ښځه او ټولنه

ښځه دنړۍپه ټولوهيوادونوکې ځانگړی ځای لري هغه که په ټولنه کې وي اويادکورپه چاپريال کې که مونږ په غورسره دښځوژون ته نظر واچوونودا به جوته شي چې ددې قشر مفيديت اواوشتون دژوند په هر دگر کې محسوسيږي ښځه دماشوم په تربيه ،دکورپه پاکولوکې،په اشپزي ،اوپه ټولنيز کارونوکې په فعاله توگه ونډه اخلي ښځه که دجنسيت له پلوه وڅيړو دنارينه دژوند ملگرې،خوراويا دمور ترعنوان لاندی هم دهر نارينه ترڅنگ ژوندکوي اوهمدردي ورسره لري ښځه که مور وي نوډير هڅه کوي چې ټولنۍ ته ښه کدر وروځي دماشوم په روزلو کې ديومور فکري استعدادډير رول لري که يوه مور سالمه روزل شوې وي نو خپل فکري استعداد څخه په سمه توگه کار اخستلې شي کنه نو هغه ميرمن نه شي کولې چې خپل اولاد په سمه توگه وروزي ډير وخت مې ماشومان حتی ځوانان ليدلي چې ميندو خويندو ته کنځلي کوي مشران بيا ورته گوري اوڅه ورته نه وايي يوه ورځ دهمداسی يوه صحنې شاهده وم کله چې دمشرانو مخکې نوی ځوان خپل مور وکنځل نو مشران نارينه ورته خندل کله مې چې پوښتنه وکړنو ماته وويل شو مونږ هلکان نه گواخو چې بيا بی زړه کيږي نو پکارده چې ماشومتوب کې دانجونو تعليم ته بايد پام وشي ترڅو دوې فکري استعداد وروزل شي چې راتلونکوکې حد اقل خپل ماشوم ته دژوند کولو سمه طريقه وښايې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب