مرکزي بانکونه د ونډو بازار بیه څنګه کنټرولوي؟
تېرو میاشتو کې ایران کې د بهرنیو اسعارو یا ونډو مارکېټ د بیې لوړېدل سبب شول چې د ایران ریال خپل ارزښت ډېر له لاسه ور کړي او ان په نارسمي مارکېټ کې د ډالر بیه له ۹ زرو تمنو پورته شوه.
د تېر کال لومړیو کې د ډالر بیه درې زره اووه سوه تمنه وه، خو چې اوس نهو زرو ته رسېدلې، نو په شپاړسو میاشتو کې د ایران ریال نږدې ۶۰ سلنه د ډالر په مقابل کې ارزښت له لاسه ور کړی دی.
د بهرنیو اسعارو یا ونډو په مقابل کې د هېوادونو د پیسې د بیې برابري د اړوند هېواد له اقتصادي ټیکاو سره تړلي او د هېوادونو مرکزي بانکونه د خپل پولي واحد د ارزښت لپاره د هغه خوځېدو(د بیې د پورته او لاندې تللو) کچه ډېره په دقت څاري چې د اړتیا پر مهال مناسب ګامونه پورته کړي.
په دودیز ډول مرکزي بانک او د پیسو برخه کې سیاسي اغېز لرونکې ادارې تر ډېره د بانکي سود د بیې بدلولو له لارې دا کار کوي.
البته دا د بهرنیو اسعارو د بیې کنټرولولو لپاره د حکومتونو یوه لار ده.
د ایران مرکزي بانک په وروستیو میاشتو کې هڅه وکړه له مختلفو لارو د ونډو بازار کنټرول کړي.
د ۱۳۹۷ لمریز کال لومړیو کې چې ډالر پورته شو، ویې ویل چې دا لنډمهالې څپه ده او بازار ارامېږي.
دوی یو مهال ان د ونډو بازار ګډونوالو ته دا چانس هم ور کړ چې خپلې پیسې بانک کې کېږدي او یو کال کې ۲۰ سلنه ګټه ترلاسه کړي.
مرکزي بانک دا کار هم وکړ چې پر ونډو بازار د خلکو د ګڼه ګوڼې جوړېدو د مخنیوي لپاره یې ونډه د خپل کار برخه وګرځوله.
بالاخره یې د روان کال د اپرېل وروستیو کې په دستوري ډول د ډالر بیه ۴۲ زره تمنه اعلان کړه او هر بل قېمت یې د بهرنیو اسعارو قاچاق وباله.
د ونډو بازار کې د غوښتنې یا تقاضا ډېرېدلو یو دلیل د ریال د بیې کمېدل دي چې سبب یې ایران کې اقتصادي بې ټیکاوي او راتلونکي بندیزونه دي.
د ایران په څېر نور ډېر هېوادونه شته چې له بهرنیو اسعارو سره یې د ملي کرنسۍ د برابرولو بیه په رسمي او نارسمي بازار کې څو ډوله وي.
د خپلې پیسې ارزښت کمېدلو تاوان
کله چې د بهرنیو اسعارو په تېره ډالر مقابل کې د ملي پیسو د برابرۍ بیه کمه شي، نو د پېر د قدرت کمېدلو سره د وارداتي توکو حجم کمېږي او د دې بهیر په دوام سره د اړوند هېواد د اسعارو زېرمې په چټکۍ کمېږي.
ورپسې، د لومړنیو او مهمو توکو د وارداتو کمښت د اړوند هېواد پر اقتصادي وده ناوړه اغېز کوي.
البته ځینې هېوادونو کې لکه چین د ملي پیسې یوان ارزښت له کلونو راهیسې قصداً ټیټ ساتل شوی چې صادرات ډېر شي.
د بهرنیو اسعارو د بیې په خوځېدلو کې مختلف عوامل رول لري، چې پر عرضه او تقاضا سربېره د صادراتو واردتو حجم، بانکي سیاست کې بدلون، هېواد ته د پیسو ډېر راتلل یا وتل، اقتصادي شرایط، کورنی یا بهرنی سیاسي وضعیت او د بانکي جوړښت بدلولو ته اشاره کولی شو.
تر ډېره هغه هېوادونه چې له اقتصادي پلوه پیاوړی بنسټ نه لري د بهرنیو اسعارو د مارکېټ کنټرولولو لپاره سخت سیاست پلی کوي او موخه یې اقتصادي ټیکاو ته نږدې کېدل دي.
د هېوادونو مرکزي بانکونه له مختلفو لارو د بهرنیو اسعارو د عرضې او تقاضا د کچې او په پایله کې د بهرنیو اسعارو مقابل کې د خپلو پیسو د بیې برابرول کنټرولوي.
د خپلې پیسې د ارزښت ساتلو څو لارې
ډېرو هېوادونو کې ډېره دود لار د بانکي سود یا ګټې بیه بدلول دي؛ د سود بیې زیاتېدلو او د ملي پیسو پیاوړتیا سره تر ډېره بهرني پانګوال د اړوند هېواد پیسو اخیستلو ته هڅېږي.
کله چې د یو هېواد د سوداګري کچه مناسبه نه وي، ځینې حکومت د وارداتو کمولو او صادراتو زیاتولو هڅه کوي؛ د صادراتو ډېرېدلو سره، د ونډو یا اسعارو زېرمې زیاتېږي او دا ډېرښت ملي پیسه پیاوړې کوي.
د هند په څېر هېوادونه د بهرنیو ونډو د بیې کمولو لپاره د سرو یا طلا د وارداتو محدودولو ته مخه کوي. په دغه لار تر ډېره د طلا وارداتو تعرفه زیاتېږي، د طلا د پېر کمېدلو سره د ونډو زېرمې حجم زیاتېږي.
بازار ته اسعارو زیاتول هم هغه لار ده چې ځینې هېوادونه یې د لنډمهال لپاره د ونډو نرخ د کنټرولولو لپاره کاروي.
د ونډو بازار د کنټرول لپاره د مرکزي بانکونو لاسوهنه ګټې او تاوان لري؛ لکه لنډمهالې ګټه یې له دغه هېواد د پانګې د وتلو مخنیوی دی، خو ممکن دا کار په فساد بدل شي.
د ونډو بازار کنټرولول د دوه سرې تورې په څېر کار دی چې ممکن اقتصادي ټیکاو رامنځ ته کړي یا د یو هېواد ټول اقتصادي نظام ګډوډ کړي.
له ایران اټومي تړون د امریکا وتلو سره ټاکلې ده هغه بندیزونه بیا دوو اونیو کې پیل شي چې مخکې له تهران لرې شوي وو.
پر ډالري را کړه ورکړه او سرو سپینو او نورو ګرانبیه توکو پر پېر بندیز تر دوو اونیو پیلېږي چې پر ونډو بازار به بې اغېزې نه وي.
(له بي بي سي څخه).