مينه څه ده؟ د رسول الله (ص) او اصحابو کرامو مینه

عاشقان دي دا لیکنه خامخا ولولي، بیا دي خپله مینه د ذکر سویو مینو سره پرتله کړي، که حقیقي مؤمن و، حتماً به پر لاندي لیکنه اوښکي توی کړي، او خپله مینه به فالتو وبولي!

 مینه څه ته وايي؟!

مينه د “علي” وه، چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ځای د هغه په بستره کي پټیږي او ښه پوهيږي، چي ټول قوم د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژني لپاره راټول سوی دی او په همدې بستره کي به مړ کېږي.

مينه د “صديق” ده، چي رسول الله ﷺ ته غار ته له ننوتلو مخکي وایي: ته ودرېږه مه ورننوځه، لومړی به زه ورسم که څه مضر شی په کښي وي چي زه ورسره مخ سم او تاته ضرر ونه رسوي.

مينه د “بلال” وه، چي د خپل محبوب رسول ﷺ څخه وروسته یې آذان پرېښود، کله چي عمر رضی الله عنه ورڅخه د آذان غوښتنه وکړه نو له آذان وروسته یې د خپل محبوب ﷺ په فراق کي دومره وژړل چي ټول عمر يې نه و ژړلي.

مينه د رسول الله صلی الله عليه وسلم وه، چي ويل يې “د عايشې په حق کی مي مه خفه کوئ”.

مينه د “زبير” ده، چی د رسول الله ﷺ د قتل آوازه اوري، په داسي حال کي چي ۱۵ کلن ځوان دی، توره را اخلي او غواړي قاتل پيدا او ويې ژوني.

مينه د “ﺭﺑﻴﻌﺔ ﺑﻦ ﻛﻌﺐ” ده، کله چي ځني رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه کوي، چي څه ته اړتيا لرې؟
هغه ورته وایي: په جنت کي ستا ملګرتيا.

مينه د “د بني دينار مېرمني” ده، کله چي يې د احد په جنګ کي خاوند، پلار او ورور شهيدېږي، د هغوی په مرګ اوښکي تويوي، خو کله چي رسول الله ﷺ ژوندی ګوري نو بې اختياره وایي ستاسو له ژوندي ليدلو وروسته نور ټول غمونه هیڅ دي.

مينه د”ﺛﻮﺑﺎﻥ” ده، چي کله ځیني رسول الله ﷺ پوښتنه کوي: دا رنګ دي ولي الوتی دی؟
هغه ځواب ورکوي: نه کوم مرض او نه کوم درد لرم خو چي تاسو ونه ګورم، سخته وېره راباندي حاکمه سي تر هغو چي سترګي مي په تاسو ولګیږي.

مينه د “ابوبکر” ده، کله چي رسول الله ﷺ مرګ ته نزدې سو نو سخت ژاړي، رسول الله ﷺ ورته وایي مه ژاړه که مي له الله پرته بل خليل (دوست) نيولی نو ابوبکر به مي خليل وای.

احمد جنيد مبارز

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب