مسلمانو شخصیتونو غوره ویناوې ۵
په کوم علم چې قران او حديث شاهد نه وي د هغه هېڅ ارزښت نه شته.
( جنيد بغدادي رحمه الله )
درې شيان له درېيو شيانو پرته نه کېږي، يانې حکومت پرته له سياسته، مال پرته له تجارت او علم پرته له درس څخه.
( شيخ سعدي رحمه الله )
د يوه دينې عالم قوت تر ډېرو جاهلانو زيات دى.
( بسطامي رحمه الله )
علم هغه د رحمت وريځ ده، چې د رحمت باران ترينه اوري.
( قطب الدين رحمه الله )
د سپکو او باطله خيالاتو په تعقيب کې د خپل ذهن پلوي مه کوه.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
بد عالم هغه دى، چې له اړتيا څخه پرته د اميرانو ملګرتيا کوي.
( سفيان ثوري رحمه الله )
د تعليم او تربيې هدف دا دى، چې ټولنې ته خوشحالي رامنځ ته شي.
( شاولى الله دهلوي رحمه الله )
ښه کتاب د انسان لپاره غوره سرمايه ده.
( علامه اقبال رحمه الله )
تعليم او تربيه د دنيا او آخرت د کاميابۍ وسيله ده.
( امام غزالي رحمه الله )
دشتمنو دښمنان ډېر وي او د عالمانو دوستان.
( علي رضى الله تعالى عنه)
ښه کتاب بهترين او غوره دوست دى.
( علامه اقبال رحمه الله )
غوسه مه کوه او صبر وکړه ځکه چې عمر بېخې لنډ دى.
(ډاکټر همکار رحمه الله )
يواځې عالم په دې پوهېږي، چې زه نه پوهېږم نه جاهل.
( فضيل رحمه الله )
وخت هېڅکله هم بېرته نه راګرځي، د وخت ارزښت و پيژنئ.
( حارث بن سعيد رحمه الله )
مسؤوليتونه له وختونو څخه زيات دي بل سره د وخت په ګټې اخيستلو کې مرسته وکړه او که خپله کار لري په سرته رسولو کې بېړه وکړئ.
( شيهد حسن رحمه الله )
د وخت قدر او درناوى کوي، ځکه وخت هېچا ته انتظار نه کوي.
( لقمان حکيم رحمه الله )
خپل کار همدا اوس سرته ورسوه او د نن ورځي کار سبا ته مه پرېږده.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
مشغولتيا که زحمت زېږوي؛ خو بې کاري فساد زېږوي.
( عمر رضى الله تعالى عنه)
د ژوند هره ورځ وروستۍ ورځ وګڼه.
( عثمان رضى الله تعالى عنه)
په کوم زړه چې نصيحت اغېزه نه کوي هغه له ايمان څخه خالي بلل کېږي.
( ابوبکر صديق رضى الله تعالى عنه)
يو داسې ګټور کسب او کار زده کړه، چې له تا سره سمون خوري او داسې ګټور کار وکړه، چې ستاسو دسوکالۍ سبب شي.
( ډاکټر همکار رحمه الله )
غوره هوښيار هغه دى، چې هر څه ته د عبرت په سترګه ګوري.
( مولانا ابو الکلام ازاد رحمه الله )
احتياج او اړتيا عقل کمزورى کوي.
( لقمان حکيم رحمه الله )
موږ کولى شو، چې د عقل او پوهي په واسطه مخلوقات تابع کړو.
( علامه اقبال رحمه الله )