مه خفه کېږه! (۳۷) مه خفه کېږه
مه خفه کېږه!
مه خفه کېږه! ځکه چې غم او اندېښنه دې تجربه کړل؛ خو څه ګټه یې درته ونه رسوله، په ازموینه کې د زوی پر ناکامېدو دې خفګان وکړ، ایا هغه بریالی شو!؟
د پلار پر مرګ دې خفګان وکړ، ایا هغه را ژوندی شو!؟ که د تجارت پر تاوان دې خفګان وکړ، ایا دا خفګان به دې تاوان په ګټه بدل کړی؟ یا څه ګټه به درته وکړی؟
مه خفه کېږه! ځکه پر یوه مصیبت به خفه شې؛ خو د مصیبتونو نور ډېری به درته جوړ شی، پر غریبۍ خفه شوې، لوږې په سر واخیستې، د دښمن پر خبرو دې چورت خراب کړ، نو هغه دې پخپله موخه بریالی کړ، یوه افت ته اندېښمن وی؛ خو هغه له سره رانغی.
مه خفه کېږه! ځکه له خفګان سره به غټ کور، ښایسته ښځه، مال او دولت، جاه او منصب او اولادونه درته هېڅ ګټه ونه رسوی.
مه خفه کېږه! ځکه چې خفګان به درته یخې اوبو په تروو اوبو، د ګلاب اوبه په زهرو او باغ به درته په دښته بدل کړی، او ژوند به درته زندان وګرځوی.
مه خفه کېږه! ځکه چې ته دوه سترګې، دوه غوږونه، دوه شونډې، دوه پښې او دوه لاسونه لرې، په بدن روغ او د امن ژوند تېروې، بیا نو:
( فَبِأَىِّ ءَالَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ )
” تاسي به د خپل رب كوم كوم انعامونه درواغ وګڼئ؟! ”
مه خفه کېږه! ځکه چې په خپل دین عقیده لرې، د اوسېدو لپاره کور لرې، د خوراک او څښان شیان او جامه لرې، د ملګرتیا او ارام لپاره ښکلې ښځه لرې، نو بیا ولې خفه یې ؟
لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)