مغز څه شی دی؟ مادي روح!؟

مغز د انسان  دبدن یو پیچلی غړی دی چې سل ملیارده عصبي سلولونه ( نورون) لري چې دنده يې د  اطلاحاتو پروسس او زیرمه کول دي، دې سلولونو  یوازې لس په سلو کې د ماغزو حجم جوړوي.

ماغزه  چې د انسان داخلی خزانه ده  نو په کار ده له هغه څخه سمه ګټه واخیستل  شي او د ددې خرانې ور خلاص کړی. تر اوسه ډیر انسانان له دې معنوی بې پایه خزانې څخه خبر نه دي.

ژوند ټوله  په مغز اړه لري او د بدن  ټوله  دننه غړي د هغه د امر  اطاعت کوي.
محیطی اطلاحات د پنځو حسونو په واسطه  هغه  حس او درک  اوپه مختلفو ځایو کې زیرمه کوي.
په عقلا نی  نیرو، فهم او هوښ سره  دژوند چارې  پر مخ بیايي سوچ کول ،   هوښيارتیا ،د احساساتو بیان او تعقل کنترولوي
د مغز په ناسم  کړه سره درد ، ژړا ، ستړیا، استرس، ناتوانی، منځ ته راځي همداسی احساسی او عاطفی عکس العملونه  یې پر ژ وند  ډیره مثبه  اغیزه کوي لکه :خندا، هیجان، خوشالی، مینه،  نو ویلی شو د انسان ماغزه د  مختلفو عواطفو او احساساتو  مرکز دی
ژوند بې احساساتو او عواطفو یو بې مانا او پوچ شی  دی .

نو مغز د ژوند یو حیاتي شی دی او زموږ هر شی زموږ ماغزه دی
د همدی مغز په اساس انسان تر ټولو نورو ژو وېښیارموجود دی نو ځکه د اشراف المخلوقات لقب ورکول شوی دی

نو مغز ته مادی روح هم ویل شوې ده.
د انسان ماغزه اتکلا (۱۵۰۰) ګرامه وزن لري چې په  ککرۍ(جمجه) کې دننه قرار لري:

ماغزه د لاندینو برخو څخه  جوړ شوي دي:

۱- دوې د  ماغزو نیمې کرې:
۲- تالاموس او عصبی غوټې :حسی  پیامونه د حرکتي فعالیتونو په اړیکه درک او هم اهنګ وی او درد او محیطی محسوسات حسوي.

۳- منځني ماغزه: وېښاری، د سترګو د تور د خوځښت  او د اندامونو واک کنترول وي.
۴-د ماغزوتنه :د سترګو،  ژبې، مخ  ،مرۍ او ستونی   دخوځښتونو مرکز دی
۵- د سترګو رشتې:دتنفس،  دوینو د جریان، داعصابو او عکس االعملی ټوخي مرکز  دی.
۶- سیلیبیلیم:عصبی باطری ده چې عصبی انرژی له هغه وځي او هم د انسان تعادل کنترولوي
د ماغزو دوې نیمی کرې د مغز تر ټولو ښه برخه او د خدای  (ج)اصلي ډالۍ انسان ته ده  که  داکرې نه وای انسانان  به  بې شعوره وای.
د شعور پیدایښت دژوندینکو په  زیاتوالی اړه لري   او هغه د محیطي او دننني اطلاعاتو  ځای دی  د دې  برخې د مړینې په صورت کې د ټول ماغزه جوړښت له منځه ځي .

په ماغزوکې ژورې شته ،چې دوې يې په دوو نیمايي کرو کې  دی، درېیمه  يې په ماغزو  په لاندیني  برخي کې او څلورمه يی د سر د شا ماغزو کي قرار لري  چې  له یو ه ډول نخایی مایع  څخه ډک دی، دوی نیمايي کرې د یو  پینه ډوله جسم  چې عصب دی د یو بل سره موښتی دی

په دې  دوونیمايي کرو کې دا لاندې برخې شته:
۱- Fronta Lobe l: دتندی مغزی عضله  :
د سترګو او تکلم په وخت کې د خولې خوځښتونه کنترولوی او هم د شعور ،منطق او تفکر مرکز  دی.
-دیوالی  مغزی عضله : چې درد، تودوخه او لمسول کنترولويParietal Lobe۲-
– دڅټ یا د سر  دشا مغزی عضله : بینایی کنترولوي.Occipital Lobe۳-
:درنګ  دتشخیص، د شامعې  دحس او حافظې مرکز دي.Temporal Lobe۴-
–  بغلی مغزی عضله  : جنسی غرایض کنترولوي.Marginal Lobe۵-

ښی نیمه کره: د اعدادو  تخمیني محاسبه، دتکلم د زیر او بم ،تکیه کول.  اورښتنوالی  کنترولوي،
کیڼه نیمه کره:د اعدادو دقیقه محاسبه، د اطلاعاتو د پیداکولو،  د وییونو  دجرړو او ماناو پيدا کولو مرکز دی.
تر اوسه د ماغزو نوری دندی او کړه نه دی مالوم شوی او دا ډیر څیړني غواړی چې د ماغزو په راز پوه شو تر اوسه ډیر ی پوښتنې ته ځواب نه دی ویل شوی لکه فعاله حافظه څرنګه په وجود راځي؟ د مغز اړیکی څه ډول دی؟ د مغز ارتباطي او کیمیاوي ژبه څه شی ده؟ او داسې نورې پوښتنې چې امید د ساینس په پرمخ تګ سره دی سوالو نو ته هم ځوابونه پيدا شي.

پوهنمل محمود نظری

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب