پيسې/کرنسي څومره پېژنئ؟

پیسې یانې څه؟

په ورځنیو راکړو ورکړو کې پیسې کارولې کېږي او ټول یې پېژني. له دې سره سره بیا هم د پیسو په اړه عام خلګ ورانپوهاوي لري. هغه مانا چې اقتصادپوهان له پیسو اخلي، له هغې سره چې عام خلګ یې ترې لري؛ توپير لري. عام خلګ عموماً بانکنوټ او سکې د پیسو په نوم یادوي. مثلاً که کوم کس درته ووایي چې پیسې به دې ټولې نن له غزني څخه کابل ته ولېږدوې، د دوئ مطلب له نغدو بانکنوټو او سکو څخه وي. اما په اقتصاد کې پیسې زیات ډولونه لرلی شي. په خبرې د پوهېدا لپاره به زه د دې توپیر یو وړوکی اړخ دلته بیان کړم. د بانکنوټونو او سکو تر څنګ، کاغذي بیلونه، پورونه، لنډمهالې پولي وسیلې او… ټول هغه څه چې د اړتیا په مهال په نغدو پیسو تبدیل یا د راکړې ورکړې لپاره ورکاول شي، پیسې دي.

داسې به یې تعریف کړو:

ــ په ټولنه کې:
ټولنه به ممکن وړوکې یا لویه وي، ملي یا نړیواله وي، فزیکي یا الکترونیکي وي، مرستندویه یا رقابتي وي.

ــ د تبادلې د وسیلې په توګه:
د یو شي پر کارولو شی به یا بانکنوټ وي یا سکه، یا به کوم توکی وي یا بیل خو د راکړو ورکړو لپاره به یې خلګ د مالوم ارزښت په لرلو کاروي.

ــ یوه هوکړه (agreement) ده:
دا هوکړه به یا جبري وي یا په خوښه، یا به ترې خلګ ښه ترا خبر یا ناخبره وي چې د وخت په تېرېدا د بدلون شونتیا هم لري.

 

مانا دا چې پیسه د خلګو تر منځ یو تړون دی چې له مخې یې یو شی (بانکنوټ، سکه، توکی او..) ارزښت پيدا کوي څو په معاملاتو کې د خپل ټاکلي ارزښت له مخې د پېر او پلور لپاره وکارول شي.

د پیسې دندې:

پيسه که تڼۍ وي، که کاغذ وي، که سره و سپین زر وي، که سکه یا بل هر شی وي؛ اصلي دندې یې درې دي:

د تبادلې وسیله.

د محاسبې واحد.

د ارزښت ساتنه.

 

پيسې د پېر-پلور او راکړو-ورکړو لپاره د تبادلې وسیله شوې ده. مانا دا چې احمد کولی شي په ترلاسه کړو پیسو د خپل اړتیا وړ توکي او خدمات وپېري. د پیسو په برکت د توکو او خدماتو پېر و پلور او تبادلې خورا اسانه شوې دي. له بلې خوا پیسې د محاسبې واحد دي. هر توکی د عرضې او تقاضا له مخې خپل ارزښت ټاکي. د توکي د ارزښت لپاره حسابونکی واحد پیسه ده. موږ پوهېږو چې غنم تر وریځو زیات ارزښت لري ځکه د غنمو من د وریځو د من په پرتله په زیاتو پيسو ده. همدارنګه پيسې ارزښت ساتي. که یو بزګر ممیز وساتي څو د اړتیا په مهال یې وپلوري او خپلې اړتیاوې په پوره کړي، په حقیقت کې بزګر یو له خطره ډک کار کوي. لامل دا دی چې ممیز نه یواځې دا چې ارزښت یې لوړ و ټیټ کېږي بلکې خرابېږي او کیفیت یې له منځه ځي. پيسه یو داسې شی دی چې ارزښت او شتمني خوندي کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب