مسلمان شخصیتونو غوره ویناوې ۱۲

کم حوصله او ټيټ همته خلک  د دنيا حارصان کېږي.

( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه )

هسې رښتيني دوستان ومومئ، چې  په ښه ورځ مو مجلس  پرې ښايسته او په سخته ورځ مو پرې  ملا و تړله شي.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

تمه ناداريي ده او قناعت  بډايي ده.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

هرڅوک، چې بدي نه پېژني  په بدۍ کې نښلي.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

که په رښتيا وژل کېږئ هم له رښتياوو مه اوړئ.

( عمر رضى الله تعالى عنه)

د هر شي  لپاره افت شته؛ خو د ملت افت غيبت کوونکي او چعلګران  دي.            ( عثمان رضى الله تعالى عنه)

غم او نااميدي د بېکاره خلکو خويونه دي.

(عمر رضى الله تعالى عنه)

د سړي   قدر  او عزت د هغه د علم  او ادب په اندازه کول. په کار دي نه د دولت  او نسب په اعتبار.     ( عليرضى الله تعالى عنه )

ايمان او صالح عمل  دواړه ستا د نيکمرغۍ او سپېڅلي ژوند راز دى.

( ډاکټر همکار رحمه الله)

د الله( بلنې ته همېشه  لبيک وايه او کله چې  دې اذان واورېده له لمانځه څخه مه وروسته کېږه.

(  شهيدحنس البناء رحمه الله )

خپلواکي په بې ارزو کې نغښتل  شوي ده.

( شمس تبريزي رحمه الله)

هغه وګړي، چې د هدف د تر لاسه کولو په لاره کې هر راز سرښندنې ته چمتو شي د خپلواک  پالو له جملې څخه شمېرل کېږي.

( محمد صلی الله علیه وسلم )

خپلواکي په زرو کې د يو کس لپاره ځان او نورو ټولو لپاره  د دکان ارزښت لري.

( سعيد)

علم او پوهـه تر لاسه کړه، چې په دې توګه  به ستا ټول  غمونه يوې خواته شي.

( ډاکټر همکار رحمه الله)

د الله( کتاب لوله يا يې اوره د الله( يادونه ډېره ډېره  کوه او خپل وخت بې ځايه مه تېره وه. ( شهيد سيد قطب رحمه الله )

په هره ټولنه کې، چې هومره زيات سوګندونه  خوړل کېږي، په هماغه اندازه  انډول  بده وي او وګړي يې ډېر درواغجن وي.

( علي رضى الله تعالى عنه)

علم داسې درياب دى، چې هومره اوبه ترې نه استعمالوي کمبوت نه کوي.        ( سلمان فارسيرضى الله تعالى عنه)

په هوښيارتيا کې ډېره هوښياري تقوا او په نيمګړتياوو کې ستره نيمګړتيا بد اخلاقي ده.

( حسن رضى الله تعالى عنه)

د اسلام له دښمنانو سره په جنګ کې د مؤمن اولنۍ سلاح  ( وسله) په يو الله( ايمان دى.

( حسن البناء رحمه الله)

له ګناوو څخه توبه وباسه او ژوند پر ځان باندې مه پېټى کوه.

( ډاکتر همکار رحمه الله )

غوره مال هغه دى، چې د هغې په واسطه  حياء  وساتل شي.

( حسين رضى الله تعالى عنه)

غوره پيسې هغه دي، چې انسان يې په خپل عيال مصرف  کړي.

( محمد صلی الله علیه وسلم)

ستاسو لپاره د خير وينا همدغه ده، چې  له شر څخه ځان وساتئ.

( عائشه رضى الله تعالى عنها )

ستاسو ستر دښمن ستاسو ناوړه ملګري دي.

(عبدالقادر جيلاني رحمه الله )

قلم د عقل سفیر او د فکر ترجمان دی.

ړوند په څراغ څه کوي

په توره هر څوک مري سړی هغه دی چې په خبره ومري

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب