مینه مې نشم هېرولی، څه وکړم؟

ژباړه: حزب الله ناصح.

پوښتنه :

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

زه اولس كلن ځوان يم، له خپلې كورنۍ سره په يوه بهرني هيواد كې اوسيږم او درس وايم، د رخصتۍ په ورځو كې خپل هيواد ته ستون شوم او هلته مې له يوې پيغلې سره وپيژندل، هغه زما همزولې ده او زمونږ په ګاوند كې اوسيده،هغه ډيره با اخلاقه نجلۍ وه، د تلفون شميرې مو سره بدلې كړي او كله نا كله به په تلفون سره غږيدلو، ورو ورو هغه شيبه راورسيده چې پوه شوو عواطف مو يو بل ته نژدې شوي دي او يو د بل په مينه مو اعتراف هم سره وكړ. زما رخصتي پوره شوه او بيرته خپلې كورنۍ ته ستون شوم. د تګ نه وړاندې هغې راته وويل چې زما او ستا دوستي پدې ډول ناممكنه ده چې ته په يوه او زه په بل كې هيواد كې اوسيږو نو له همدې امله بيلتون د دواړو لپاره غوره دى.

ما هم ورسره موافقه وكړه ځكه خبره يې سمه وه، دا عقل نه مني چې زه خپل ژوند له داسې پيغلې سره وتړم چې په كال كې يوازې دوه مياشتې ورسره كتلى شم.

كه څه هم چې دې موافقې ته سره ورسيدو چې نور به يو بل هيروو خو اوس چې زه خپلې كورنۍ ته راغلى يم نو لا هم ورسره هره مياشت په تيليفون  كې خبرې كوم. زه د هغې د هيرولو توان نه لرم.

څرګنده ده چې تاسې به ما ته د هغې د هيرولو او خپلو درسونو ته د پاملرنې لاښوونه كوى، ځكه همدا خبره زما عقل هم تصديقوي، خو زړه مې يې نه هيروي، كله هم چې په يو كار مصروف شم، انځور يې مخې ته راځي، هيرولى يې نشم، او درسونه هم راته په مخكې پراته دي، لدېنه هم ويريږم چې صنفي نمره مې را ټيټه نشي ځكه زه د با استعداده زده كوونكو څخه يم.

زه نه شم كولى چې د هغه يو نامعلوم لوري ته له ځان سره بوزم، زه غواړم چې هغه زما د راتلونكي ژوند ميرمن شي، خو لكه څنګه چې هغه په يو او زه په  بل هيواد يم نو ګرانه ده چې سره يو ځاى دې شو.

زه د زړه اوعقل په جګړه كې ښكيل يم، له تاسې نه هيله لرم چې مرسته راسره وكړى.

الله دې تاسې ته نيكه بدله دركړي.

ځواب

ګرانه وروره.

عليكم السلام و رحمة الله وبركاته

پداسې مسائلو كې تل زړه او عقل سره جګړه كوي، ډير ځله خو ځوانان همدا د زړه مني او د عقل په غوښتنو پښه ږدي خو پايلې يې بيا جوته ده چې هسې ښكلې نه وي لكه چې زړه يې په لومړي كې انځورونه كاږي. لدې  كبله مونږ غواړو ستا د عقل پلويتوب وكړو، او ستا دا هوډ چې د ځان لپاره د ښې لارې په لټه كې يې پياوړى كړو.

ته پوهيږې چې ستا دا اړيكې پدې عمر او پداسې ظروفو كې كله نا كله هغه طبيعي پرمختګ نه كوي چې په طبيعي ډول سره پاى ته ورسيږي، مونږ ګمان كوو چې كومه جګړه ستا د عقل او زړه ترمنځ رامنځ ته شوې درې عوامل لري .

لومړى :

تا له دې پيغلې سره په مكمل ډول اړيكې ندي شكولي او ستا په وينا لا هم په تليفون ورسره اړيكې ټينګوې، دا هغه شيان دي چې ستا احساسات راپاروي او د هغې يادونه دې په زړه كې بيا راتازه كوي، ته يې داسې ګرځولى يې چې د هيرولو توان يې نه لرې، او په خپلو احساساتو هم ولكه نه لرې، نو د حل لاره دا ده چې په بشپړه توګه ورسره اړيكې ختمې كړې.

دويم :

په تا باندې دومره وخت نه دى تير شوى چې هغه دې له ذهن نه بيخي ووزي، ځكه چې تر هغه چې ته ورسره په مكمل ډول اړيكې ختموې، او پخپلو احساساتو باندې ولكه ترلاسه كوې، يو څه وخت ته اړتيا ده او دا به تر هغه وخته پورې درته لويه ستونزه وي، خو د وخت په تيريدو به دا مشكل حل شي، نو موږ په ټينګار سره وايو چې په همدې ډول به دا ستونزه حل شي كه څه هم چې ځينې بې تجربې كسان دا كار ناشونى ګڼي

دريم :

د داسې يوې څيز نشتوالى چې تا او ستا فكر له دې موضوع  څخه مشغول وساتي، مونږ دا عقيده لرو چې كه ته درس پيل كړې ځان پكې مصروف كړې، او ذهن ته دا موكه ورنه كړې چې بيا پدې موضوع كې مصروف شي، نو كه چيرې ستاهوډ قوي وي. انشاء الله چې همدا درس به له تا سره د دې موضوع په هيرولو كې مرسته كوي.

الله تعالى دې توفيق دركړي، له هماغه ذات نه كومك وغواړه او دعاكوه انشاء الله چې لوى خير به ووينې.

دا تجربه بايد ستا لپاره د دې لامل شي چې ډير كوښښ وكړې تر څو په ټولګي كې خپله نمره وساتلى شې، او د دې وړشې چې له صالحې او غوره ښځې سره واده وكړې.

Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب