هر کال څومره خلک د هوا ککړتیا له امله ژوند له لاسه ورکوي؟
Editorial TeamUpdated: 06/06/2022
د هوا ککړتیا هغه وخت رامینځته کیږي چې ګازونه( کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس آکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې ورګډ شي. دا د انديښنې وړ حالت انسانانو ته د ناروغیو، الرجیوو او حتی د مرګ لامل کیږي. د هوا ککړتیا د انسانانو سربیره نورو ژوندي موجوداتو ته هم زیان اړوي.
د هوا ککړتیا د خلکو د مړینې سبب:
د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې هر کال ۸,۲ میلیونه خلک د ککړې هوا له امله په نړۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا شمیر هر کال په لوړیدو دی، سره له دې چې کابل صنعتي ښار نه دي اوس مهال د نړۍ د ککړو ښآرونو په سر کې راځي چې هوا یې تر بل هر وخت د انسانانو، څارویو او نباتاتو لپآره مرګونې شوې ده. د ګازونو او کیمیاوي ذراتو ډیرښت په د غه ښار کې ژوند ته لوی ګواښ رامنځ ته کړی دی. په وروستیو لسیزو کې هغه کابل چې یو وخت د خپلې ښې آب او هوا له امله د سیمې په کچه یو بینظیره پلازمینه وه. خو اوس د دولت او ولس د ناپامې له امله کابل د نړۍ د ککړو ښارونو په کتار کی درولی او تر بل هر وخت اوس کابل د هوا د ډیرې بدې ککړتیا رنځ وړي، د کابل ښار دغه بده ورځ کوم تصادف نه وو او نه هم نه اټکل کیدونکې پیښه وه بلکي کلونو وړاندي د چاپیریال ساتني نړیوالو اداروه دا خبرداری ورکاوه چې که د کابل د هوا غم ونه خوړل شي دا ښار به د ناپاکه چاپیریال له وجې د اوسیدو وړ ونه اووسي، خو د دولت نه پاملرنې او د کابل د اوسیدونکو بد اقتصادي وضعیت دا هر څه شونې کړي چې دغه حالت وزغمو، په کابل کې د چاپیریال ساتنې او نورو همکارو ادارو چارواکو او مسولینو هم هغه وخت د هوا ککړتیا ته پام شي چې هر کله یی ککړه او ګردجنه هوا یې په مخونو سریښ شي، سترګې یې وروسوزوي، او لاسونه یي ورناولي کړي.
URL Copied
Editorial TeamUpdated: 06/06/2022