مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۷
د ميرمني جهاد دا دى، چې له خپل څښتن سره د نيکو اخلاقو له مخې ژوند وکړي.
( علي رضى الله تعالى عنه)
د ښځې عقل په ښکلا کې دى او د سړي ښکلا په عقل کې ده. ( حکيم )
زه د هغه انسان په خپلواکه فکر ، بې غمه زړه او روڼ تندى وياړم، چې نه زر لري او نه ځمکه.
( خوشحال خان خټک)
د بدعت له خاوندانو سره له کېناستلو څخه ځان وساتئ.
( عبدالله ابن مبارک رحمه الله )
د ښايسته ښځې په ليدو د سترګې او د نيک زړي ښځې په ليدو زړه خوشحالېږي.
( ابراهيم رحمه الله )
که له بدعتي سره په يوه لاره کې مخامخ شئ؛ نو ته ترې خپله لاره چپه کړه.
( يحـى رحمه الله )
اسلام زموږ نسب او ټاټوبى دى ځکه خو سلمان فارسي > ويلي سلمان ابن اسلام ابن اسلام.
( علامه اقبال رحمه الله )
د ښو اخلاقو څښتنان ډېر زر ځانته مينه وال او خواخوږي پيدا کوي.
( مامون الرشيد رحمه الله )
له دښمنانو څخه مه ډارېږئ او په هر ډګر کې ورسره مبارزه وکړئ ځکه چې ژوند د پايښت راز په سپېڅلي جهاد کې نغښتى دى.
( علامه اقبال رحمه الله )
استغنا او قناعت يو غوره نعمت دى.
( لقمان حکيم رحمه الله )
د هر ملت سرمايه د هغه ملت روزلي بچيان دي.
( منصور رحمه الله)
د تخت او تاج نيشه د انسان ځينې څېرونکى حيوان جوړوي.
( صلاح الدين ايوبي رحمه الله )
جهاد د يو لازمي فريضه ده د دې ثواب هم هومره دى، چې د هغې اندازه
ناشوني ده.
( ابوبکر صديق>)
د استاد ځورول دپلار له مينې څخه غوره دي.
( سعدي رحمه الله )
عدالت له شاتو خوږ له غوړيو نرم او له مشکو څخه خوشبوى دى.
( جعفر صادق رحمه الله )
د نااهله او خودغرضه مشر د ګناوو سزا ټول قوم او کهول ته ورکول کېږي.
( صلاح الدين ايوبي رحمه الله )
له بد ذاته خلکو څخه وفا تمه مه کوئ.
( لقمان حکيم رحمه الله )
د مذهبي تعصب له کبله د قومونو ترمنځ همدردي او اتفاق له منځه ځي.
( حسن البناء رحمه الله )
ناپوهه چې د چوپتيا په ګټه پوه شي هوښيار بلل کېږي.
( امام غزالي رحمه الله )
له خندا کوونکو سره خندا مه کوئ بلکې له ژړا کوونکو سره ګډون وکړئ.
( عبدالقادر جيلاني رحمه الله)
چېرته چې د حق وينا ته ضرورت وي هلته چوپتيا هېڅ ارزښت نه لري.
( علي >)
ډېره مه خانده ځکه چې له الله( سره مرسته د پيوسته زړه ارام او له وقاره ډک وي.
( حسن البناء رحمه الله )
دالله( په رضا خوښې څرګندول په دنيا کې جنت ګټل دي.
( عثمان >)
د ټولو خلکو خوشحالۍ ساتل ناشوني دي؛ نو خپله معامله يواځې له الله( سره د رښتنولي له مخې کوئ.
( امام مالک رحمه الله )
زرګونه کتابونه يو لورې ته او د مور او پلار نصيحت بل لوري ته.
( علامه اقبال رحمه الله)