مسيحي ژباړې روا دي؟

سلام
زه د فريلانس (خپلواکې) ژباړنې په توګه کار کوم، ما ته ځيني وخت داسی متنونه راځي، چې د عيسويت تبليغ په کې وي، ايا زه د مسلماني په توګه دغه ژباړه د پيسو په بدل کې کولای شم. شرعي حکم په دې اړه څه دی
مننه ستاسو ځواب ته
سمينه افغان

ځواب: مولوي مجيب الرحمن منصور
قدرمنې خورې!
وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
الله تعالى دې ټولو مسلمانانو ته د خپل دين د خدمت توفيق ورکړي او الله تعالى دې  مسلمانان د کفارو د احتياج څخه خلاص او وساتي.
ستاسې د پوښتنې په اړه بايد ووايم چې هغه ليکنې ترجمه کول چې عيسويت ته پکې  بلنه وي  ترجمه کول او بيا هغو کسانو ته په لاس ورکول چې عيسويت ته تبليغ کوي حرام او  ناروا کار دى، ځکه په دې سره د عيسوي دين د نشر سره کمک کول دي.
البته که چېرې دغه ترجمه په دې هدف نه وي چې د عيسويت دين ته تبليغ وشي او تاسې هم کولاى شئ چې هغه ځايونه رد کړئ چې عيسويت ته بلنه کوي، چې بيا څوک دا مطالعه  کوي،  په دې پوه شي چې دا خبرې سمې نه دي، بلکه رد شوى او نقد ورباندې شوى دى، نو په دې صورت جواز لري او که نه دا کسان چې تاسې دا ترجمه درکوي، د دې لپاره يې ترجمه  کوي  چې د عيسويت خوا ته بلنه وکړي او عيسوي دين ته خدمت وکړي، نو تاسې ته هم جواز نلري  چې دا کار وکړئ.  والله اعلم

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب