موسیقي د روح غذا نه ده!

دا خبره کاملاً غلطه ده چې موسیقي د روح غذا ده او په ویلو یې یو مسلمان شاید ګناهګار هم شي ځکه قران کریم کې داسې څه نشته چې یې ویلي وي موسیقي د روح غذا ده او یا تاسو ته به د موسیقي په اوریدلو سره ستاسو روح ته غذا رسیږي نو چې قران نه وي ویلي او حتی قران پاک هم موږ ته له هغه شیانو څخه د منع کولو امر کړی دې په کومو سره چې د یو مسلمان انسان نفسي خواهشات زیاتیږي او مسلمان ته د ناروا لارې لارښوونه کوي.

دا چې موسیقي د روح غذا ده دا د کفارو خبرې دي د هغوی پوچې عقیدې چې یو انسان ته پکې کوم بند سرحدونه نشته یوازې او یوازې غواړي چې ژوند د خپلو خواهشاتو مطابق تیر کړي نو دوی هم هڅه کوي چې مسلمانان په یو نا یو ډول بې لارې او ګمراه کړي او د خپلو دروغجنو او بې مانا مذهبونو لپاره زیات ملګري پیدا کړي چې موخه یې د اسلام پاک دین څخه د مسلمانانو د واټن زیات کول دي.

راځی! په ریښتیا سره دا واضح کړو چې موسیقي د روح غذا ده او که د روح تخریبول او کمزوري کول دي؟

لومړی به زه د موسیقۍ د یو اوریدونکي په صفت درته ووایم چې زه کوم وخت موسیقي اورم نو زما روح ته یې داسې غذا نه ده راکړې چې په هغې غذا سره زما زړه او دماغ د سکون او ارام په جال کې لویدلی وي بلکې د موسیقۍ په اوریدلو سره یې زما په عصبي ریښو منفي اغیز کړی دې منفي اغیز په دې مانا چې زما او د آلله تعالی تر منځ یې واټن زیات کړی دې، زما نفسي خواهشات یې زیات کړیدي، زه یې نا ارامه کړی یم او…خو چې د موسیقۍ سره مې پریکون کړی دې بیا یې ماته مثبته نتیجه راکړې ده او ماته اوس دا ثابته ده چې د موسیقۍ اوریدل د سړي ذهن له خپلې عقیدې څخه بدلوي او تاسو به هم زما په څیر یاستۍ!

نو که په لنډ ډول ووایم چې د موسیقۍ په اوریدلو سره ستا او ستا د پاک څیښتن جل جلاله چې ته یې پیدا کړی یې، د عبادت او بنده ګۍ واټن زیات کوي، موسیقي مو نفسي خواهشات زیات کوي او په اصل کې د نفسي خواهشاتو د زیاتولو غذا ده، موسیقي ستاسو عبادت کم کوي، موسیقي ستاسو د پنځه وخت فرض لمانځه په اداء کولو کې سستي رامنځته کوي، موسیقي ستاسو مینه او محبت ستاسو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او آلله تعالی سره کمه کوي، موسیقي ستا مینه له خپلې میرمنې سره کمه کوي او معمولاً مو د زنا لپاره تشویق کوي، موسیقي عصبي ریښې کمزورې کوي او ستاسو حافظه د معلوماتو د ساتلو څخه ناتوانه کوي، موسیقي له تاسو څخه د قیامت ورځ هیره وي، له تاسو مرګ هیره وي، موسیقي تاسو ته د غیر اخلاقي کړنو لارښوونه کوي، موسیقي مو حلال رزق حرام کوي، موسیقي مو زړه کې د اصل ژوند مینه او محبت کم کوي او ځای یې ناروا خواهشات او غیرې اخلاقي خوندونه نیسي چې نتیجه یې د اسلام له دایرې څخه وتل دي او…

نو که ووایو چې د روح غذا خو د قران پاک تلاوت او د تلاوت اوریدل هم دي خو هیچا ونه ویل چې د قران تلاوت د روح غذا ده حال دا چې نن صبا د هر سړي په خوله دا جمله ده “موسیقي د روح غذا ده”

تاسو خو یو ځل د ازمایښت په خاطر یوه مسته سندره واوری بیا د قران تلاوت وکړی یا یې تلاوت ته د سندرې په څیر کلک غوږ ونیسۍ چې معلومه شي چې کوم یو ستا روح ته د ارام او خوشالی غذا در کولی شي هرو مرو به قران پاک ستا روح د لمر په څیر رڼا کړي او په زړه کې به دې د ایمان رڼاګانې وغوړیږي.

که دا ووایو چې زیات ادب او اخلاق خو د قران کریم په تلاوت کې دې په موسیقي کې کوم ادب او اخلاق شته؟

ډیر داسې کسان شته چې په یو مجلس کې نه غواړي چې بد اخلاقه خبرې وکړي او حال دا چې د نورو خلکو له خوا د پوره درناوي او غزت څیښتن هم وي خو چې د یوې ښځینه هنرمندې مست مجلس ته ناست وي نو پرته له شکه به د لس ګونو خلکو په وړاندې به لاسونه پړک کوي او ګډه به کوي ځکه چې په داسې مجلس کې ادب او اخلاق ترې هیر وي همدارنګه یوه ښځینه هنرمنده څومره په شرم ناکه توګه خپل ځان سینګار کړی وي او د کلتور خلاف لباس یې هم په تن وي چې ظاهراً د خلکو روح ته د نفسي خواهشاتو غذا ورکوي

نن صبا د موسیقۍ بازار ښه ګرم دې او مینوال یې د میږیو په څیر ښه په درز کې زیات دي او لا زیاتیږي

ډیر خلک شته چې خپله پریشاني او خفګان د موسیقۍ په اورید له منځه وړي او ډیری ځوانانو موسیقي د ژوند مهمه برخه ګڼلې ده چې روزانه موسیقي اوري.

نو خبره دا ده چې موسیقي د روح غذا نه ده موسیقي مو خپله اسلامي او پاکه عقیده کمزورې کوي چې دا یو شیطاني عمل دې او شیطان د مسلمانانو لوی دوښمن دې او شیطان هیڅکله نه غواړي چې مسلمان د آلله تعالی ریښتنۍ بنده پاتې شي او تل د په دواړو نړیو کې خوشاله وي نو بیا ولې موږ د شیطانت کارونه وکړو او ولې د شیطان سره خپلې اړیکې وساتو چې موسیقي هم د شیطان د خوښې له کارونو څخه یو کار دې چې یو مسلمان پرې بې لارې کیدلی شي او ژوند یې مایوسه او پریشانه کولی شي او په اوریدو سره به د خوشالی په ځای به اکثره پریشانه وی او د پریشانۍ د له منځه وړلو لپاره به تاسو موسیقۍ ته رجوع کوی چې وروسته به بیا هم خفګان درسره مل وي نو بناءً زموږ د روح غذا قرانکریم دې چې د نړۍ په کتابو کې یې بدیل نشته او نه به پیدا شي موږ باید خپل روح د قرانکریم په تلاوت تازه کړو، خپل خفګان باید د هغه په تلاوت له منځه یوسو او هره ورځ په دقت سره د اسلام فرایض ادا کړو بیا تاسو وګوری چې ستاسو روح به څومره تازه وي او څومره به د غښتلې حافظې څیښتن واوسۍ همدارنګه تسبې ویل او د آلله تعالی ذکر د روح لپاره تر ټولو پیاوړې غذا ده ځان په ذکر عادت کړی هم ثواب او هم خرما؛

بس تر ټولو پیاوړې د روح غذا زموږ سپیڅلۍ دین دې نه چټله او شیطاني موسیقي!

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ