مونږ او د اختلاف فرهنګ

د نظر مخالفت ډېرې ګټې لري. کله چې دوه نظره سره مخالف شي، هر يو غواړي ځان حق ته ورسوي او سمه لار ومومي، نو د تحقيق او څيړنې فرهنګ ترې رامنځ ته کېږي، کله چې تحقيق رواج شي، علم ډېرېږي.

انسان ماشين نه دى، نه کمپيوټر دى چې جامد وي، که څوک يې مخې ته کېني دقيق کار به کوي او که يې څوک د چلولو له پاره نه وي بيا دې ولاړ وي. انسان عقل لري، همدا عقل دى چې انسان له نورو څخه بېلوي او څوک چې له عقله استفاده کوي، حتما فکر کوي او څوک چې فکر کوي، د هغه فکر پايله لري، د هر انسان د فکر پايله حتما له بل سره توپير لري، د دغه توپير په نتيجه کې نظرونه مخالفېږي، يو به سم وي او بل ناسم، يو فکر له يوه نظره برا بر او بل له بله اړخه مناسب.

يو وار له شيخ شعراوي څخه وپوښتل شول[1] چې انسان د خداى خلقت دى او ماشين انساني خلقت، ولې الهي خلقت غلطېږي، خو ماشين تل دقيق کار کوي. شيخ شعراوي ډېر په زړه پورې ځواب ورکړ، هغه ورته وويل چې همدا ټکى دى چې ماشين او انسان سره بېلوي، دا عقل دى چې ماشين يې جوړ کړى، ماشين عقل نه لري چې انسان جوړ کړي، ماشين عقل نه لري ځکه په خپل کار کې غلطي نه کوي او انسان عقل لري، انسان تل د نوې طريقې د رامنځ ته کولو په فکر کې وي، نو څوک چې ماشين جوړوي، له ماشينه ستر هم جوړولى شي، خو ماشين همدا يو کار کوي.

که چېرته انسان په خپله لار د اس په څېر روان وي، يا د ماشين په څېر کار وکړي، پرمختګ نه رامنځ ته کېږي. د نظرونو مخالفت هم همدا ډول دى، هغه څوک چې فکر کوي، تحقيق کوي، هغه يو نظر او رايه تر لاسه کوي او دغه رايې کېداى شي د دوو کسانو مختلفې وي، دغه مخالفت ته بايد په درنښت قايل شو، ځکه دا د ستايلو وړ مخالفت دى، د يو کار په نتيجه کې منځ ته راغلى او که داسې ونه شول انسان هم له ماشينه ډېر څه نه دى او حتی له ماشينه ډېر په ټيټه درجه کى دى.

پوهان وايي استبداد استعداد وژني، دا په دې معنا چې استبدادي نظامونه او مستبدين انسان فکر ته نه پرېږدي، ځکه څوک چې فکر وکړي، يو ځانګړى فکر ورسره پيدا کېږي او که دغه ځانګړى فکر رشد وکړي، انسان ډېر پر مخ ځي چې مستبدين دغه پرمختګ نه خوښوي.

اختلاف عموما دوه ډوله دى، يو يې ښه او بل يې بد. ښه اختلاف د فکر او نظر اختلاف دى چې په پايله کې سترې لاسته راوړنې لري او د ننۍ نړۍ دغه عجيب پرمختګ د دغه ډول اختلاف په نتيجه کې رامنځ ته شوى. دا هغه اختلاف دى چې په اسلام کې هم روا دى او اسلام هم ښه ګڼلى، د اسلامي مذاهبو تر منځ اختلاف الهي رحمت دى، ځکه دوى د فکر او اجتهاد په پايله کې دغه نظر ته رسېږي، کېداى شي يو يې حقيقت ته رسېدلى او بل يې خطا شوى وي، خو خداى هغه ته چې سمه لاره يې نه ده موندلې، هم اجر ورکوي، دغه ډول اجر شايد هېڅ کوم بل دين کې نه وي، خو اسلام د فکر او اجتهاد له پاره لاره خلاصه پرې ايښي او خلک يې تشويق کړي، چې که غلط هم شول اجر لري. همدا ښه اختلاف دى چې فقهي اختلاف ډېر داسې نوابغ نړۍ ته ډالۍ کړي چې د جمود دوره يې د يوه په رامنځ ته کولو ونه توانېده.

د مخلوقاتو رب د انسان د طبيعت مطابقه خبره کړې او دغه لار تاييدوى الله فرمايي: (ولا يزالون مختلفين) يعنې مخالفت الهي خلقت دى او انسانان به همداسې د نظر مخالفت لري.

که چېرته په حکومتدارۍ کې هم وګورو، رسول الله صلى الله عليه وسلم د نظر اختلاف ته د احترام په سترګه کتل، هغه که څه هم معصوم و، خو بيا يې هم له خپلو اصحابو سره مشوره کوله او د هغوى مشوره که به ورته مناسبه ښکارېده، عمل به ېې پرې کاوه، لکه د خندق په جګړه کې چې د سلمان فارسي نظر مني.

همدا رنګه د هغه صلى الله عليه وسلم خلفاو به هم د خلکو نظرونه منل، لکه ابوبکر رضي الله عنه د زکات د مانعينو په جګړه کې له نورو اصحابو سره مشوره کوله. هغه وخت کې مشوره او د بل د نظر اورېدل د حکومتدارۍ لومړى اصل و.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحابو به سياسي اپوزسيون ته د احترام په سترګه کتل او د دې له پاره به يې مخالف موقفونه هم نيول، لکه عائشه رضي الله عنها چې ښځه هم وه، د اپوزسيون مشري کړې. دا ټول د دې له پاره چې عقلونه په کار واچوي او سمې لارې ته ځان برابر کړي.

دويم اختلاف مذموم او بد دى. هغه د مسلمانانو تر منځ بې اتفاقي ده، چې هم قرآن رټلې او هم يې انساني عقل نه مني. خداى تعالى انسانانو ته وايي چې که چېرته اختلاف وکړئ، ناکامېږئ او ځواک به مو ختم شي (ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ريحکم). دا مذموم اختلاف دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يې له امله د ليله القدر شپه هم هېره کړې او داسې نورې ډېرې بدې پايلې لري[2].
زموږ ټولنه کې د دغو دوو اختلافونو تر منځ سم توپير نه دى شوى، که څوک له چا سره مخالفت ښکاره کړي، داسې ښکاري لکه دويم مخالفت چې يې کړى وي، همدا ده چې څه لاسته راوړنه هم نه لرو. دغه دوه اختلافات مو سره ګډ کړي، ځکه د مخالفت فرهنګ هم عام نه دى، که نه دوستان بايد له يو بل سره د صميميت په فضا کې مخالفت وکړي او ليکوالان په خپلو دوستانو انتقادي ليکنې وکړي، څو د ښه اختلاف فرهنګ عام شي.

څو کاله وړاندې زما په يوه لنډ مطلب يو دوست رد ليکلى و، ما يې ځواب ووايه، د ليکوال نوم مستعار و، ما يې ليکوال ونه پېژانده. بله ورځ زما بل دوست راته وويل چې يو ملګرى راکره راغلى و، ته يې هم پېژندې او ويل يې چې يو وار مې ورسره (لانجه) راغلې وه. د دغه ښاغلي له نظره د نظر مخالفت لفظي شخړه او جنجال و! زموږ په ټولنه کې يو روڼ اندى چې له دنيا سره آشنايي لري او نټ ته لاسرسى لري، هغه د نظر مخالفت جنجال بولي، نور حتما د نظر مخالفت ته د جنجال په سترګه ګوري.

د نظر مخالفت ډېرې ګټې لري. کله چې دوه نظره سره مخالف شي، هر يو غواړي ځان حق ته ورسوي او سمه لار وموندي، نو د تحقيق فرهنګ ترې رامنځ ته کېږي، کله چې تحقيق رواج شي، علم زياتېږي. د پوهې ډېرېدل د نظر د مخالفت برکت دى. بايد د نظر مخالفت ته د الهي رحمت په سترګه وګورو او دغه فرهنګ په خپلې ټولنې کې عام کړو، نه دا چې له دغه علمي ميتوده کرکه وکړو.

سرچينه: قافله مياشتينۍ مجله


[1] د شيخ شعراوي فتاواى (يسئلونک عن الدين و الحياة) دې وکتل شي.
[2] زموږ مصري استاد (دوکتور عبد التواب حلمي) د بريا او ناکامۍ د عواملو په هکله يوه په زړه پورې څېړنه کړې او د ناکامۍ عوامل يې په کې په تفصيل سره ښودلي، ما يې يوه برخه ژباړلې، ژر به پاى ته ورسي او خپور به شي. ان شاء االله

زاهد جلالي

د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ