مور څوک ده؟

 

[سمندر وايي] مور هغه هستي ده چې د اولاد په سلګونو زره رازونه په سینه کي پټ ساتي.

[وریځ وايي] مور هغه هنداره ده چې هر رنګ پکې له ورایه ښکاري.

[غرونه وايي] د مور درناوی زما له څوکو څخه هم ډېر لوړ دی.

[باران وايي] مور یوه داسې هستي ده چې تل یې د مينې وړانګې پر اولاد خپرې وي.

[زمانه وايي]  د مور مینه زما له ځغل څخه هم تیزه ده.

[شاعر وايي] مور یوه داسې هستي ده چې د اورېدونکې سينې ته ښکته کېږي.

[دعاء وايي] مور هغه شخصیت دی چې د اولاد د خوښۍ لپاره هر وخت ما غواړي.

[جنت وايي]  مور هغه هستي ده چې زه یې هم تر قدمونو لاندې یم.

[لمر وايي] مور یوه داسې هستي ده چې له هر ډول ګرمۍ او یخنۍ څخه اولاد ساتي.

[ځمکه وايي]  زما قیمت خو به څوک پوره کړي خو د مور قیمت هیڅوک نه شي  پوره کولاي.

[هوا وايي]  په ما کي نرمي او تازه ګي د مور څرګندونه ده.

[رڼا وايي] مور د رڼا او ښونې څلی دی.

[قلم وايي] مور دومره مهربانه ده چې زه يې له لیکلو عاجز یم.

[لیکوال وايي]

(۱) مور دومره عزتمنده او قدرمنه ده چې د هغې په رضا سره الله تعالیٰ هم راضي کېږي.

(۲) مور هغه هستي ده چې د ستاينې لپاره یې په نړۍ کې الفاظ نه موندل کېږي.

(۳) مور هغه دردېدونکی بشر دی چې د اولاد په درد تل درد منده وي.

(۴) مور د الله تعالیٰ یو انعام دی چې شکرانه یې هیڅ اولاد نه شي پوره کولی.

(۵) مور یو داسې ګل دی چې خوشبويي يې ټول جهان نيولی دی.

(۶) د مور خوشالي په دنیا کې سرمایه ده او په آخرت د کامیابۍ سبب دی.

(۷) یواځې مور ده چې مینه یې بي مطلبه ده.

(۸) مور په دنیا کې یوازځېنی شخصیت ده چې له ځان هم ورباندې ډېر ګران یې.

(۹) مور د اولاد لپاره هغه ونه ده چې اولاد د هغې تر سیوري لاندې په امن وي.

(۱۰) په کوم کور کی چی د مور خوشبويي وي نو په هغه کور کې د امن فضا خوره وي.

د دنیا ستر لار ښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«من أصبح مطيعاً لله في والديه أصبح له بابان مفتوحان من الجنة وإن كان واحداً فواحداً» (رواه البيهقي / عن ابن عباس).

يعنې چا چې په داسې حال کې صبا کړ چې د الله تعالی فرمانبرداره وي، د خپل مور او پلار لپاره، د ده لپاره به دوه دروازې له جنت څخه خلاصې وګرځي، که (د مور او پلار څخه) یو وي یوه دروازه  به خلاصه شي.

راټولوونکی او زیاتوونکی: قاري سیداجان مستغفر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب