه عادي خبره يې کړېده ، خو پایله داشي چې په هغې سره د جهنم په اور کې واچول شي.
یو لړ خلک داسې عادت لري چې تل د نورو هلوځلو، وظیفې او کاري دنیا ته په توهین آمیز او سپک نظر سره ګوري، د ناروغو نيتونو خاوندان تل کوښښ کوي چې دوه تنه سره په جنګ واچوي، حتی په ګډ ژوند کې د خاوند او مېرمنې تر منځ بدبیني او تنفُّر را منځ ته کړي، او یا هم د والدینو او اولاد تر منځ شخړو او کشالو ته لاره هواره کړي.
دغه ډول خلکو ته دا خبره عادي بریښي چې د نورو خلکو وظیفو، مسلکونو، کسبونو او مهارتونو ته په سپکه سترګه او اهانت سره وګوري، په دوي کې پرته ستنونزه دا ده چې دوي نورو ته ټیټ او ځان ته په لوړ نظر ګوري، چې همدیته په ځمکه کې فساد وايي.
د داسې شیطان صفته خلکو یوه بله مهمه نښه دا ده چې دوی به د وروڼو، خپلوانو او دوستانو تر منځ د قرابت او خپلولۍ اړیکې شلوي، او د دوي په څېرو کې به له وړاندی نه دا څرګندیږي چې د دوي زړونه د بیلتون پالنې په بیمار ۍ ککړ دي.
وروڼو لږ ځیر شئ ! د فساد کلمه خورا وسیع او پراخه مفهوم لري، او لنډ تعریف يې دا دی چې ( و هو إخراجُ الشئ من طبیعته ).یعنې د یو څیز له خپل طبیعي حالت څخه بیرون را ویستلو ته فساد وايي.
کله کله مونږ او تاسې یوه خبره کوو، مونږ ته به ډېره عادي بریښي، خو په دې یوې خبرې سره کیدلای ډېر ځل یو انسان د الهي قهر او سبب موجب وګرځي، او شوني ده چې په جهنم کې په 70 کلن ژوند محکوم شي.
د استعلاء او تکبر خبرې په حقیقت کې د نورو مشاعرو او عواطفو ته خورا زیان رسوي، چې له کبله يې د دوی احساسات او انګیزې زخمي کیدلای شي.
شاید تاسې ته به هم جوته شوي وي چې دغه ډول زیانمنې او جارِحَه خبرې کله هم پر اوریدونکي باندی دومره بدې اغیزې شیندي چې کلونه به يې له هیره نه وځي.
دا ټول د څه لپاره؟
آیا دا به غوره او بهتره نه وي چې مونږ او تاسې له دې وروسته په خپلو اقوالو او خپلو ورځنیو کړنو او چارو کې لوی څښتن تعالی څارونکی او ناظر وګڼو ؟؟ !
راځئ لږ له خپل ځان څخه وپوښتو چې: آیا موږ ټول انسانان په دې دنیا کې د الهي مراقبت او څارنۍ لاندې ژوند نه تیروو؟
راځئ لږ خپلو خپلوانو ته ځیر شو، تر څو له دوي سره په نا خبرۍ هغه اړیکې پری نکړو کوم چې لوی څښتن تعالی پرې مونږ ته د پیوستون او د قوي ساتلو امر کړی دی ؟
ګرانو لوستونکو!
په ځمکه کې د فساد او خپلوانو سره د خپلولۍ د اړیکو د پرې کولو خبرونه هره ورځ اورو، او په خپل ټولنیز ژوند کې وینو چې د أنانیت او ځانپالنې بیمارۍ ډېر ترویج موندلی دی،چې په ځانګړې توګه نن د ښځو تر منځ زیات لیدل کیږي.
په دې مرض بېمارې مېرمنې تل هڅه کوي چې دوي نورو مېرمنو ته د ویاړ او تفاخُرْ خبری واوروي، او نور خلک یواځې او یواځې د دوي د آسوده او مُرفّه ژوند کیسې واوري.
ګرانې خورې:
که لوی څښتن تعالی پر تا لورینه کړیده، او نېک عمله خاوند يې ستا په برخه کړیدی، او په مادې لحاظ يې تاسې د پراخو نعمتونو څخه برخمن کړي یاست، نو آیا د دغه نعمت په مقابل کې دا پر تاسې لازمه ده چې خپلو ګاونډیانو ته د خپلو خوړو په اړه بشپړ معلومات ورکړې؟
آیا دا به د عقلمندۍ خبره وي چې ته د پروني چکر او په نندارتون کې د ګډون، په سوپر مارکيټ کې د قيمتي اجناسو د پيرلو په اړه له نورو مېرمنو سره خپل ګرد معلومات شریک کړې؟
عاقلې او هوښیارې مېرمنې ته نه ښايي چې د شیطان صفته انسانانو په څېر دا کار تر سره کړي، او د نورو پر وړاندې د خپل خاوند او د ځان مدح او ستاینه پیل کړي، او ورته ووايي چې مثلاً: زما خاوند دا ډول دی، پرون ورسره فلاني فلاني ځای ته په چکر ولاړو، زما د خاوند معاش دومره دی، زمونږ د واده مراسم په فلاني هوټل کې تر سره شول، دا او داسې نور…
د مېرمنو دا پورته ناسمې خبرې په ټولنه کې کینه، بدبیني او تنفُّر را منځ ته کوي، آخر مونږ دې خبرو ته چا مجبوره کړي یو؟ کوم مُبررات او لاملونه دي چې مونږ يې دې حتماً دا کار وکړو ؟
آیا دا ډول خلک یوه شیبه هم دا نه انګیري چې دا ډول زیانمنې خبرې د خاوند او د مېرمنې تر منځ د محبت ځاله ړنګه او کله کله د دوی د اولاد له کوره څخه په شړل کیدلو تمامیږي ؟
آیا دوي نه انګیري چې په دې ډول خبرو سره به د الهي دستوراتو سره کلک مخالفت را منځ ته شي ؟
مؤمن مسلمان خو د الهي بې ساري نعمتونو په مقابل کې د شکر او مننې سر ټيټوي، نه دا چې د نورو زړونه ماتوي، نه دا چې د نورو مشاعر او پاک احساسات زخمي او په ټولنه کې فساد رامنځ ته کړي.
که تاسې له ما سره دا منئ چې اوبه فاسدیږي، او د وخت په تېریدو سره ولاړې اوبه خپل افادیت او سودمنتیا له لاسه ورکوي، همداراز که چېرې ککړه هوا چاپیریال فاسدوي، او د خوراکي موادو فاسدېدل د انسان صحت زیانمنوي، نو په همدې ډول دا هم را سره ومنئ چې زیانمنې خبرې هم په ټولنه کې فساد رامنځ ته کوي.
په پای کې یو ځل بیا د دې خبرې یادونه کوو چې فساد یوه داسې کلمه ده چې وسیعه او پراخ مفهوم لري، خو په لنډه توګه سره ویلاي شو چې فساد همدې ته وايي چې یو څیز د خپل اصلي حالت څخه راو ویستل شي.
د مؤمن مسلمان صفت دا نه دی چې د دوو تنو تر منځ فساد را منځ ته کړي، مؤمن هیڅکله هم فساد نه، بلکه د مؤمن صفت د دوو تر منځ سوله او اصلاح راوستل دي.
لیکنه: دکتور محمد راتب النابلسي
ژباړه: محمد خالد(ملکزی)