نا آرام خوب د یو لړ ناروغیو لامل دی

واشنګټن : دروغتیا پوهانو په وینا په خوب کې نارامي دیولړ ناروغیو لکه شوګر ، دوینې فشار او داسې نورو نفسیاتي او رواني ناروغیو لامل ګرځي

په څېړنو کې ویل شوي چې دخوب دناارامي له امله دناروغۍ اغېز پنځه کاله بعد ښکاره کیږي .

په ( امریکن میډیکل ایسوسی ایشن ) نومې امریکایې مجلې په تازه ګڼه کې ویل شوي چې کله دانسان خوب دنارامۍ ښکار شي نو په سالمه او پوره اندازه اکسیجن دماغ ته نشي رسیدلای ، چې له امله یې نوموړي ناروغ ددې په ځای چې په روغ حالت کې کار وکړي ، په هنګامي او بیړني حالت کې دکار کولو هڅه کوي . او په نتیجه کې یې مالیخولیا اثرات شروع کیږي .

دڅېړنې له مخې دخوب ناارامي په ځانګړې توګه د لوړ عمر درلودنکو ښځو لپاره خطرناک دي او تر اتیا فیصده زیاتې مېرمنې دورته ناروغۍ سره لاس او ګریوان وي .

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب