مجاز او ډولونو بیان | ادبي فنون

دوهم اصل مجاز :

مجاز لغتاً د لاري او تېرېدو معنى وركوي او اصطلاحاً د لفظ هغه معنى ده چي حقيقتاً دده دپاره نه وي وضع شوي يعني مجاز د حقيقت عكس دى نو حقيقت بايد وپېژنو :

حقيقت :
حقيقت د لفظ هغه معنى ده چي دده دپاره وضع شوي وي لكه د زمرى لفظ چي د يوه څېرونكي حيوان دپاره ټاكل شويدى.

د حقيقت اقسام :

حقيقت پر څلور ډوله دى : عقلي ، لغوي ، شرعي ، اصطلاحي يا عرفي.

عقلي حقيقت : هغه دى چي د يوه لفظ نسبت داسي شى ته وشي چي ويونكي په عقل منلى وي لكه څوك چي ووايي ” خونه بناء جوړوي” “ور تركاڼ تراشي”
لغوي حقيقت هغه دى چي يو لفظ په لغت كي د يو شي دپاره وضع شوى وي لكه د “اور لړوني” كلمه چي د آتش كاو دپاره راغلې ده.

شرعي حقيقت :
هغه دى چي په شرع كي ديني او شرعي امورو ته يو لفظ وټاكل شي لكه د “نمونځ” لغت چي په لغوي حقيقت كي د “نمانځني” څخه چي د احترام او ستايش په معنى دى اخيستل شويدى مګر په شرعي حقيقت كي د څو مخصوصو اقوالو او افعالو دپاره راوړل كيږي.

your ads

عرفي حقيقت :
هغه دى چي په عام عرف كي كوم لفظ د يو شي دپاره ټاكل شوي وى لكه د “مېړه” لغت چي له لغوي حقيقت له رويه هر نارينه ته ويل كيږي مګر په عرف كي د ښځي د سړي يعني شوهر په معنا هم راځي.

علاقه :
د حقيقي او مجازي معنى په منځ كي بايد ضرور يو علاقه او قرينه وي كه علاقه په منځ كي نه وي د هغه لفظ استعمال په مجازي معنا غلط دى مثلاً كه څوك كتاب ته اشاره وكړي او ووايي : “دا آس دى” دلته مجاز بالكل غلط دى، ځكه چي د آس او كتاب په منځ كي هيڅ علاقه نسته او كه يوه زړه ور او جنګي سړي ته اشاره وكړي او ووايي “دا زمرى دى” دلته مجاز درست دى ځكه چي د دوى په منځ كي زړورتوب او شجاعت علاقه ده. نو كه پدې علاقه كي تشبيه وه مستعار مجاز ورته وايي او كه نه وه مرسل مجاز ئې بولي.

د مجاز اقسام :

مجاز پر دوه قسمه وويشل شو :
1. مستعار مجاز
2. مرسل مجاز

لومړى مستعار مجاز :
مستعار مجاز پر څو استعارو مشتمل دى. او استعاره په لغت كښي عاريه غوښتل دي او په اصطلاح كي يو لفظ د هغه شي دپاره استعمالول دي چي په حقيقت كي د هغه دپاره نه وي وضع شوى مګر ددوي په منځ كي به د تشبيه يوه علاقه وي.

د استعارې اركان :
استعاره درې ركنونه لري : يو مستعار منه (يعني مشبه به ) بل مستعار له (يعني مشبه) چي دوي دواړو ته په عربي طرفان وايي او دريم ركن مستعار باله كيږي چي هغه د تشبيه وجه ده او په عربى جامع هم ورته وايي.

د استعارې ډولونه :

استعاره د طرفينو په اعتبار دوه ډوله لري :
 يوه ممكنه
 بله ممتنعه

(1) ممكنه :
ممكنه هغه ده چي د تشبيه دواړي خواوي يعني مستعار منه او مستعار له يوه شي سره يوځاى كېدلاى شي لكه د علم تشبيه له ژوند سره او د ناپوهۍ تشبيه له مړيني سره ځكه چي علم او ژوند په يوه سړى كښي سره يوځاى كېدلاى شي هم به سړى ژوند وي هم به عالم وي همدارنګه ناپوهي او مرګ دا استعاره وقافيه هم بولي.

(2) ممتنعه :
ممتنعه هغه ده چي ددواړو خواوو يوځاى كېدل امكان ونه لري او منع وي دا استعاره عناديه هم بولي لكه د ښه مړى تشبيه له ژوندي سره مثلاً وويل شي : “پښتون سيد جمال الدين ژوندى دى” او دا څرګنده ده چي ژوند او مگرګ په يوه وخت او يوه سړي كه نه سره يوځاى كيږي او د عناديې د اقسامو څخه دا هم دى چي پر ضد د شي راوړه شي (11) لكه يو بې زړه سړى ته چي د استهزاء په توګه وويل شي : “زمرى دى” يا يو جاهل ته وويل شي : “د علم درياب دى” دا قسم تهكميه او تمليحيه هم بولي.
همدارنګه استعاره د طرفينو په اعتبار تحقيقيه او تخليه ته هم وېشله كيږي تحقيقيه هغه ده چي مستعار له حقيقي وي نو كه محسوس وي لكه اړخګۍ د كوچنۍ غونډۍ دپاره او كه عقلي وي لكه د نور استعاره د عقل دپاره، او تخيله هغه ده چي مشبه يوازي ذكر شي، خو د مشبه به ځيني لوازم ورسره وي لكه حنان چي وايي :
پر عصا نرګس تكيه كړې ده ولي ؟
شوه ورپېښه ستا د سترګو بيماري
نرګس مستعار له او بيمار مستعا ر منه دى، لكړه لګول د مشبه به يعني مستعار منه له لوازمو څخه دى.

استعاره د جامع په اعتبار :
د جامع يعني د تشبيه د وجه په اعتبار هم پر دوه ډوله ده : يوه مبتذله استعاره، بله بعيده استعاره.
مبتذله استعاره چي عاميه ئې هم بولي هغه ده چي جامع پكښي څرګند وي. او بعيده استعاره چي غريبه او خاصه ئې هم بولي هغه ده چي جامع پكښي ذكر شوى نه وي لكه چي وايو : “احمد په لوى لاس ځان بېكاره كوي” دلته په لوى لاس د قصداً په عوض استعاره شوى ده خو د تشبيه وجه ئې څرګنده نه ده. يا لكه كاظم خان شيدا چي وايي :
د آفتاب په كمند نه خېژم آسمان ته
نه ږدم بار لكه شبنم پر دوش د ګلو
كمند ذكر شوى مراد ځيني شغلې دي او جامع پكښي نرى والى او اوږدوالى دى چي ذكر يې نه دى راغلى.

استعاره د طرفينو او جامع په اعتبار :
يعني استعاره د مستعار منه او مستعار له او جامع درو سرو سره په اعتبار پر دوله ډوله ده : يوه مصرحه بله مكنيه مصرحه هغه ده چي مستعار منه يعني مشبه به ذكر شي او مستعار له يعني مشبه حذف وي لكه خوشحال خان چي وايي :
چي د غوږو در ئې نه وينم په سترګو
دُر ګوهر مي په هر هر باڼه سفته شي
په دوهمه مصرع كي در ګوهر مستعار منه راوړه سوئ مراد ځني اوښكي دي چي مستعار باله كيږي.
دوهمه مكنيه هغه ده چي مستعار له ذكر شي او مستعار منه حذف وي خو د مستعار منه له لوازمو څخه يو شى ذكر شي، حميد وايي :
زړه مي له غيرته په كـــــــــــوګل دننه دود شي
ږمونځ چي دى بې فهمه وهي ګوتي په كاكل
ږمونځ ذكر شوې مراد “مشاطه” ده او ګوتي وهل د مستعار منه له لوازمو څخه بلل كيږي دا ځكه مكنيه بولي چي مشبه به پكښي پټ دى مكن هم پټوالي ته واي.

د مصرحې ډولونه :
مصرحه استعاره عموماً اوه ډوله لري : عناديه، وفاقيه، اصليه، تبعيه، مطلقه، مجرده، ترشيحيه، عناديه او وفاقيه خو دمخه درته وښودلي شوې، اصليه او تبعيه به هم وروسته په بل قسم كي درته راوړه شي، ترشيحيه، مجرده، مطلقه به دلته بيان كړو :

 مطلقه استعاره :
مطلقه استعاره هغه ده چي خاص په يوه خوا (مستعار له يا مستعار منه) پوري اړه ونه لري بلكي دواړو خواوته شامله وي يعني داسي استعاره راوړه شي چي هم د مستعار له اوهم مستعار منه مناسبت پكښي وي لكه
خوشحال خان چي وايي :
د زمريو مړنتوب په لښكـــــــــــــر نه وي
مټ ئې هركله يوازي پر خپل ځان شي
زمرى مشبه به مراد ځيني زړه ور سړي دى، ” پر ځان مټ” هم د زمرى او هم د زړه ور سړي سره مناسبت دى همدارنګه مړنتوب.
 مجرده استعاره :
مجرده استعاره هغه ده چي يوازي د مشبه به مناسبت راوړه شي لكه د خوشحال خان دا بيت :
مست هاتيان خوني زمريو تورى وكښې
چي د سرو تر ويري تېر شي كار آسان دى
مست هاتيان او خوني زمرى مشبه به مراد ځيني جنګيالي زلميان دي چي مشبه به باله كيږي او تورى كښل د زلميانو سره مناسبت دى.

 ترشيحيه استعاره :
ترشيحيه هغه ده چي د مشبه به مناسبت تر قرينې وروسته راوړه شي لكه رحمان بابا چي وايي :
نيمه شپه ئې يار تر سره پوري كښيني
لكه شمعه چي څوك بله پر مزار كـــــــا
مزار مشبه به مراد ځيني بيده عاشق دئ، د مشبه به شمع ده او قرينه ئې سرته كښېناستل دي.

استعاره د لفظ په اعتبار :
د لفظ په اعتبار استعاره پر دوه ډوله ده اصليه او تبعيه :
1. اصليه هغه ده چي د مستعار لفظ پكښي جامد وي لكه قلندر چي وايي :
نه دي چا ليدلي صبح وشام په يوه ځــــــــــــــــاى كي
ماته لمر ښكاره شو ستا د زلفو په تورتم كي (12)
ذكر لمر مراد مخ دى، او لمر جامد هم دى.

(2) تبعيه :
تبعيه هغه ده چي د مستعار لفظ مشتق وي لكه عبدالقادر خان چي وايي :
له غيرته مي زړګي ټوكر ټوكر شي
چي ئې ګوتي په وېښتو وهي شانه
ګوتي وهل مشبه به مراد ځيني ږمونځول دي او ګوتي وهل مشتق دى.

دوهم مرسل مجاز :
مرسل مجاز هغه دى چي د تشبيه علاقه ونه لري بلكى له ځانه مخصوصي نوري علاقې ولري.

د مرسل مجاز علاقې څو دي ؟
د مرسل مجاز په علاقو كي اختلاف دى څوك وايي اتلس دي څوك وايي 27 دي (12) څوك وايي 36 دي (13) خو په پښتو كي دا 25 پيدا شوي چي هغه دادى : سببيت، مسببيت، كليت، جزئيت، لازميت، ملزوميت، اطلاق، تقليد، عموميت، خصوصيت، ظرفيت، مظروفيت، بدليت، مبدليت، آليت، مجاورت، مصدريه، مظهريه، عليه، معلوليت، متعلقيه، داليه، مدلوليت، سليقيت، لاحقيت.

(1) سببيت :
د سببيت علاقه داده چي ذكر سبب شي مراد ځيني مسبب وي لكه خوشحال خان په دې بيت كي :
چي دا اوښكي مي غڼازي د فراق دي
زه ئې ځكه په ګــــــــرېوان كښي تويوم
په ګگرېوان كي د اوښكو تويول راوړه شوى دى مراد ځني پټوالى دى او ګريوان سبب د پټوالي دى.

(2) مسببيت :
د مسببيت علاقه داده چي ذكر مسبب شي مراد ځيني سبب وى لكه د خوشحال خان په دې رباعي كي :
چــــــــــــــــي آئينې ته ښكاره ديدار كړي
آئينه درسته سره ګــــــــــــــــــــــــلزار كړى
چي شونډي كښېږدي د جام په مورګو
اوبه په جام كښي رب انار كـــــــــــــــــړي
ذكر مسبب چي رب انار دى مراد ځيني سبب چي د شونډو د سوروالى انعكاس دى.

(3) كليت :
كليت هغه دى چي ذكر كُل شي مراد ځيني جز وي لكه د خوشحال خان دا بيت :

ګوتي ومنډه په غوږو تـــــــــــــــــــري تېرېږه
ذاكر زر ذكرونه كا زړه ئې په دام كښي
ګوتي ذكر دي مراد ځيني يوه ګوته ده

. (4) جزئيت :
جزئيت دادى چي ذكر جز شي مراد ځيني ګل وي رحمان بابا وايي :
وړاندي سراى لره توښه تړه رحــــمانه
څو سفر دي كړى نه دى له دې سرايه
ذكر سراى مراد ځيني دنيا يا عقبى ده.

(5) لازميت :
لازميت دادى چي ذكر لازم شي مراد ځيني ملزوم وي لكه د لمر ختو پروخت چي وويل شي : “رڼا راپورته شوه” يعني لمر راپورته شو، ذكر رڼا مراد ځيني لمر دى.

(6) ملزوميت :
ملزوميت دادى چي ذكر ملزوم شي مراد ځيني لازم وي لكه د څاښت په وخت كي چي څوك وايي : “لمر سراى ته را ولوېد” يعني د لمر رڼا سراى ته را ولوېده، ذكر لمر مراد ځيني رڼا ده.

(7) اطلاق :
اطلاق دادى چي ذكر مطلق شي، مراد ځيني مقيد وي لكه خوشحال چي وايي :
د سبا باده ! ګــــــــــــــــذر په چمن بيا كړه
په چمن كښي رنګا رنګ ګلونه بيا كړه
د سبا باد مطلق ذكر شوي مراد ځيني د پسرلي د سبا باد دى.
(8) مقيد :
مقيد هغه دى چي ذكر مقيد شي مراد ځيني مطلق وي لكه حميد چي وايي :
كه آسمان د مهجورانو په ځان ژاړي
چي دا آه د چا په ځان وي نه دي ګرم
دلته ذكر ژړا چي د انسان په اوښكو پوري مقيده ده مراد ځيني مطلقي اوبه دي.

(9) عموميت :
عموميت دادى چي ذكر عام شي مراد ځيني خاص وي لكه خوشحال خان چي وايي :
د عشق غم لـــــــه خلق پټ لره خوشحاله
څه ئې پټ كړم چي جهان ځيني خبر دى
ذكر جهان مراد ځيني مخصوص او شاوخوا خلك دى.

(10) خصوصيت :
خصوصيت هغه دى چي ذكر خاص شي مراد ځيني عام وي لكه يو باغوان چي وايي : “زما د باغ تاك نوى دى” ذكر يو تاك مراد ځيني ټول تاكان دي.

(11) ظرفيت : ظرفيت هغه دى چي ذكر ظرف شي مراد ځيني مظروف وي مثلاً وايو : “ناوه بهيږي يا واله بهيږي” ذكر ناوه او واله ده مراد ځيني اوبه دي.
(12) مظروفيت :
د مظروفيت علاقه داده چي ذكر مظروف شي مراد ځيني ظرف وي لكه دا چي چپراسي ته د اوبو ډك ګيلاس وركو او ورته ووايو : “دا اوبه چپه كه” ذكر اوبه مراد ځني ګيلاس وي.

(13) بدليت :
بدليت هغه دى چي ذكر بدل شي مراد ځيني مبدل وي لكه : پوروړي چي خپل پور اداء كي نو وايي : ” ما پور له ځانه واړاوه” دلته اړول د اداء كول بدل راغلى دى.

(14) مبدليت :
مبدليت هغه دى چي ذكر مبدل شي مراد ځيني بدل شي لكه يو څوك چي دخپل پلار قاتل مړ كړي نو پښتانه وايي : “پلانكي خپل پلار واخيست” يعني د خپل پلار بدل ئې واخيست.

(15) آليت :
چي ذكر آله شي مراد ځيني هغه اثر وي چي ددې په ذريعه څرګنديږي لكه چي وايو : “د پلانكي په غوړه ژبه وغولېدم” يعني په خبرو ئې او ژبه د خبرو آله ده عبدالقادر خان وايي :
در پوهېږم چي په ژبه مي تېرباسې
چي وييلې شې دا هســـــي مطولي

(16) مجاورت :
د مجاورت علاقه داده چي يو شى ذكر شي او مراد د هغه شي مجاور (ګاونډى) وي لكه د چا شونډي چي تر تبي وروسته ووزى نو وايي : “خوله مي ووتله” ذكر خوله مراد ځيني شونډي دي چي د خولې مجاور بللي كيږي همداشان وايي : “مرغلره پاك لمنې ښځه ده” ذكر لمن مراد ځيني بدن دى.

(17) مصدريه :
مصدريه دا دى چي مجازي معنى دموضوع څخه صادريږي لكه سخي سړى ته چي ويل كيږي ” په لاس كي خلاص دى” يا “دلوى لاس خاوند دى” يعني بخښوونكى دى، ذكر لاس مراد ځيني بخښه ده او لاس د بخښي د صدور محل دى.

(18) مظهريه :
مظهريه دا دى چي موضوع له د مجازي معني د ظهور ځاى لكه چي وايي : “د احمد دموټ پېچلو سړى نشته” ذكر موټ مراد ځيني قوت دى يعني دده د قوت سارى نشته او قوت له موټه ظاهـريږي.

(19) عليه :
عليه دا دى چي ذكر علت شي مراد ځيني معلول شي لكه يو تږى سړى چي ووايي : “له تندي مي زړه اور واخيست” ذكر اور مراد ځيني حرارت دى.

(20) معلوليه :
چي ذكر معلول شي او مراد ځيني علت وي لكه چي وايي : ” په دې
صندلۍ كي حرارت نشته” يعني اور نشته.

(21) متعلقيه :
متعلقيه د لام په زېر دادى چي ذكر متعلق شي مراد ځني متعلق وي لكه مصدر چي ذكر شي او مراد ځيني اسم فاعل يا اسم مفعول وي لكه چي وايو : ” سيد جمال الدين سرترپايه علم وْ، يعني عالم وْ.

(22) داليه :
داليه دادى چي ذكر دال شي مراد ځيني مدلول شي لكه چي وايو: “د كتاب په تورو وپوهېدم” يعني په معنى ئې وپوهېدم، توري ذكر شوه مراد ځيني معنى ده.

(23) مدلوليه :
چي ذكر مدلول شي نو مراد ځيني دال وي لكه چي ووايي : “ما دا كتاب په معنى ولوست” يعني په الفاظو ، ځكه چي الفاظ لوستل كېږي او معنى فهمول كيږي.

(24) سابقيت : سابقيت يعني د پخوا په اعتبار يو شي ته كتل دي، لكه يو زلمى ته چي وايي : “هلكه دا كار مه كوه !” كه څه هم اوس زلمى دى خو چي تيري شوي زمانې ته وكتل شي پخوا هلك وْ.
(25) لاحقيت :
لا حقيت يعني د راتلونكي زمانې په اعتبار يو شي ته كتل، لكه
عبدالقادر خان چي وايي :
نه ما څه كړيدي نه به څه كـــړمه
چي را كوې ئې هغه كـــــــــومه
نوم د ژوندون مي نوم د علم دى
مړ يم عــــــــــــــالمه مړ يم مړ يمه
كه څه هم اوس مړ نه دى خو د راتلونكي زمانې په اعتبار چي ورته وكتل شي مري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب