مدینې منورې او مسجد النبوي ته د تللو آداب

مدينې منورې ته د ورتگ اداب:

كله چې دمدينې منورې لورته روان شى نو په لاره به ډير درود وائي كله چې دمدينې منورې وداني درښكاره شي  نور درودبه هم زيات كړى   اوكله چې دحرم ودانى ورښكاره شي نوبيا درود سره دا دعا هم ووائي :  اللَّهُمَ  هٰذا حَرَمُ نبيِّكَ فَاجْعَلْهُ وِقَايَةً لِىْ مِن النَّارِ وَاَمْنَا مِنَ العَذَابِ وَلسُوْءَ الْحِسَابِ .

ترجمه : خدايه( داستا دنبى صلی الله علیه وسلم حرم دى ته ئي ځما له پاره له جهنم څخه دخلاصون اوله عذابه اوله بد حساب څخه امان وسيله وگرځى.

د مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم اداب:

(مسئله ) مستحب طريقه ده چې كله شخص مدينې منورې ته ورسيږي كه وخت مُسِروو غُسل دوكړي او پاكې جامې دواغوندې مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم ته دې ننوځي دباب سلام له طرفه كه ازدحام دخلقو نه وو دوه ركعته لمونځ دې په (رياض الجنة) كې اداء كړي اويا د مسجد په بل ځاى كى روسته له اداء كولو دتحية المسجد نه اعلٰى ترين اوله سعادت څخه ډك عمل درسول الله صلی الله علیه وسلم دروضې مباركې زيارت دى ځكه چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم مينه اوعظمت هغه شى دى چې بغير دهغه ايمان نه صحيح كيږي او دهر چاپه زړه كې بايد فطرتآً داوي يعنې محبت درسول الله صلی الله علیه وسلم ئي بايد په زړه كې وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوك چې زما دقبر زيارت وكړي دهغه لپاره زما شفاعت واجب دى (زبده) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي څوك چې خاص زما زيارت لپاره راشي په مالازم دى چې دقيامت په ورځ ئي شفاعت وكړو (زبده) .

د سلام اچولو طريقه په نبى صلی الله علیه وسلم باندې :

روسته له دوو ركعته لمونځ نه بايد ډير په كمالى ادب او وقار سره روضې مباركې ته مخامخ چې شائي قبلى ته وي او مخ ئي درسول الله صلی الله علیه وسلم روضې ته وي هغه روضي ته چې مخ كوي هغه اوس يو ه زيړه جالې ده نه به ډير نزدى او نه به ډير لرې ودريږي په ډير اداب او احترام سره به داسې ودريږي گويا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حيا ت دى (ژوندې) دى اوسلام پرې اچوى چې :
السَّلامُ عَلَيْكَ يَارَسُوْلَ الله : السَّلاَمُ عَلَيْكَ يَا نَبِىُ الله : السَّلاَمُ عَلَيْكَ يَا خَلِيْلُ الله : السَّلام عليك يَا حَبِيْبُ الله.
او داسې نور بيا به دا ډول سلام ابوبكر صديق رض ته وړاندې كړي : السَّلام عَلَيْكَ يَاخَلِيفَةَ رسول الله وثَانْيه فِى الغَارِ وَرَفِيْقِهِ فِىْ الْاَسْفَاءِ وَاَمِينَهُ على الاسْراَراَبَا بكر صديق جزاكَ الله عَنْ اُمَتِهِ محمد صلی الله علیه وسلم خيراً.
بيا به له هغه نه روسته سلام وړاندې كړي په حضرت عمر فاروق رض : السَّلامُ عَلَيْكَ يَا امِيْر المُؤ مِنِيْنَ عُمَرَ فاروق اَلَّذِى اَعَزَّ الله بِهِ الاِسْلامَ .

بيا به دماذديگر او دسحر په وخت كې چې هلته لار خلاصوى جنت البقيع مقبرې ته به لاړ شي چې تقريباً لس زره اصحابه كى دفن دي چې يوله هغوئ څخه سيد نا حضرت عثمان رض دى او دپيغمبر صلی الله علیه وسلم لورگانې او زامن او ترونه امام حسن او نورى بي بيا نې رضى الله عنهم اجمعين .

بيا يه په فارغ وخت كې دجبل احد طرف ته هم لاړشي چې هلته دنبى صلی الله علیه وسلم تره حضرت حمزه رض او نور (۷۰) صحابه رضى الله عنهم دناز په خوب ويده دي دا دمدينې منورې هغه مبارك غردى چې دهغه په هكله پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : هٰذَا جَبَلٌ يحبنا ونُحِيهُ .
ترجمه : داهغه غر دى چې مونږ د سره مينه او دى يعنى جبل احد زمونږ سره مينه لري .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب