مسلمانه ښځه

که د نړۍ هيوانو کې  مسلمانې ښځې وګورئ نو په ډير مشکل به وپوهيږئ چې دا ښځه مسلمانه ده داځکه چې د  مترقي نړۍ سره مذهب کې هم لږ څه ازادي تر لاسه شويده حال داچې زمونږد ايماني کتاب  يعني قران شريف توري نه بدليدونکي دي نو نه پوهيږمه د مسلمانانو په زهنيتونو کې څنګه بدلون راځي ما دنړۍ مختلفو هيوادونو ته سفرونه کړي
او ډير ځل مې د داسې ښځو نه پوښتنې هم کړي دي ښه مې په ياد ده سميرا هغه مسلمانه ښځه وه چې ماسره يې له ډير پخوانه تعلقات درلوده خو زه کله هم پو ه نه ومه چې هغه به يوه مسلمانه وي  او کله مې هم ورسره د مذهب په هکله بحث نه وه کړې د روژې په مياشت کې يوه ورځ مې هغه د نورو مسلمانو ښځو سره د ډوډۍ خوړلو په ميځ يو ځاې وليده دا زمونږ د ډوډۍخوړلو وخت  و خپلو دفترونو نه روخصت ومه سيمرا وويل ستا مذهب پرستي مې ډيره خوښه ده  تاته خداې دا توفيق درکړيده ته روژه نيسې خو مونږ دا کار نه شو کولاې زه هم مسلمانه يمه سره د ډير کوشش ما ونشو کړلاې د خپل مذهب فرايض لکه څنګه چې لازم ده هغه ادا کړمه ښکته پورته مې ورته وکتل ومې ويل خداې بخښونکی دی زه هم ډير زيارباسمه  خو خداې (ج)ماته دا توفيق راکړيده چې روژه نيولې شمه خو زه به څنګه پو شمه چې ته  هم مسلمانه يې سميرا په يوه ساه د قران شريف ډير سورتونه يې له ياده راته په ترجمه وويلې  هغې اعتراف وکړ چې زړه کې صافه مسلمانه ده په ژبه اعتراف کوي او په زړه کې صاف تصديق کوي چې خدای(ج) يو دی  اومحمد(ص)يې برحق دی تر دی پورته به نور څه وي   زه په ژبه او زړه کې مسلمانه يمه هاخواته چې د پاکستان پخوانی  جمهور ريس  مرحوم ضياالحق    لور چې نايله نوميږي  نيمه لستوڼي جمپر سره ناسته وه هغې هم وخندل چې هو زړه ډير مهم ده په زړه کې بايد خداې(ج)سره اووسو  د هغې دی خبرۍ اوريدو سره له ډ ير قهره مې مخ سره شوه ومې ويل هر مسلمان ته لازم ده چې  په اسلامياتو باندې ځانونه پوه کړي  فرض او سنت څخه پيروي وکړي  که انسان  قلبن مسلمان وي دهغې ماغزه ،زړه، ټول وجود روژه او  نور اسلامي قوانينو پوره  رعايت کولو ته اماده وي بيله کوم مشکل نه اود  ځايه پورته شولمه که زما دا ليکنه کوم ديني عالم لولي  غواړمه د يو مسلمانې ښځې حقوق، وظايف او څرانګوالې په هکله د ايات او حديث سره مونږ ته وليګي همدا رنګه معلومات د يومسلمانې ښځې لپاره د څادراغوستل حتمي ده کنه؟ مسلمانه ښځه د نړۍ په هر ګوټ کې بايد څنګه وي ؟

نيازګله پښتنه

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب