ناروا مېنه له کومو لارو منځ ته راځي؟

 

درنو ځوانانو! ډېرې داسې بدې لارې شتون لري، چې ناروا مېنې او ناروا مینتوب ته لاره هوار وي. که یو څوک وغواړي، چې له دې بدې او وژونکې بلا نه، خوندي پاتې شي؛ نو له همدې لارو دي لري و اوسي.

هغه لارې چې ترې یاده شیطاني مېنه منځ ته راځي؛ ځيني یې لاندې پر لیکه دي. خوږو ځوانانو! په غور یې ولولئ، تر څو د یادو لارو له راز او حقیقت نه، خبرشئ!

لومړۍ لاره: زړه د الله پاک او د هغه جل جلاله د مبارک پیغمبر له پاکې مېنې لري ساتل دي. کله چې زړه له الهي او نبوي ریښتینې مينې نه خالي شي؛ نو شیطان پرې ولکه ټینګوي، خپلې کرغېړنې وسوسې پرې تحمیلوي.

دوهمه لاره: بد ملګری او له هغه سره ناسته پاسته. دا یو روڼ حقیقت دی، چې له بد ملګري نه، سړی اغېزمنېږي. که هغه په هر بده کړنه کې ښکېل و؛ نو ته به هم هرو مرو په هغه کې ور سره ځان ښکېلوې.

your ads

د نبي علیه السلام په یوه مبارک حدیث کې هم، بد ملګری له پښ (اهنګر) سره پرتله شوی، له هغه سره چې کېنې؛ نو هرو مرو به دي یا جامې سوزي، یا به د وسپنې بدبویي ترې محسوسوې.

درېمه لاره: له پردیو ښځو سره اختلاط (ګډوالی). له پردیو ښځو سره ګډ اوسېدل د دې لامل کېږي، چې هرو مرو به د هغوی لوري ته سترګې غړوې، خبرې به ور سره غبرګوې، خبرې به یې اورې؛ بلکې لاس به ور سره میلاووې. داټول هغه څه دي، چې له امله یې انسان د دې شیطاني دام ښکار کېدلی شي. سترګې، غوږونه، ژبه، پښې او لاسونه؛ دا د زړه جاسوسان دي، پردۍ ښکلا اوښکلي ستا د زړه کور ته ننباسي. د لږ وخت په تېرېدو به ستا زړه د پردیو ښکلاوو او ښکلو زندان وي، چې روستی سرحد او پایلي یې بدې اړیکې (زنا) ده.

په یوه صحي حدیث کې دیادو غړو ناسمه کارونه زنا بلل شوې. پردیو نامحرمو ته کتل، له هغوی سره خبرې کول، د هغوی خبرې اورېدل، هغوی ته لاس اچول او هغوی ته ورتلل د همدې غړو زنا ګڼل شوې؛ ځکه دا ټول غړې سترې زنا ته لاره هواروي.

دا چې یاد خلطیت په ټولنیزو ځایونو کې (لکه: دفترونه، بازارونه، مکتبونه، ودونه او…) زیات دی؛ نو په یاده ناوړه ناروغي هم هغلته د اخته کېدو وېره ده.

څلورمه لاره: د مېنې او مینتوب کتابونه لوستل، د عشق مجلې او ورځپاڼې کتل. دا هم هغه څه دي، چې ستا سپېڅلی فکر اغېزمنوي او په ناروا دي اړوي.

پنځمه لاره: ټولنیزې شبکې او عامه پردیپاله رسنۍ، چې له کفري او غربي فکرونو او دودونو نه، سرچینه اخلي. هغوی د عشق او مېنې تر نامه لاندې هغه زهرجن مواد نشر وي، چې د ځوان نسل د تباهۍ، بد مرغۍ او بېلارۍ لامل کېږي. د همدې کاږه او فاسد هدف له پاره یې ځانګړي پروګرامونه او بېلا بېلې دسیسې پر کار اچولې تر څو د مسلمان قشر د غیرت ګراپ صفر ته را ټیټ کړي او د هغوی نوی را ټوکېدلی نسل په فکري انحراف اخته کړي. یاده ناروا لاره که له یوې خوا د ځوان نسل غیرت په بډ وهي، له بله پلوه د زهرجنې او وژونکې نجسې ناروغي (ايډز) او داسې نورو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي. دا دواړه هغه ستر هدفونه دي، چې کفري نړۍ یې د زر او زور په کارولو سره د تر لاسه کېدو هلې ځلې کوي، چې تر ډېره بریده یې پکې د بریا څرک هم ښکاري.

شپږمه لاره: لڅ فلمونه، انځورونه او د فحاشۍ ویډیوګانې کتل. دا هم ځوانان ناروا مینې، شیطاني عشق ته هڅوي، په تېره بیا په نننۍ نړۍکې چې د ټکنالوجي د پرمختګ له امله هر ووړ، ځوان او زوړ و رسنیزو وسیلو، غږیزو او انځوریزو الاتو ته لاس رسی لري.

اوومه لاره: سرود، سرنا او ناروا سندرې اورېدل. یاد مواد هم د ځوانانو په زړونو کې د ناروا عشق تخم ښندي. ډمې او ډمان، چې په نننۍ پردۍ اصطلاح هنرمندې او هنرمندان نومول کېږي؛ تل د پردو نامحرمو نرو او ښځو زیب، زېنت او ښکلا ستایي، چې له کبله یې د ځوان نسل فکري، روحي او معنوي ځواک تر ژور ناروا اغېز لاندې راځي.

اتمه لاره: بېکاري او وزګاري. بېکاري هم ځوانان ناسمو فکرونو، ناوړه کړنو او بې ځایه ګرزېدو را ګرزېدو ته هڅوي، چې په پایله کې یې د شیطان د شومو موخو ښکار کېږي.

ګلونو ځوانانو! دا ټول هغه څه دي، چې تاسو و ناروا مینې او عشق ته را کاږي او له دې لارې مو دیني، دنیوي او اخروي ټول مادي او معنوي مشروعې موخې او زرین اهداف له خطر سره مخ کېږي؛ نو هرو مرو ترې ډډه وکړئ!

الله پاک مو له موږ سره اصلاح په برخه کړه!

لیکوال: م. حمد الله دانشمند

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب