مکه کې د دعوت پر وړاندې خنډونه | سیرت النبي

د دعوت سره د مقابلې ډول ډول طریقې:

قریش پوه شول چې محمد صلی الله علیه وسلم له خپله دعوت څخه لاس نه اخلی نو یو ځل بیا یې فکر وکړ او د دعوت د مخنیوی لپاره یې مختلف قدمونه واخیستل چې نمونې یې په لاندې ډول دی:

 ۱.ملنډې ،ټوکې ،سپکې ګڼل درواغجن بلل او خندنې:

په دې توګه یې دمسلمانانو د سپکوالی او د دوی د معنوی ستنو دلړزولو هڅه کوله نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته یې پریوتی او ناخوښه لقبونه ایښودل کله به یې لیونئ ورته وایه  لکه چې قران کریم کې فرمایی:  (5 وَقَالُواْ يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ 6  )

ژباړه:  کافرانو ویل : ای هغه سړیه چې وحې درته راغلې ته په رښتیا یو لیونی یې.

جادوګر او درواغجن به یې هم ورته ویل لکه چې فرمایې: (وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 4 )

ژباړه:دوی هک پک شول چې ډاروونکی پکې پیدا شو او کافرانو به ویل چې دا کوډګر درواغجن دی.[irp posts=”1686″ name=”په ښکاره دعوت پیل-سیرت النبي”][irp][irp]

کافران به د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وړاندې او وروسته د غضب او قهر څخه ډکو څیرو د غچ اخیستونکو په څیر تیریدل لکه چې فرمایې: (وَإِن يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ 51 )

ژباړه: کله چې کافران قران کریم اوری نو تاته په داسې قهرجنو ډاروونکو سترګو سره ګوری چې ګواکې ستاسې پښې به وښویوی او وایې چې دا پیغمبر خامخا لیونی دی.

کله به هم چې بې وزلی او کړاوونو وهلی مبارک اصحاب د ده په چاپیر کې ناست وو نو په ملنډو به یې ویل چې همدا یې ملګری دی؟

(أَهَـؤُلاء مَنَّ اللّهُ عَلَيْهِم مِّن بَيْنِنَا أَلَيْسَ اللّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ 53 )  الانعام ۵۳

ژباړه: ایا زمونږ له مینځ نه یوازې په دغو کسانو الله جل جلاله مهربانی کړې ده، الله جل جلاله په ځواب کې وفرمایل: ایا الله جل جلاله شکر کوونکی نه پیژنی؟

د مسلمانانو په هکله د دوی اټکل په دې ډول وو.

(إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُواْ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ 29 وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ 30 وَإِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمُ انقَلَبُواْ فَكِهِينَ 31 وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلاَء لَضَالُّونَ32 وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ 33)    مطففین

ژباړه: مجرمانو په مؤمنانو خندا ګانې کولې کله به چې پرې تیریدل یو بل ته به یې سترګکونه سره وهل کله به چې خپلو کورونو ته ستنیدل نو خورا زیات په خندا کې به ستنیدل چې مؤمنان به یې ولیدل نو ویل به یې: دا همغه بې لارې خلک دی په داسې حال کې چې د دوی دنده دا نه ده چې د مسلمانانو څارنه وکړی.

۲. دلارښوونو په هکله ئې د ګومانونو او شکونو را پورته کول:

مشرکینو به د نبی صلی الله علیه وسلم د لارښوونو په هکله ګومانونه او شکونه راپورته کول او د خلکو په وړاندې به یې بې اغیزې ښکاره کول، لکه چې د قرآنکریم په هکله به یې ویل:   (أَسَاطِيرُ الأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَى عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلاً  ) الفرقان 5

ژباړه: زړې کیسې دي چې دیو چا په لاس یې لیکلي او اوس سهار او ماښام یې ده ته وایې

او هم به یې ویل: (وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلاَّ إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ فَقَدْ جَاؤُوا ظُلْمًا وَزُورًا)   الفرقان 4

ژباړه: کافرانو به ویل دا سوچه دروغ دي چې له ځان څخه یې جوړ کړي او نورو خلکو هم ورسره په جوړولو کې لاس کړي دي.

او هم به یې ویل:

(انما یعلمه بشر)   النحل 103

ژباړه: دا پخه خبره ده چې کوم انسان ده ته دا قرآن ورذده کوي.

(وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الأَسْوَاقِ)  الفرقان  ۷

ژباړه : دا څه وړ پیغمبر دی چې خوراک کوی او په بازارونو کې ګرځیږي.[irp][irp]

په قرآنکریم کې د مشرکانو د ټولو بې ځایه پوښتنو ځواب کله د پوښتنې د ذکر سره او کله یې بې له ذکر کولو څخه شوي دي.

۳. دپخوانیو او زړو کیسو په واسطه له قرآنکریم سره مقابله او دهغو په واسطه له قرآنکریم څخه دخلکو مخ اړونه :

نضر بن حارث یو ځل قریشو ته وویل:

اي قریشو! سو ګند په الله په تاسې ډیر لوي غم را ښکته شوي دي او تاسې یې تر اوسه څه بند و بست نه دی کړي تاسې وویل چې محمد ساحر دی، شاعر دي، لیوني دي نه سوګند په الله چې هغه یو له دې هم نه دي متوجه شي په تاسې ډیر لوي غم را پریوتي دی بیا نضر بن حارث په خپله حیرې ته ولاړ او هلته یې د فارس د پاچایانو او د رستم او اسنفدیار کیسې زده کړې، کله به چې نبی صلی الله علیه وسلم خلک اسلام ته را دعوت کول نضر بن حارث به ورپسې وو  او خلکو ته به یې ویل چې راشي ماته غوږ شي د محمد نه زما خبرې غوره دي بیا به یې همدغه د فارس دپاچایانو کیسې ورته شروع او په پاي کې به یې ویل اوس ووایئ چې زما خبرې ښې دي که دمحمد خبرې.

د ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دي چې: نضر به ځینې ښکلې وینځې واخیستې او چې کله به خبر شو چې د کوم سړي د نبی صلی الله علیه وسلم سره مینه پیدا شوې نو یوه وینځه به یې وګومارله چې تل هغه سړي ته خوراک او څښاک ورکړه او سندرې ورته وایه تر څو له نبی صلی الله علیه وسلم سره یې مینه زیاته نه شي او مسلمان نه شی،  په دې هکله د لوی الله جل جلاله له لوري دا آیت نازل شو:

(وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ   6 )  لقمان

ژباړه: ځینې خلک بې هوده او بې ګټې خبرې اخلي تر څو پرې د الله جل جلاله له لیارې څخه نور خلک واړوي

۴. سازش:

په دې توګه مشرکینو هڅه وکړه چې اسلام او جاهلیت د لیارې په اوږدو کې د( څه واخله او له څه تیر شه) اصل په رڼا کې سره یو ځای ، مشرکان به ځینې عادات او عقیدې پریږدي په مقابل کې به نبی صلی الله عیله وسلم هم له ځینو څیزونو ور تیر شي، په دې هکله الله جل جلاله فرمایې: ( لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ 9 ) القلم ۹

ژباړه: دوي هیله من دي چې که ته لږ څه له خپلو اصولو ورتیر شې نو دوي به هم مداهنت وکړي یعنې له اصولو به تیر شي.

ابن جریر او طبرانی لیکی : چې مشرکانو رسول الله صلی الله عیله وسلم ته وړاندیز وکړ چې یوکال ته زمونږ دخدایانو عبادت وکړه ، او یو کال به مونږ ستا د رب عبادت وکړو.

الله جل جلاله د دوي په وړاندیز سورة الکافرون نازل کړ.

(قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ 1 لاَ أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ 2 وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 3 وَلاَ أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ 4 وَلاَ أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ 5 لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ 6 )  الکافرون

او په دې غوڅ او پرې کوونکي دریځ سره الله جل جلاله د دوي د ټولو رسوا او خندوونکو سازشونو مخه د تل لپاره ونیوه .

له دې کبله چې په تاریخي لحاظ په دې برخه کې مختلف روایتونه را نقل شوي شاید دلیل یې د دا وړ سازشونو ډیر تکرار وي.

لیکوونکی: محمد فیصل

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب