له طاغوتي دعوت څخه د مخنيوي لارې

داچي داسلامي امت پر خلاف د نړۍ ټول طاغوتي او کفري ډلو هلي ځلې پيل کړې او ډير شوم اهداف لري، نو ځكه پدي اساسي پړاوو کي د اسلامي امت پر دين ميئنو نر وي که ښځه ځوان وي که زوړ،طالب وي که استاد،دهقان وي که سوداګرغريب وي او که مالدار فرض دى تر څو د اسلام دښمنو هلې ځلي او شوم اهداف شنډ کړي، او له  طاغوتي دعوت څخه د مخنيوې په خاطر لازم او اغيزمني لاري چاري ولټوي، تر څو خپل اسلامي امت د دوي له استعماره وساتي.

لومړى: بايد خپل نوي نسل ته سالمه اسلامي تربيه ورکړو،چي پدې پړاو کې مور، پلار، دجومات امام،د مدرسې استاد،او د ښوونځي او پوهنتون ښوونکى وظيفه لري.

دوهم: اسلامي امت ته په کار دى تر څو په هره کچه چي وي تعليمي نصاب په اسلامي اصولو عيار کړې د تعليم په هر پړاو کې عقائد، د اسلامي شعائرو عظمت، د قرانکريم او احاديثو زده کړه لازمي وګرځوي، او په اسلامي تاريخ يې پوره سر ورخلاص او حماسي يې وروزي.

دريم: بايد خپله ټولنه اصلاح کړي او داسلامي امت ټول ثقافتي وسائل لکه:جرائد، ورځپاڼي، مجلې، راډيو، او تلويزيون د اسلام له ارزښتونو سره سم عيار او بيا يې وچلوي، او غير اسلامي خپروني بايد په هر ډول چي وي له منځه يو وړل شى.

په اسلامي ټولنه کي بايد اسلامي اخلاق، حياء، زړه سويي، قناعت، زغم، عفو، ورور ولي د حلالو او حـرامو ترمنځ توپير په دين باندي ثبات، ننګ، او غيرت او له طاغوتي او کفري نظرياتو څخه کرکه او نفرت ترويج کړاى شي.

د اسلامي امت ځوان نسل بايد  داسى وروزل شى تر څو د فکـري استعمار تر اغيزو لاندي رانشى.

او دوي ته ددي مضمون تدريس او تعليم ورکړل شى او د يهودو، نصرانيانو او نورو اسلام دښمنو ډلو له پلانونو څخه بايد خبر کړاى شى، او د هغوي د اسلام ضد پلانونو د شنډولو او مخنيوي په خاطر بايد په سياسي، نظامي، تعليمي، اجتماعي، اقتصادي، او تمدني  ډګرونو کي پوره ونډه واخلي او اسلامي امت سالم وساتي.

شکور الله همراز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب