د تلاوت کوونکي مسلمان مثال

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم مومن چې قران تلاوت کوي د هغه مثال د اترجه (یوډول لیمون) په څیر دی چې بوی یې هم خوږ ده او خوند یې هم ، او کوم مومن چې قران نه وایي د هغه مثال د خورما په څیر دی چې بوی نه لري او خوند یې ښه دی ، او کوم منافق چې قران وایي د هغه مثال د ګل بابري (ریحان) په څیر دی چې بوی یې ښه او خوند یې تریخ دی، او کوم منافق چې قران نه وایي د هغه مثال د مڼه غونې (حنظله) په څیر دی چې بوی هم نه لري او خوند یې هم تریخ دی.

عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ ؛الأُتْرُجَّةِ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ, وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ؛ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ؛ رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ, وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ) صحيح البخاري، برقم: (5427)، واللفظ له، وصحيح مسلم، برقم: (797).

اترجه څه شی دی؟

کوم مومن چې تلاوت کوې دهغه مثال د اترجه په څیر دی چې خوند او بوی یې دواړه ښه دي ، په عربي کې د اترجه نور نومونه هم شته لکه : الليمون الفردوسي، تفاح العجمي ، تـُرُنج ، كباد ، تفاح ماهي او .. او په انګلیسي کې [ CITRON APAM’S Apple ] ورته وایي. داسې میوې نورې هم شته چې بوی او خوند یې دواړه ښه وي په حدیث کې په ځانګړې توګه د اترجه یادونه ځکه شوې ده چې دا میوه خورا زیات خصوصیات او ځانګړنې لري ، یو خو د دې میوې پوټکی د ځانګړیو ناروغیو علاج دی، او دانې یې د زهرو له پاره علاج دی، پخپله د دې میوې خوراک ډېر زیات ګټور ده، معده صفا کوي ، هضم راولي، خوږه هم ده ، بوی یې هم ښه ده ، باکتریا ضد ده ، د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي اوداسې نور، او رښتینی مومن هم دومره ګټور او د هر چا په ښمر کیدونکی وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب