ماشوم چا ته وایي؟ تر څومره عمر ماشوم بلل کیږي؟

ماشوم څه ته وایي؟

د طفل کلمه یوه عربي کلمه ده او په عربي ژبدود کې د مولود کلمه هم ورته کارول شوېده چې د مفرد او د جمع دواړو لپاره ترېنه استفاده کیږي او ددې ترڅنګ د انسان او هم د وحشي حیواناتو دواړو بچو ته د طفل کلمه کارول کیږي چې په شرعي اصطلاح طفل اسم جنس دی چې د جمع معنی افاده کوي او په قرآنکریم د جمع په کلیمې سره ستایل
شوېدی ، لکه چې لوی خالق تعالی فرمايي: { أَوِ الطِفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء} (النور:31).

ترجمه: او هغه ( کوچني) ماشومان چې د ښځو د عورت په اړه پوهه نلري ( یا د ښځو د مفاتنو ( د فتنې او د ښکلا د ځایونو ) په لیدلو سره د شهوت احساس نلري).

د ماشوم عمر:

د فقهاو له نظره د ماشوم عمر 12 کاله ټاکل شویدی او ځېنو علماو د ماشوم د تعریف په اړه داسې ویلي دي: (( أو هُو الّذي لَمْ يَبلُغِ الحُلُمَ, أوْ لَمْ يُراهِقِ الحُلُمَ ــــــــ وَ هُوَ الّذِيْ لَا يَفْهَم حَركاتُ النِساءِ وّ لَا يُفَرّقُ بيَن الشّوْهاءِ وَ الحَسْناءِ كما ذكره المفسرون عِنْدَ تفْسِير هَذِهِ الآيةِ كابْنِ كثيرٍ وَ القُرطبيُّ وَ غيرُهما )) .

ماشوم هغه چا ته ویل کیږي څوک چې د بلوغ پړاو ته نه وي رسېدلی او احتلام پرې نه وي اوښتی او یا هم هغه څوک چې په عمومي توګه د ښځو په حرکتونو باندې نه پوهیږي او د یوې ښائسته او بدشکله ښځې تر منځ توپیر او تفکیک نشي کولی، البته دا خبره یو لړ مفسرینو لکه ابن کثیر او امام القرطبي ( رحمهما الله ) او داسې نورو سترو علماو د پورته آیت د تفسیر پر مهال ذکر کړېده.

ماشوم د اسلام له نظره:

ماشوم د ژوند زینت او ښکلا او د لورونکي الله تعالی له لوري والدینو ته هغه ارزښتمن سوغات او ډالۍ ده چې د کورنۍ مېوه او د دوي د  راتلونکي ژوند د هیلو یو ځلانده لمر شمارل کیږي.

لوی څښتن تعالی په دې اړه داسې فرمايي: { الْمَالُ وَ الْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا..} (الكهف: 46).

ترجمه: په دې دنیوي ( فاني ) ژوند کې مالونه او اولادونه ښکلا ( دانسان قوت ) دی.

همداراز د اسلام نجات بښونکي دین ماشوم ته خورا ځانګړی اهمیت ورکړیدی او د هغه د جنین ( د مور په ګېډه کې د ماشوم د ژوند لومړنۍ ورځو شپو) څخه د عقلمندی تر پړاو پوری د هغه د مصؤنیت او خونديتوب لپاره ېې هغه ته راز راز حقوق ټاکلي دي چې دا ګرد حقوق د همدې خبری سپیناوی او څرګندونه کوي چې اسلامي سپېڅلی شریعت تل انسان ته په درنښت او توقیر سره كتلي دي، او دا انساني مخلوق ېې د نړۍ د ټولو مخلوقاتو په نسبت زیات نفیس او غوره مخلوق ګڼلی دی او دا ځکه چې د نن ورځې همدا کوچني ماشومان به د سبا ورځ هغه معماران وي چې د ځمکې د اعمار او بیارغونې لپاره به کار کوي او د یوې داسې غښتلې او ځواکمنې اسلامې ټولنې په رامنځ ته کولو کې به بنسیټز نخچ لوبوي چې هغه به په بشپړه معنا سره یوه کامله او له هر راز نقائصو څخه به سپېڅلی او پاکه ټولنه وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب